دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 101274
ډين فيلډمن د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه غږېدلى

دافغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ډين فيلډمن د پاکستان له سياسي او پوځي چارواکيو سره دافغانستان په روان وضعيت او په دې هېواد کې په وروستيو رامنځته شويو پرمختګونو خبرې کړي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا د سه شنبې په ورځ په يوه خپرې شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي په اسلام اباد کې په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سرتاج عزيز سره وليدل او په دوه اړخيزو اړيکيو سربېره يې ورسره د افغانستان پر وضعيت هم خبرې  وکړې.
دا پاکستان ته د ډين فيلډمن ددې هېواد او افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته لومړى سفر دى.
اعلاميه زياتوي، چې سرتاج عزيز ډين فيلډ من ته ويلي:
" پاکستان د يوه سوکاله، باثباته، او يو موټي افغانستان او له دې هېواد سره د اړيکيو د يوه نوي څپرکي د پرانېستلو غوښتونکى دى او دا هېواد به د افغانانو په مشرۍ ددې هېواد د سولې له پروسې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي."
د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى په داسې حال کې اسلام اباد ته راغلى، چې په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار تېره اوونۍ په يوه ورځني سفر کابل ته تللى و.
نوموړي په دې سفر کې له افغان ولسشمر اشرف غني او همداراز له يو شمېر نورو جګپوړو افغان چارواکيو سره وکتل او په دوه اړخيزو اړيکيو پر غږېدا سربېره يې اشرف غني احمدزي ته د  پاکستان د سفر بلنه هم ورکړه.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه کاږي، چې پاکستان له افغانستان سره د سيمه ييزې همکارۍ، امنيتي، اقتصادي او يو شمېر نورو برخو کې پراخې اړيکي لري او هيله ده، چې د پاکستان د افغان ولسشمر اشرف غني احمدزي په راتلونکي سفر کې به دا اړيکي لا پراخې او ټينګې شي.
بلخوا د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر ISPR له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميه کې راغلي، چې د امريکا ځانګړي استازي په راولېنډۍ ښار کې د پاکستاني پوځ په عمومي قومندانۍ کې ددې هېواد د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره هم د افغانستان پر وضعيت او همداراز په دوه اړخيزو اړيکيو غږېدلى.
فيلډمن اسلام اباد ته دا سفر په داسې حال کې کوي، چې په افغانستان کې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ نوى افغان حکومت رامنځته شوى.
نوي افغان ولسشمر کابل ته د سرتاج عزيز د سفر پر مهال له نوموړي غوښتي وو، چې پاکستان او افغانستان بايد د اړيکيو د پراختيا  لپاره د خبرو پرځاى، عملي ګامونه پورته کړي او خپلو ژمنو ته د عمل جامه ورواغوندي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca06n6y49nwu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته