د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تایید کړه چې د سولې د بهیر په خاطر او د مذاکراتو لپاره له وسله والو طالبانو سره په تماس کې دی.
نوموړی نن په یوه خبرې کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې د حزب اسلامي ګوند په جدي توګه د سولې له بهیر ملاتړ کوي او ټینګار یې وکړ چې حزب اسلامي به د هغو کسانو ترڅنګ ولاړ وي چې سوله غواري.
نوموړی د خپل ویناوو په لړ کې پر سیاسي ګوندونو هم غږ وکړ چې د وسلو او تاوتریخوالو پر ځای یې د سیاسي رقابت تګلاره غوره کړي او د روانو تاوترریخوالو د حل لارې د موندلو لپاره خپل هڅې چټکې کړي.
هغه وویل، چې د تېرو ترخو تجربو د تګرار هڅې هم باید ونشي او ټینګار یې وکړ چې له داسې څرګندونو باید ډډه وشي شخړې رامنځته کوي.
ښاغلي حکمتیار د اوسني نظام ضد کړیو ته خبرداری ورکړ چې هیڅ چا ته به د نظام د نسکورلو او بدلولو اجازه ورنه کړل شي.
د حزب اسلامی مشر ټینګار وکړ چې په نظام کې بدلون باید یواځې د قانون او اصول له لارې او د ټولو په خوښه رامنځته شي.
د ښاغلي حکمتیار په وینا، ځینې کړیو او اشخاصو لاهم د خلکو ترمنځ مذهبي تعصباتو ته د لمن وهلو هڅې کوي او فتې راپاوروي خو هغه په دې نور جزئایت ور نه کړل.دی.