دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۵
د مطلب کود : 136717
خوست نه پښتونخوا ته د وزیرستاني کډوالو بېرته تګ پیل شو
خوست ولايت ته درې کاله وړاندې په زرګونو کورنۍ له وزيرستان څخه د جګړو له کبله راکډه شوې وې چې اوس يې د بېرته تګ بهير پيل شوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبر له مخی : له خوست څخه بیرته ستنیدونکی کډوالې کورنۍ په لومړۍ ورځ د غلام خان بندر له لارې میرامشاه ته ۲سوه کورنۍ واوښتې او هره ورځ به ۲سوه په شمېر کورنۍ بېرته خپلې کډې وړي.

د خوست چارواکي وايي، دوی له کډوالو سره تر خپلې وسې مرستې کړې دي او په پوره درناوي یې ځینې کورنۍ رخصت کړې.

نږدې درې کاله کېږي چې له وزیرستان څخه د پاکستان پوځ د پوځي عملیاتو له امله شاوخوا دېرش زره کورنۍ خوست ته راکډه شوې وې. دغه کورنیو ته پاکستان د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه د بېرته ورتګ په اړه ټاکلې وه. د دوشنبې په ورځ له خوسته د دغو کډوالو د بېرته تګ بهیر پیل شو او تر دې وروسته به هره ورځ دوه سوه کورنۍ ستنېږي. هغوی وایي، افغانستان یې خپل کور دی، له حکومت او خلکو یې خوشاله دي او په بېرته تګ ډېر د خپګان احساس کوي.

د نورمحمد داوړ په نوم يو تلونکی کډوال وايي: “موږ په افغانستان کې درې کاله ډېر په خوښۍ او عزت سره تېر کړل، په دې دريو کلونو کې دلته نه عسکرو او نه هم عامو خلکو له موږ سره ناسم چلند کړی، بلکې دوی اوس زموږ د رخصت کېدو له پاره زموږ درناوي ته راوتلي دي.”

د فرید په نوم د ميرام شاه د سيمې کډوال وايي: “افغانستان زموږ خپل کور دی، موږ ته يې دلته ډېر عزت راکړی او هېڅکله به هم خپل هېر نه کړو.”

د کډوالو ډېرې کورنۍ له ځانه سره لوښې نه وړي او د کډوالو په ګلان کمپ کې یې په کباړ پلوري.

د خوست سيمه ييز چارواکي وایي، وزیرستاني کډوال په خپله خوښه بېرته خپلو کورنو ته ستنېږي. د خوست د والي ویاند وایي، ټاکل شوې ده، د لسو ورځو په موده کې ۲زره کورنۍ له ډیورنډ کرښې ها غاړې خپلو کورنو ته واوړي.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدران وايي: “وزيرستاني کډوالو په خپله خوښه تصميم نيولی چې خپل کور کلي ته لاړ شي چې نن يې لومړيو ۲سوه کورنيو حرکت وکړ او تر راتلونکو لسو ورځو پورې به ۲زره کورنۍ خپل کور کلي ته لاړې شي.”

ډېرو دغو کورنیو ته ځایي خلکو په کورونو کې ځای ورکړ او یو شمېرو ته یې بیا د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د ګلان په نوم پنډغالی جوړ شو.
https://avapress.com/vdca6in6049ne01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته