دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۳۳
د مطلب کود : 146914
دوه سرتیری په هرات کی په شهادت ورسیدل
د ګزارشونو په اساس د هرات په ولایت کی په دوو بیلابیلو پیښو کی دوه امنیتی سرتیری د ناپیژانده مسلح کسانو له لوری په شهادت رسیدلی دی.

عبدالواحد ولی زاده د هرات پولیسو قوماندی ویاند ددی خبری تایید ترڅنګ و افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی یو سرتیری نن د ۱۱ بجو په ښاوخوا د رباط پریان په سیمه کی هغه وخت چی د کاریز څخه د څښلو اوبه راوړله، د ناپيژانده کسانو له لوری په شهادت رسیږی.

دا سرتیری د زنده جان ولسوالی اوسیدونکی دی.

له بل لوری سرچینی وایی چی یو سیمه ایز پولیس د پشتون زرغون ولسوالی کی د ناپيژانده کسانو له لوری په شهادت رسیدلی دی.

د هرات پولیس ویاند وویل چی ددی پیښی جزئیات به وروسته اعلان کړی.

https://avapress.com/vdca6in6y49nyo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته