دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 153475
د افغان هواي ځواک د عصري کولو په هلو ځلو کې نوې پرمختګون
د افغان هوایي ځواک چارواکو او په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي د بلک هاک یا UH-60 ډوله هلیکوپټرو لپاره د افغان پیلوټانو لومړنی جوپې لپاره د روزنې بهیر پای ته رسېدلی دی.

په سویل کې د افغان هوایي ځواک قوماندان جنرال عبدالرازق شیرزي وایي، د بلک هاک هلیکوپټرو لپاره د افغان پیلوټانو لومړنی جوپه چې په کې ۶ پیلوټان شامل دي، تیره ورځ د خپل فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.
 
نوموړی زیاته کړه، چې دغه افغان پیلوټان د بلک هاک هلیکوپټرو په برخه کې درې میاشتنی روزنیزه دوره پای ته ورسوله.
 
د جنرال شیرزي په وینا، دغه پیلوټان د کندهار په پوځي هوایي ډګر کې روزنه ورکړل شوې ده.
 
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هم په یوه بیان کې لیکلي، چې د دغو پیلوټانو له فراغت سره سم به د افغان هوایي ځواکونو په وړتیاو کې زیاتوالي راشي.
 
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د دغو پیلوټانو فراغت یو تاریخي ګام وباله چې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت یوه برخه جوړوي.
 
د چارواکو په وینا، په پام کې ده چې افغان هوایي ځواکونه تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې ۱۵۰ بلک هاک هلیکوپټرونه ترلاسه کړي.
 
افغان هوایي ځواکونو ته دغه الوتکې د پنټاګان د یوې برنامې پر اساس ورکړل کیږي چې کابو یوه میلیارډ ډالر لګښت به ولري.
 
د امریکا پوځ د چارواکو په وینا، ټاکل شوې چې د هلیکوپټرو له ډلې څخه ۵۸ الوتکې له راکټ اندازنو او نورې وسلې سره تجهیز شي تر څو د هوایي بریدونو لپاره ور څخه کار واخیستل شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0en6m49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته