دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 133873
روسیه ټينګار کوي چې له طالبانو سره په اړیکه کې ده
په آسیا کې د روسیې د بهرنیو چارو وزات ځانګړي استازی ضمیر کابلوف طالبان یو ریښتینی مسلح سیاسي قدرت بولی او ټینګار کوي چې روسیه د داعش سره د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره مشترکې ګټې لري.
ضمیر کابلوف وویل:«له طالب ډلې سره په اړیکه کې یوو.هغوی د ملي اوربند او د جنګ درېدو ته هڅوو.د اړیکو د کچې په اړه نشو کولای نظر څرګند کړو،خو ویلای شو چې په ښه کچه کې دي.روسیه له داعش سره د مبارزې په کار کې له طالبانو سره ګډې ګټې لري.اوس طالبان په افغانستان کې له هغو کسانو سره په مبارزه بوخت دي چې موږ یې په روسیه کې په نښه کوو او دا زموږ د ګډو ګټو نښه ده.» دغه روسي سیاستوال په افغانستان کې د واشنګټن مأموریت ناکام بولي او په افغانستان کې د هغه پوځي او سیاسي حضور پر چین،روسیې، ایران او پاکستان د کنټرول لپاره بولي. ښاغلي کابلوف زیاتوي:«که وغواړو او که نه غواړو طالبان یو سیاسي وسله‎وال قدرت دی خو دا چې نن هم د ۱۵ تېرو کلونو په تېر ځواک لري باید له امریکایانو څخه پوښتنه وشي.په افغانستان کې خپلواک دولت شتون نه‎لري.له همدې امله په دغه هېواد د تېرو ۱۵ کلونو د پېښو مسؤول بهرني هېوادونه دي. د هغوی غلط سیاست د دغه هېواد د اوسني وضعیت لامل شوی.که څه هم په ځنډ کې خو دغه ستونزې د حل وړ دي.» اخوا په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر افغانستان د سمیه‎ييزو سیالیو قرباني بولي او وایي سمیه ‎ييزلوبغاړي د نورو د امنیت په بیه ، خپل امنیت وساتي. په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانزمېلیبن وايي:«هیله کوم چې ټول سیمه‎ييز لوبغاړي پوه شي چې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون ډېر بنسټيز دی ځکه چې په اوږد مهال کې ټول هېوادونه زموږ خپلو هېوادونو په ګډون له ترهګرۍ څخه به زیانمن وي.» د پوځي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني هم په دې اړه وویل:«روسان له ۲۰۰۹ زیږدیز کال څخه له طالبانو سره په سیتماتیک توګه په اړیکه کې وو او تر ډېره پر امریکا پر فشار راوړلو او یا هم په افغانستان کې د نړیوالۍ ټولنې د حضور له غچ اخیستو لپاره دغه سیاست ته مخه کړې ده.» د سیاسي چارو کارپوه خلیل سروري هم وايي:«که‎چېرې افغان حکومت له درایت او کره پوهاوي سره دغه ډګر ته ننوځي،افغانستان به یوځل بیا په یوې د استخبارتي جګړې او نږدې سیالیو پر یوې جدي فضا بدل شي.»
https://avapress.com/vdca0en6e49nea1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته