دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 139976
دبرېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړلۍ به تر راتلونکو درېیو میاشتو پیل شي
د نفوذ د ثبت او احوالو او برېښنايي پېژندپاڼو اداره ډاډ ورکوي چې تر راتلونکو درېیو میاشتو د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړلۍ به پيل کړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د دغې ادارې رییس وايي چې د ولسمشر د یوه فرمان پر بنسټ دغه اداره لومړی په پلازمېنه کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړلۍ به پیل کړي.
ټاکل شوې ده چې له دريیو میاشتو څخه وروسته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ازمایښتي لړلۍ د شپږو میاشتو لپاره دوام پيدا کړي او د دغې مودې په اوږدو کې د پلازمېنې د ۵ زره وګړو لپاره برېښنايي پېژندپاڼې ووېشل شي.
د دغه بهیر لومړی پیر چې د هغه لګښت څلور اعشاریه دوه مېلیونه ډالره دي په پلازمېنه کې عملي شي.
د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ادارې رییس همایون محتاط وویل:«د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لومړۍ مرحله په کابل کې په پنځو مرکزونو او لسو وزارتونو او په یوه هېواد کې د افغانستان یوه سفارت کې پيل شي.»
که څه هم چې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش د حکومت لخوا ځنډول شوی دی خو دا ځل د دې ادارې رییس وايي چې ملي یووالي حکومت د دې تذکرو وېش ته ژمن دی.
ښاغلي محتاط زیاته کړه:«۳۶ مالومات دي چې ۸ مالومات یې د پېژندپانې په مخ لیکل کېږي.قوم او دین هم په پېژندپاڼه کې لیکل کېږي.»
د تیفا بنسټ ویانده صغرا سعادت وايي:«هیله لرو چې حکومت دغه کار د مدني ټولنې بنسټونو او رسنیو تر فشار لاندې نه وي ترسره کړي او دا ځل د برېښنايي پېژندپاڼو وېش ونه ځنډېږي.»
تر دې وړاندې په برېښنايي تذکرو کې د قوم د نوم تذکر د دغو تذکرو د وېش په وړاندې اصلي خنډ بلل کېده.
د تېر کال په کب میاشت کې د کابینې په تقنیني غونډه کې پرېکړه وشوه چې د نفوذ د ثبت او احوالو قانون تعدیل شي،ملت او قومیت په برېښنايي پېژند پاڼو کې ځای پر ځای شي.
https://avapress.com/vdca0on6i49neo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته