دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۰۱
د مطلب کود : 97881
هغه ۳ تنه نیول شوي، چې پر۴ ښځو پر جنسي تیري تورن دي
د کابل د امنیې قومنداني چارواکي وايي، هغه درې تنه یي نیولي، چې په پغمان ولسوالۍ کې پر څلورو ښځو پر جنسي تیري او غلا تورن دي.

امنیه قومندان جنرال ظاهرظاهرنن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې نیول شوو کسانو پرخپل جرم اعتراف کړي او ویلي دي چې دغه څلورو ښځې یې ځورولي هم دي.

ښاغلي ظاهر زیاته کړه، اقتصادي ستونزو او د انتخاباتو د بهیر د اوږدوالي له امله په دې وروستیو کې به کابل ښار کې د جرمونو ګراف یو څه لوړ شوی دی.

ظاهر وویل، هڅه کوي چې پر وخت دور ته پيښو مخه ونیسي څو د یادو پيښو ګراف راټیټ شي.

تیره اوونۍ د یوې کورنۍ څلور ښځې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ پر سړک د ناپيژندل شوو کسانو پرڅلورو ښځو چې له واده نه کورته روانې وې جنسي تیری وکړ او د هغو ګاڼې یې غلا کړې
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6ano.49n0a1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته