دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 143610
ننګرهار ولایت کي ۱۰ تنو وسله والو وژل شوی دی
دننګرهار هار چارواکي وايي، په دی ولایت کې د افغان امنیتی ځواکونو په بریدنو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون ۱۰ تنو وسله وال وژل شوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه په چهار شنبه ورځی کې ویلی، چې د حمزه عملیاتو کې داعش ته دغه مرګ ژوبله د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې اوښتې ده.
خبر پاڼه ویلی، چې عملیات په دقیق ډول د اچین ولسوالۍ د پېښې او ګاودره په سیمو کې تر سره شوي، چې پر مهال یې ۱۰ داعشیان وژل شوي.
سرچنیو زیاتیوی، چې په وژل شویو وسله والو کې د عمري، ثابت، عمر شاه او ابو طلحه په نومونو د هغوی ۴ مهم قوماندانان هم شامل دي.
https://avapress.com/vdca6en6w49nyi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته