دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۵
د مطلب کود : 131677
په بروکسل کې د مرسته شویو پیسو سم مدیریت؛د هېوادوالو غوښتنه ده
کارپوهان په دې باور دي که‎چېرې افغان حکومت د هغو مرستو چې د بروکسل په غونډه کې یې ترلاسه کوي سم مدیریت ونه‎کړي ، له افغانستان سره به د نړیوالې ټولنې د مرستو لېوالتیا کمه شي.

کارپوهان په دې باور دي که‎چېرې افغان حکومت د هغو مرستو چې د بروکسل په غونډه کې یې ترلاسه کوي سم مدیریت ونه‎کړي ، له افغانستان سره به د نړیوالې ټولنې د مرستو لېوالتیا کمه شي.
داسې ویل کېږي چې افغان حکومت باید د نړیوالې ټولنې مرستې له اداري فساد سره د مبارزې، ښې حکومتوالۍ ، د قانون د واکمنۍ ، د بنسټونو د جوړېدو، د ښځو د حقونو او د بیان د آزادۍ په برخو کې ولګوي.
د اروپايي ټولنې د سفیر مرستیال جورج کاننګهام وايي:«موږ په افغانستان کې د پرمختګ په تمه یوو؛دغه پیسې ټولې په یوه وار سره نه ورکول کېږي، بلکې لږ لږ به ورکړل شي.او دا د دې په مانا نه ده چې موږ به د پرمختګ د بېلابېلو پړاونو څخه څېړنه وکړو.»
د حقوق پوهانو د دارالانشا رییس عین الدین بهاردي وايي:«هغه برخې چې نړیوالې ټولنې مشخصې کړې دي پر هغه عمل وکړي،شونې ده چې افغانستان د مرستو د دوام سره مخامخ شي.»
له دې سره سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د لګولو څرنګوالی تر اوسه هم د نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ موضوع ده.
دوی له افغان حکومته غواړي چې په راتلونکو کلونو کې مرسته شوې پیسې په بیخ بنسټونو ولګوي.
د ولسي جرګې غړي خالد پښتون وویل:«دغه پیسې باید په سمه توګه ولګول شي او له حکومت څخه غواړم چې په اصلاحاتو کې ډېره هڅه وکړي.»
بلخوا د مالیې وزیر ډاډ ورکوي چې مرسته شوي پيسې به د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې، په سمه توګه ولګول شي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي زیاته کړه:«زموږ هڅه دا ده چې د مرستو ډېره سنله د ملي بودیجې له لارې ولګول شي او نړیوالۍ ټولنه وتوانېږي چې د پیسو د لګولو له څرنګوالي څخه څارنه وکړي.»
د سپټېمبر د ۱۱ له برید څخه وروسته دا ۱۱ غونډه ده چې له افغانستان سره د مالي مرستو لپاره جوړېږي.
باورونه داسې دي که چېرې ملي یووالی حکومت نه توانېږي چې خپلې ژمنې په لازمه توګه عملي کړي نو دا چاره به د نړیوالې ټولنې په مالي مرستې په نېغه تګه اغېزه کوي.

سرچينه : طلوع
https://avapress.com/vdca06n6049nei1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته