دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 107917
اچ ار ډبلیو: افغان حکومت دې د بشري حقونو سرغړونکي محاکمه کړي
د بشري حقونو د څار ادارې يا هیومن رايټس واچ له ولسمشر غني او د هغه له حکومته غوښتي چې هغه قومندانان او حکومتي چارواکي چې د بشري حقونو څخه په سرغړونو کې لاس لري، محاکمه کړي.
د دې ادارې په راپورکې چې پرون خپور شو، له اتو ولاياتو څخه د خلکو نومونه اخيستل شوي دي چې له پوليسو، استخباراتو او محلي ځواکونو سره اړوند دي او په وروستيو کلونو کې د بشري حقونو څخه په سرغړونو کې لاس لري.
دا راپور له ۲۰۱۲ کال د اګست د مياشتې راهيسې د ۱۲۵ مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی.
د بشري حقونو د څار اداره يا هيومن رايټس واچ وايي، امریکا او نور مرسنتدويه هېوادونه بايد پرافغانستان فشار راولي چې په حکومتي او امنيتي ادارو کې هغه کارکوونکي چې د بشري حقونو څخه يې سرغړونې کړي دي، محاکمه کړي.
د بشري حقونو د څار ادارې په خپل راپور کې ويلي چې د مجرمينو له مجازاتو خلاصی خلک اړ باسي چې د طالبانوملاتړ وکړي او د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ د هڅو په اړه اندېښنې راپاروي.
د اسيا لپاره د بشري حقونو د څار ادارې مرستيال رييس فيلم کاين وايي:
″امریکا، چې د طالبانو له سقوط وروسته يې د ګڼ شمېر جګړه مارانو ملاتړ وکړ، اوس بايد د نړېوالو مشري وکړي او د نوي افغان حکومت سره مرسته وکړي چې د بشري حقونو پرضد په جرايمو کې لاس درلودونکي له خپلو دندو ليرې کړي.″
په دې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون وايي، د قانون له دايرې څخه دباندې باید هیڅ چا ته له جزا خلاصون او معافيت ورنه کول شي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون وياند ډاکټر رفيع الله بيدار وايي، که چا له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې وي او د قانون له مخې د افغانستان د عدلي بنسټونو له خوا يې جرم ثابت شوی وي، دولت مکلف دی چې له قانون سره سم له هغه سره چلند وکړي.
د بشري حقونو د څارادارې په خپل راپورکې د افغانستان په اتو ولاياتو کې د بشري حقونو څخه پر سرغړونو تمرکز کړی دی او په دې نومونو کې عبدالحکيم شجاعي هم دی چې په ارزګان ولایت کې د يو شمېر ملکي کسانو په وژلو تورن دی.
د ارزګان ولايت سرپرست والي وايي، د غزني او ارزګان ولايتونو د ادارو ترمنځ د همږغۍ د نشتوالي له کبله دا سړی تر اوسه نه دی نيول شوی.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون وياند رفيع الله بيدارد شجاعي او نورو خلکو په اړه، چې نومونه يې په دې راپور کې راغلي، وايي:
په افغانستان کې د ځواب ورکولو کلتور بايد رامنځته شي او هيڅ څوک بايد د معافيت له لارې ځان ونه ژغورلی شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca60n6049nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته