دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 145474
افغانستان کې د ځواکونو شمېر او جنکني ماموریت په اړه د ناټو منشي څرګندونې
د شمالي اتلانتیک سازمان یا ناڼو لوی منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا د افغان امنیتي او دفاعاي ځواکونو سره د یاد سازمان پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.

نومړې نن په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، په پام کې ده چې سبا د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د ماموریت په اړه او په یو شمېر مهمو مسلو باندې سره صلا مشورې او خبرې وشي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، هغه زیاته کړه، چې ټاکل شوی ده چې افغانستان ته د اضافي ځواکونو د استولو په اړه هم بحث او خبرې وشي.

ښاغلي سټولټنبرګ وایي، هغه هیله مند دي چې د اضافي ځواکونو د ایستلو او د دغو ځواکونوو د شمېر په اړه یو اندازه معلومات د غونډې په پایله کې به څرګند شي.

د ناټو عمومي منشي په همدې حال کې ټینګار وکړ چې یاد سازمان پلان نه لري، چې په جنګي ماموریتونو کې برخه واخلي او په دې اړه تر اوسه کومه غوښتنه هم نه دی شوی.

دښاغلي سټولنبرګ په وینا، یاد سازمان په پام کې لري چې د افغانستان د ځانګړي ځواکونو د روزنې پر ماموریت تمرکز زیات کړي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0mn6y49nyy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته