دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 139877
جنرال محمد معین فقیر د اختلاس په تورنیول شوی دی
لویه څارنوالي ویلی، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي ځانګړي مرکز د افغان پوځ یو پخواني قوماندان د غلا او له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تورنیولی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د ۲۱۵ میوند قول اردوقومندان، ډګرجنرال محمد معین فقیر په هلمند کې له واکه د ناوړه ګټې‎ پورته کولو او د اختلاس په تورنیول شوی دی.
له فساد سره د مبارزې اوعدلي او قضايي مرکز کې یوه سرچینه په دی اړه زیاتیوی، چې ښاغلي فقیر د پوښتنو لپاره دې مرکز ته غوښتل شوی وه او وروسته یې پلچرخي زندان ته استول شوی.
سرچینو وایی، دغه پوځي قوماندان د هلمند د قول اردو پخوانی قوماندان دی، چې د ډګر جنرال رتبه لري.
د هغه په وینا، چې دوسیه ترڅېړنې لاندې ده او د تحقیقاتو په رڼا کې به دا روښانه شي چې پرې لګول شوي تورن څومره ثبتيږي او هغه پيسې له دندې څخه د ناوړې ګټې په خاطر په لاس راوړي دي څومره دي.
https://avapress.com/vdca0on6049nea1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته