دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 125872
د ترينکوټ ـ دهراود لاره تر اوسه تړلې ده
د يادې لارې د خلاصون لپاره څه موده وړاندې عمليات پيل شول، خو د عملياتو تر خلاصېدو وروسته اوس هم لاره تړلې ده.

د يادې لارې د خلاصون لپاره څه موده وړاندې عمليات پيل شول، خو د عملياتو تر خلاصېدو وروسته اوس هم لاره تړلې ده.

د دهراود ولسوال امين الله خالقي وايي، امنيتي ځواکونو د لارې د خلاصون عمليات پيل کړي و، خو بېرته راګرځېدلي دي.

نوموړی وايي، لاره اوس هم تړلې ده.

يو شمېر سرچينو بيا رسنيو ته ويلي چې پر دغه لار پراته ماينونه د دې لامل شوي دي چې امنيتي ځواکونه بېرته راوګرځي او لاره بنده پاتې شي.

د ارزګان څلورو ولسواليو ګيزاب، چارچينو، خاص اروزګان او دهراود هغه ولسوالۍ دي چې لاري يې د مرکز سره تړلي دي او خلک يې د سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

طالبانو تېره ورځ ادعا کړې وه چې ددې لارې پر سر د عملياتو پر مهال يې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د لارو تړل کېدل هغه ستونزه ده چې د ارزګان ترڅنګ هلمند او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ځينو ولسواليو لارې د ترافيکو پر مخ تړلي دي.


https://avapress.com/vdca0mn6u49nua1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته