دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 103119
محور ورځپاڼه: محصلین د طالبانو په لیکو کې

د غزني په څلورو ولسواليو قره باغ، ده يک، ګيرو، اندړو او ګيلان کې له تېرو څلورو مياشتو امنيتي حالت ترينګلی شوی، له مازديګر وروسته د طالبانو او محلي پوليسو له خوا په کليو کې ګرځبندیز دی او کلیوال که حتی سخت ناروغ هم ولري، له کوره د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.
یوازې په قره باغ کې ۲۰ هغه محصلین وژل شوي، چې د افغانستان په دولتي پوهنتونونو کې زده کړې کوي، خو په دمه، دمه د طالبانو په لیکو کې جنګېږي.
د دولت له خوا د محلي پولیسو نه ملاتړ سبب شوی، چې په تېرو څلورو مياشتو کې د قره باغ محلي پوليسو څلور امنيتي پوستې طالبانو ته ورپرې اېښې دي.
ځايي خلک وايي، په تېرو دوو کلونو کې په غزني کې د هغو څلورو ولسواليو امنيت په نسبي ډول ښه شوی وو، چې تر دې د مخه پکې شديده جګړه او ناتار روان وو او د کورنيو او بهرنيو طالبانو پراخه مرکزونه پکې وو.
دوی وايي، قره باغ، ده يک، ګيرو، اندړ او ګيلان هغه ولسوالۍ دي، چې له تېرو څلورو مياشتو پکې امنيتي حالت ترينګلی شوی، له مازديګر وروسته د طالبانو او محلي پوليسو له خوا په کليو کې ګرځبندیز دی او که کلیوال حتی سخت ناروغ هم ولري، له کوره د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.
د قره باغ ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي سلطان وايي، سيمه ييزو پوليسو هغه مهال ښه جګړه کوله او سيمه يې له طالب اورپکو پاکه کړې وه، چې دولت ورته ښه امکانات برابر کړي وو، ملاتړ يې کولو، خو له هغو ورسته اوس خپل سر او ځانونه هم نشي ساتلی. دی وايي، په دغه ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو په کليوالو سيمو کې پوستې جوړې کړې، او کله چې د طالبانو او پوليسو ترمنځ جګړه ونښلي، کليوال پکې قرباني کېږي:
((په تېرو دوو کلونو کې په قره باغ ولسوالۍ کې د محلي پوليسو يولس پوستې وې، چې په تېرو څلورو مياشتو کې څلور يې د طالبانو لاسته ورغلې دي. د ميرک، جمالو، بيرګټ کلا او لغړجوی څلور پوستې يا طالبانو نيولې او يا هم سيمه ييزو پوليسو ورپرې اېښې دي.))
ځايي خبريالان وايي، له هغو څلورو ولسواليو، چې هره ورځ پکې جګړه وي، ډېری کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې، خو هغه کورنۍ چې پاتې دي، ورځ تر بلې د جګړې په اور کې سوځيږي: ((له هر کلي تر لسو زياتې کورنۍ د خپل سر ساتنې په هدف د غزني نورو سيمو ته کډه شوې دي.))
د ځايي خبريالانو د معلوماتو له مخې، په غزني کې د کورنيو طالبانو ترڅنګ شل سلنه بهرني طالبان په جګړه بوخت دي، خو په کورنيو طالبانو کې بيا محلصين هم د جګړې يوه ستره برخه تشکيلوي. ځايي خبريالان وايي، په تېرو دوو کلونو کې یوازې په قره باغ کې ۲۰ هغه محصلین وژل شوي، چې د افغانستان په دولتي پوهنتونونو کې زده کړې کوي، خو په دمه، دمه د طالبانو په لیکو کې جنګېږي.
د روان کال په تېرو څلورو مياشتو کې د غزني په يادو ولسواليو کې امنيتي وضعيت بيخي ترينګلی وو، طالب اورپکي به جوپې، جوپې د افغان امنيتي ځواکونو په پوستو ورختل او ان په دې برخه کې به يې د نورو سيمو له طالبانو مرسته غوښته بريدونه به يې د حشر په ډول تر سره کول.
تر ټولو ډېره ګوته امنيتي سکتور ته نيول کېږي، چې ترمنځ يې هېڅ راز همغږي نشته. په تېرو څلورو مياشتو کې په قره باغ ولسوالۍ کې د دويم ځلي ټاکنو د ترسره کېدو په هدف د دريو ساعتونو لپاره د ملي پوځ له لوري په قره باغ ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات تر سره شوي او له هغه وروسته بيا هېڅ ګام نه دی پورته شوی.
د غزني ولايت مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، په ډېری ولسواليو کې د ځينو امنيتي مسوولينو نه همکاري ددې لامل شوې، چې امنيتي ستونزې ورځ تر بلې پراخه شي. دی زياتوي، د محلي پوليسو او پاځونوالو نه ملاتړ او د امنيه قومندانۍ کم کاري د دې لپاره زمينه برابره کړې، چې دغه امنيتي ځواک تر فشارونو لاندې ونيول شي، خو په ټوله کې د غزني په ښار او يوشمېر ولسواليو کې حالت له تېرې يوې مياشتې ښه شوی دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca6en6o49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته