دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 154672
داعش؛ د سوریه شمال څخه تر افغانستان پوری

 

 

د افغانستان په شمال کی د جوزجان ولایت سیمه ایز چارواکی تایید کړی دی چی داعش ځینی تروریستان چی د فرانسه او الجزایر اتباع دی ددی ولایت درزاب ولسوالی ته لیږدول سوی دی.

بازمحمد داور؛ د درزاب ولسوال ویلی دی چی په دی ولسوالی کی داعش پوری اړوند ځواکونه د بی بی مریم په کلې کی قرارګاه لری او اکثره یی ابزکستانی، فرانسوی، ترکمنستانی، تاجیکستانی او چچنی دی.

د هغه په وینا اوس د الجزایر ۱۲ تنه اتباع او فرانسه څلور چی دوه پکې ښځی دی او دوه نارینه دی په دی ولسوالی کی حضور لری.

ښاغلی داور زیاته کړه چی دا کسان ډیر حرفه ای او بامسلکه استادان دی او اوس ۱۵۰ تنه کوچنیانو ته انتحاری بریدونو په شان موضوعاتو زده کړې ورکوی.

د هغه په وینا د درزاب په ولسوالی کی د ۳۰۰ په شاوخوا خارجی جنګیدونکی حضور لری. ډیر یی ازبکستانی او د خلګو څخه عشر او زکات ټولولو سره هغوی باندی حکومت کوی.

هغه ادعا کړی دی چی دا ځواکونه د معادن د پیدا کولو په هڅه کی هم دی او بالخصوص د اورانیم معادن.

ښاغلی داور زیاته کړه چی داعش ځواکونه د مساجدو ملا امامانو څخه غوښتی دی چی د هر مسجد څخه ۲۰ تنه کوچنیان د زده کړی لپاره هغوی ته وسپاری.

د جوزجان درزاب ولسوال دا تکان ورکوونکی ادعاوی او اظهارات د کارپوهانو په باور، د لویو توطئو څخه خبر ورکوی؛ هغه توطئی چی دا پوښتنه منځ ته راوړی چی څنګه داعش د سوریه شمال څخه د افغانستان شمال ته راغله، او د هغه په شان پوښتنو څخه پرده پورته کوی.

د درزاب ولسوال په دی برخه کی ډیر مهم نکته ته اشاره کوی؛ هغه وایی چی ټول ځمکنې لاری دا ولسوالی ته مسدودسوی دی؛خو داعش خارجی ځواکونه په معجزه ای ډول سره په دی ولسوالی کی نفوذ پیدا کړی دی.

هغه بل موضوع چی د سیمه ایز چارواکو له لوری هغه ته اشاره سوی دی، په دی ولسوالی کی داعش ځواکونو ته کافی جنګی مهمات رسیدنه ده.

دا په داسی حال کی دی چی که ددی ولسوالی ټول ځمکنې لاری تړلی دی، دا کافی مهمات او اسلحی، د خارجی ځواکونو ترڅنګ څنګه دا ولسوالی ته لاره خلاص کړی دی؟

بل پوښتنه، ددی سیمی څنګه ټاکلو او انتخاب په اړه دی.

د درزاب ولسوال وایی چی داعش په دی اساس، دا ولسوالی خپل حضور لپاره ټاکلی دی چی د فاریاب او سرپل ولایتونو په شان ولایتونو سره ګډ مرز لری او په اساس، داعش تروریستان په آسانی سره کولای سی په راتلونکی کی دا دوه کلیدی ولایتونو ته هم ولاړ سی او خپل سلطه قلمرو پراخ کړی.

د افغانستان شمال کی مستقر شاهین قول اردو ویاند انکار سربیره، چی حتی یو تن داعش حضور څخه په دی ولسوالی کی انکار کوی، پوهان په دی باور دی چی ددی ولسوالی ولسوال ادعا، حقیقت ته نږدی دی او بیله شکه، داعش په سیستماتیک او پلان سره په دی ولسوالی کی حضور او نفوذ پیدا کړی دی.

دا په داسی حال کی دی چی د کرد او امریکایی جنګیدونکو ځواکونو جنګ په جریان کی د داعش سره ددی ډلی له منځه وړلو لپاره په رقه کی، غربی معتبر رسنۍ، ځینو شواهدو ته لاس رسی پیدا کړه چی شکاره کول، امریکایان د داعش ارشد قوماندانان او رهبرانو ته دا امکان ورکړی دی چی رقه څخه وتښتې او د ترکیه مرز څخه خارج سی!

دا شواهد او مدارک، ددی خبری څخه هم پرده پورته کړه چی امریکا مستقیم توګه د داعش څخه ملاتړ کوی او په ټول نړۍ کی د پراختیا لپاره هڅه کوی او په رقه کی هم د امریکا او امریکا ملاتړ کوونکو جنګ د داعش سره یو ساختګی او نمایشی جنګ دی.

د کوچنیانو لپاره نظامی زده کړی او هم ځمکی لاندی سرچینو او معادنو ته لاسرسی، په عراق او سوریه کی د همغه شروع څخه، د داعش کار په لمړیتوبونو کی وو. د هغوی سلطه د عراق او سوریه نفتی منابعو باندی او هغوی تجارت د ترکیه او اسراییل او داعش نور ملاتړ کوونکو سره په سیمه کی، هغه موضوع نه دی چی د پټولو او انکار وړ وی.

نو د افغانستان په شمال کی، د داعش لوی ملاتړ کوونکو د پښو نښه په واضح توګه مشهود دی او خطرناک توطئه جریان لری.

https://avapress.com/vdca0yn6u49nmi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته