(افغان غږ آژانس (آوا - خورا ډېر ليدونکي لرونکي سرليکونه سياسي، پوځي :: پوره نسخه http://avapress.com/Politics Sun, 21 Jan 2018 17:20:47 GMT http://avapress.com/skins/default/ps/{CURRENT_THEME}/ch01_newsfeed_logo.gif دصدای افغان(آوا)داژانس په وسیله تیار شوی. http://avapress.com/ 100 70 ps ټول حقونه خوندي دي او له مطالبو څخه ګټه اخیستنه، دسرچینې(منبع)به یادونې سره څه خنډ نه لري. Sun, 21 Jan 2018 17:20:47 GMT سياسي، پوځي 60 د افغان وسله والو پرخلاف د اقداماتو لپاره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شرط http://avapress.com/vdch6-nz-23nm-d.yjt2.html د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وایي پاکستان حکومت د بهرنیو وګړو او کډوالو د شتون په صورت کې د ترهګرو د نشتوالي ضمانت نشي کولای.نوموړی له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې په پاکستان کې کابو درې میلیون افغان کډوال میشت دي او ناشونې به وي چې د پاکستان حکومت د عام کډوالو او ترهګرو په منځ توپیر وکړي او د هغوي د نشتوالي ضمانت وکړي.د ښاغلي اقبال په وینا، پاکستان یواځې په دغه صورت کې د ترهګرو د نشتوالي ضمانت کولای شي چې ټول افغان کډوال له پاکستانه واوځي او پاکستان حکومت د کډوالو د شتون په هکله اندیښنې ونه لري.هغه د امریکا متحده ایالاتو پر حکومت هم نیوکه وکړه او وې ویل، چې د سړې جګړې په پای کې واشنګټن ټول ستونزې د پاکستان لپاره پریښودلې او اوس د دې وخت را رسېدلي چې امریکا د کډوالو ستونزو د حل لپاره خپل ونډه ادا کړي.ښاغلي اقبال وایي، د تورونو پر ځای د امریکا متحده ایالاتو باید د درې میلیون کډوالو د راستنېدو لپاره اقتصادي مرستې وکړي او واشنګټن ته یې خبرداری ورکړ چې د تورونو لوبه به د ترهګرو په ګټه تمه شي.دا په داسې حال کې ده چې په واشنګټن کې د پاکستان حکومت سفیر اعزاز احمد چودهري وایي اسلام اباد غواړي د حقاني شبکې او طالبانو مشرتابه له افغان کډوالو سره یوځای افغانستان ته ستانه شي.نوموړی د بي بي سي له اردو څانګې سره د مرکې پر مهال وویل، چې اسلام اباد تمه نه لري چې د  طالبانو او د حقاني شبکې غړي له پاکستان سره واوسي.هغه زیاته کړه، چې اسلام اباد غواړي دغه د طالبانو اوحقاني شبکې مشرتابه افغانستان ته ستانه شي او په خپل هېواد کې په اصلي سیاسي بهیر کې ورګډ شي. ]]> سياسي، پوځي Sat, 20 Jan 2018 10:19:11 GMT http://avapress.com/vdch6-nz-23nm-d.yjt2.html په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر سر د امریکا او پاکستان لفظي شخړې http://avapress.com/vdcftvdyew6dtva.,ziw.html د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې تېره ورځ پاکستاني او امریکایي چارواکو د ترهګرو امن ځایونو په خاطر پر یو بل تند نیوکې وکړې.د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مرستیال جان سولیوان په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، که پاکستان له ترهګرو ډلو سره خپل همکاريو ته دوام ورکړي او هغوي ته یې امن ځایونه ورکړي نو د امریکا متحده ایالاتو حکومت نشي کولی له دغه هېواد سره خپل همکاريو ته دوام ورکړي.نوموړی ټینګار وکړ، چې اسلام اباد باید دغه کار ته د پای ټکې کیږدي او د افغان جګړې د پای په موخه په روانو هلو ځول کې یوه رغنده ونډه واخلي.خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودي وایي، په کار ده چې افغان حکومت او د افغانستان متحدین په افغانستان کې موجود وني ستونزو او کړکیچو ته پام وکړي د دې پر ځای چې خپل مسئولیتونه پر نورو واچوي.اغلي لودي وایي، هغه کسان چې په دې باور دي چې د ترهګرو امن ځایونه د افغانستان په بهر کې میشت دي، هغوي په خپلو نظریاتو کې بیا کتنې ته اړتیا لري.دا په داسې حال کې ده چې افغان او امریکایي چارواکي تل ادعا کړي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالي د وسله والو طالبانو  او د حقاني شبکې له هغو امن ځایونو سره مستقیم تړاو لري چې د پاکستان په مهمو ښارونو کې میشت دي.د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونی د سولې په اړه د مدني ټولنو، ځوانانو او د ښځو په ملي مشورتي کنفرانس کې د وینا پر مهال او له غیرو مسوولو او غیر قانوني وسله والو ډلو سره د ملاتړ په خاطر پاکستان ته سخت خبرداری ورکړ او ترهګرو ډلو ته  د لاسټوني مار وباله.ولسمشر غني وویل چې افغان حکومت او ولس پاکستان ته د سولې لپاره لاس وړاندې کوي او ټینګار یې وکړ چې له غیر قانوني وسله دلو سره ملاتړ د لاسټوني مار څخه د ملاتړ په شان دی. ]]> سياسي، پوځي Sat, 20 Jan 2018 05:59:22 GMT http://avapress.com/vdcftvdyew6dtva.,ziw.html کورنیو چارو وزارت: پر انټر کانټیننټل هوټل برید حقاني شبکې کړی http://avapress.com/vdcc0eqs02bqpm8.5ja2.html د وسله والو یوې ډلې تیر ماښام شاوخوا نهه بجې کابل کې پر انټرکانټیننټل هوټل برید وکړ.برید هغه مهال وشو چې دغه هوټل کې د مخابراتو وزارت له خپلو سیمه ییزو رییسانو سره ناسته جوړه کړې وه.په پيښه کې د فراه ولایت د مخابراتو رییس هم وژل شوی دی.د کورنیو چارو وزارت وایي دې پيښه کې د یوه بهرني کس په ګډون پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي، چې دوه یې ملکیان او څلور یې سرتیري دي.د کورنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي چې د پولیسو ځانګړو قطعاتو له پیښې وروسته سیمې ته ورغلي چې په عملیاتو کې يې ۱۶۰ کسان چې ۴۱ تنه یې بهرنیان دي، ژغورلي دي.بله خوا د عامې روغتیا وزارت وایي یو مړی او یوولس ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.د مخابراتو او عمومي ټکنالوژي رییس شهزاد ګل اریوبي هم منلي چې دې پيښه کې د فراه ولایت د مخابراتو رییس جمال الدین پاچاخیل وژل شوی او د دغه وزارت درې نور کار کوونکي ټپيان شوي د. ]]> سياسي، پوځي Sun, 21 Jan 2018 07:24:21 GMT http://avapress.com/vdcc0eqs02bqpm8.5ja2.html هلمند ولایت ۲۷ تنه وسله والو طالبانو وژل شوی دی http://avapress.com/vdcjvmevxuqeiaz.b,fu.html د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د دفاع وزارت له اعلامیې سره سم د ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو د کشفي او استخباراتي معلوماتو پر اساس د طالبانو له دوو جلا زندانونو څخه د ملي اردو او ملي پولیسو ۶۷ غړي راخوشي کړل. د یاد وزارت په وینا ژغورل شوي کسان اروزګان او کندهار ولایتونو ته وړل شوي دي. د اروزګان ولایت امنیتي چارواکي سرګندوی، چې په باغران کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي او شاوخوا ۲ سوه نور ژوندي نیول شوي دي. بلخوا د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې افغان او بهرنیو ځواکونو وړمه شپه د باغران ولسوالۍ پر عامو خلکو چاپه اچولې او ۵۳ تنه یې له ځان سره بېولي دي. دوی ویلی، چې افغان امنیتی چارواکی او امریکايي پوځیانو، چې په ۱۱ څرخکو کې باغران ولسوالی ته ورغلي وو، دوکانونو او کورونو ته یې زیان اړولی، ۳ تنه یې وژلي او د عامو خلکو شتمنۍ یې غلا کړي دي. ]]> سياسي، پوځي Sat, 20 Jan 2018 18:29:26 GMT http://avapress.com/vdcjvmevxuqeiaz.b,fu.html د ملگرو ملتونو سرمنشي: د ترهگرۍ ضد مبارزه یواځې د افغانستان مسؤلیت نه دی http://avapress.com/vdcbs0b8frhbs0p.q3ur.html د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیریش وایي د افغانستان حکومت د ترهگرو او سخت دریځو ډلو پر وړاندې په مبارزه کې د پام وړ رول درلودلی دی، خو ټینگار یې وکړ چې ددې ډلو پر وړاندې مبارزه یواځې د افغان حکومت مسؤلیت نه دی. ښاغلي گوتیریش د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې "په افغانستان او مرکزي اسیا کې سیمه ییز مشارکت د امنیت د ټینگیدو او پرمختیا د نمونې په توگه" عنوان لاندې جوړه شوې وویل چې ترهگرې ډلې حتی د افغانستان په شمال کې فعالیتونه کوي چې دغه ډول وضعیت د مرکزي اسیا هیوادونو ته گواښونه پیدا کړي. ښاغلي گوتیریش زیاته کړه "د افغانستان حکومت د سخت دریځو، ترهگرو او د نړیوالو سازمان شویو جرایمو په وړاندې مبارزه کوي او دا ډول مبارزه په ټولې سیمې او نړۍ باندې اثر اچوي. خو دغه ډول گواښونو ته ځواب یواځې د افغانستان د حکومت مسؤلیت نه دی؛ د ترهگرۍ پر ضد موثره مبارزه څو اړخیزه سیمه ییزه همکارۍ ایجابوي." د ملگرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان امنیتي وضعیت "نازک" وگاڼه او وویل چې په دې هیواد کې د ناامنیو زیاتیدل ددې سبب شوي چې په افغانستان د ترهگرو او سخت دریځو ډلو فعالیتونه زیات شي. ښاغلي گوتریش همداشان ټینگار وکړ چې په افغانستان او سیمه کې به ستونزې هغه وخت حل شي چې مشکل عوامل له منځه لاړ شي. د ملگرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه "یواځې هغو ریښو ته په ځواب ویلو سره چې د کړکیچ سبب شويلکه د نابرابریو، {د نورو} د منزوي کولو او توپیر په گډون عواملو په وړاندې په مبارزې سره کولای شو سوله ییزې ټولنې رامنځ ته کړو چې د تاوتریخوالې ډک افراطیت او ترهگرۍ پر ضد مقاومت وکړای شي". ]]> سياسي، پوځي Sat, 20 Jan 2018 05:01:44 GMT http://avapress.com/vdcbs0b8frhbs0p.q3ur.html ګردېز ښار کې چاودنې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله http://avapress.com/vdceop8zwjh8npi.r6bj.html د افغانستان په سویل ختیځ پکتیا ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي په مرکز ګردېز ښار پر یوه ملکي موټر چاودنه شوې چې له امله یې یوه ملکي وګړي وژل شوی او یو بل ټپي دی.چارواکي زیاتوي، چې پیښه نن سهار شاوخواه لس بجې د ګردېز ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.د پکتیا ولایت د والي ویاند عبدالله حسرت تائید کړه چې پیښه د ګردېز ښار په دوهمې امنیتي حوزه کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې.نوموړې زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې د کار او ټولنیز ریاست یوه کارکوونکی وژل شوی او یو بل کس ټپي دی.تر اوسه کوم چا یا ډله د پیښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.پکتیا د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له نسبتاً ناامنه او د طالبانو او حقاني شبکې د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.دا په داسې حال کې ده چې کابو درې میاشتې مخکې د دوو پر له پسې چاودنې له امله ګڼ شمېر کسان وژل شوي وو. ]]> سياسي، پوځي Sat, 20 Jan 2018 10:55:37 GMT http://avapress.com/vdceop8zwjh8npi.r6bj.html د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر بلخ ته رسېدلى دى http://avapress.com/vdcamin6649nm01.hxk4.html د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ولسي جرګې له ځينو وکيلانو سره د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور پر برخليک د بحث لپاره بلخ ته رسېدلى دى. په دغه ډله کې د جمعيت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا ځينې غړي هم شامل دي.د بلخ د ولايتي شورا رئيس افضل حديد تېر ماښام ازادي راډيو ته وويل، دغه هيئت د بلخ له ولايته د عطا محمد نور پر لېرې کېدو يا هم پاتې کېدو بحث پيل کړى دى.هغه وويل چې دغه هيئت به د افغان حکومت او د بلخ د پخواني والي ترمنځ پر روانه لانجه خبرې وکړي.د کابل لپاره د امريکا نوي سفير جان باس تېره پنجشنبه په کابل کې خبريالانو ته وويل، د بلخ والي دې واک په سوله‎ييز ډول انتقال کړي او په ټولنه کې اضافي تاوتريخوالي ته اړتيا نه‎شته. ]]> سياسي، پوځي Sun, 21 Jan 2018 08:34:03 GMT http://avapress.com/vdcamin6649nm01.hxk4.html د کابل برید په غبرګون کې د ترهګرو ملاتړو پر ضد له امنیت شورا د ولسمشر غني غوښتنه http://avapress.com/vdciwqaz3t1awy2.k6ct.html افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پلازمېنه کبل ښار د انتر کانتیننتال هوټل پر وداني د وسله والو ډلییز برید په غبرګون کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښت ترڅو د ترهګرو ملاتړو پر وړاندې ګامونه پورته کړي.ارګ ماڼي د ولسمشر غني په حواله په یوه بیان کې لیکلي، چې  د افغانستان دولت او د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په دې وروسیتو کې په کابل کې په کتنواو د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په فوق العاده ناسته کې د تروریستي ډلوپر ملاتړود فشارونو پر زیاتولو  اجماع ته ورسېدل.ولسمشر غني زیاته کړه، چې پر کابل انټرکانټیننټل هوټل  او نورو تروریستي بریدونو ته په کتو باید د یادې اجماع په رڼا کې  د تروریزم پر ضد له تفکیک پرته ګډه او جدي مبارزه تونده کړو.هغه وویل، چې د تروریستي بریدونوپېچلتیا ته په کتو د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوي سره په خپلو خبرو کې یوځل بیا د تروریزم پر ملاتړو د فشارونو پر زیاتولو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، تر څو چې تروریستي ډلې له ملاتړ او خوندي پټنځایونو برخمن وي، نو د سیمې خلک به امنیت، ثبات او سوکالۍ ته لاسرسی ونه لري.په کابل کې د انتر کانتیننتال هوټل برید په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی او یاد ډله ادعا کوي چې په دغه برید کې د بهرنیانو په ګډون ګڼ شمېر کسان وژل شوي. ]]> سياسي، پوځي Sun, 21 Jan 2018 09:56:11 GMT http://avapress.com/vdciwqaz3t1awy2.k6ct.html سوریه؛ د تروریزم ماتې څخه د ترکیی تر تیري پوری http://avapress.com/vdcenp8znjh8nfi.r6bj.html د ترکیه دفاع وزیر سوریه مرز ته د عفرین ښار باندی د برید طرحه اجرا کیدو څخه خبر ورکړی دی او کرد ځواکونه په دی ښار کې ویلی دی چی ترکیه د ښار اطراف سیمی ګلوله باران کړی دی. جمعه ورځ، ۲۹ جدی، نورالدین جانیکلی؛ د ترکیه دفاع وزیر، اعلان کړ چی د سوریه شمال کې د عفرین پر ښار باندی مخکې تر مخکې طراحی سوی عملیات اجرا کړل شو. هغه وویل چی ددی عملیات اصلی مقصد په دی ښار کې د خلق ملاتړ ځواکونو نابودی دی. د ترکیی دولت وایی چی دا د پکک-کرد کارګردان ګوند پوری تړلی ډله د کرد یو جدایی غوښتونکې ډله ده چی ترکیه دولت هغه تروریستی سازمان بولی. مخکی، د ترکیه دولت اخطار ورکړی وو چی د کرد مسلح شبه نظامیانو حضور خپل مرزونو تر څنګ نه شی زغملای او امریکا ته د یولوی ځواکیز ډلی جوړیدو د خپل مرزونو ترڅنګ اخطار ورکړی وو. سیمه ایز مسایلو کارپوهان وایی چی ترکیه مستقیم داخلیدل و سوریی ته، په سوریه کې بل بحران رامنځته کړه او په هغه صورت کې چی دا حرکتونه د سوریه دولت اخطارونو سربیره ادامه پیدا کړی، بیله شکه د وضعیت د پیچلتیا لامل به شی. د څیړونکو په باور، خپل ملاتړ لاندی تروریستانو ماتې په لړ کې، په دی اقدام سره په دی هڅه کې دی ترڅو خپل نقش ته د سوریه په سیاسی برخه کې ډیر او پررنګه کړی. د پوهانو په باور، د ترکیه مستقیم داخلیدل په سوریه کې د جنګ ډګر ته په دی معنی ی چی انقره همغسی چی وړاندوینه کیده، قصد لری د سوریه په راتلونکې کې فعال نقش ولری. ددی فعال نقش څخه مقصد د کارپوهانو په باور، دادی چی ترکیه د بین المللی او سیمه ایز هر ډول لویو قدرتونو په منځ توافق کې چی د سوریه راتلونکې په اړه صورت نیسی، بی نقشه پاته نه شی؛ دا بالخصوص چی ترکیه د سوریه په اړه د امریکا سره د کردانو څخه ملاتړ لپاره او روسیه او ایران سره د دمشق حکومت ته نږدیتوب لپاره، ژور اختلاف نظر لری او له بل لوری، د ترکیه ملاتړ لاندی تروریستی ځواکونو په ماتې سره، په ډګریز جنګ کې هم خپل نفوذ لاندی سیمی له لاسه ورکړی دی، د انقره لپاره د لوړ ارزښت لرونکې دی او یو جدی دغدغه باندی بدل شوی دی. دا په داسی حال کې دی چی د ناظرانو په باور، د ترکیه دا اقدام د خطر څخه هم خالی نه دی او دا هغه څه دی چی د سوریه دولت مکرر او سخت غبرګون څخه د ترکیه ددی اقدام په وړاندی معلومیږی. که څه هم ځینی ناظران په دی باور دی چی په قوی احتمال سره، د ترکیه نظامی دخالت د سوریه په چارو کې که پوره توافق سره نه وی خو د روسیی په شان مخکنیو قدرتونو پوهی او هماهنګی سره به ترسره شوی وی؛ خو حتی که دا احتمال هم صحیح وی، دا کار نه شی کیدلای چی د ترکیه نظامی دخالت وروسته په ترکیه کې د بحران مخه ونیسی. په دی اړه بل مساله، د سوریه په وړاندی ترکیه یو اړخیزه اقدام پراختیا په نسبت عرب رژیمونو منفی تګلاره ده. که څه هم عربی رژیمونو رسمی دستګاوی تراوسه په دی اړه علنی موضع نیولو څخه ډډه کړی دی؛ خو مخکې له دی، سعوید سلطنتی خاندان ته نږدی رسنۍ، د مطالبو په خپرولو سره ددی اقدام په وړاندی منفی غبرګون ښودلی دی. دا منفی غبرګون ډیر ددی لپاره صورت نیسی چی سعودی عربستان نقش چی د کلونو راهیسی په سوریه کې د تروریستی او تکفیری ډلو باندی لوی سرمایه ګذاری کړی وو ترڅو سوریه دولت ساقط کړی او وهابی هملاری بنیادګرا رژیم پر کار کړی، د سوریه په راتلونکې کې د روسیه، امریکا، ایران او ترکیه په حضور سره به نادیده ونیول شی. په دی حساب سره، دا اندیښه شتون لری چی سعودی رژیم او همپیمانه یی د تروریستی او تکفیری ډلو پیاوړۍ کولو سره د ترکیه ملاتړ لاندی تروریستی ډلو په وړاندی له یو لوری او دمشق دولت او ملاتړ کوونکو ځواکونو له بل لوری، په سوریه کې د تاوتریخوالی څپی رامنځته کړی او په دی صورت، په سوریه کې د حل لاری پیدا کول د بحران لپاره، نور به هم پیچلی شی. بنا پردی، د ترکیه چنګ د سوریه په ځمکه کې د امریکا ملاتړ لاندی شبه نظامیانو په وړاندی، مخکې له دی چی تروریستی ضد جنګ وی د خارجی هیواد له لوری، د څو متخاصم او رقیب قدرتونو ترمنځ جنګ دی د سوریه سیاسی راتلونکې لپاره چی یو نقش ولری. ]]> سياسي، پوځي Sun, 21 Jan 2018 09:16:10 GMT http://avapress.com/vdcenp8znjh8nfi.r6bj.html افغانستان؛ فساد، تروریزم او پراختیا http://avapress.com/vdcftvdyvw6dtea.,ziw.html د افغانستان دولت د سازمان ملل امنیت شورا ګزارش په وړاندی په غبرګون سره چی په نیویارک کې د آسیایی هیوادونو او افغانستان وضعیت لپاره رامنځته شو، ویلی دی چی دا ناسته شکاره کړه چی ګډون کوونکې هیوادونه افغانستان یو سیمه ایز تعامل مرکز بولی نه تقابل مرکز. هارون چخانسوری؛ د افغانستان ولسمریز ماڼۍ دفتر مشر معاون وویل چی افغانستان غواړی چی د سیمی او خپل هیواد خلګو په ژوند کې مثبت بدلون راولی. هغه وویل چی افغانستان خپل سیاسی اهدافو ته چی په سیمه کې درلود، رسیدلی دی او ډیر ژیر اقتصادی لوی طرحی اجرایی کیږی چی ټول یی د افغانستان نظریی شکاره کوونکی دی. تیره شپه، د سازمان ملل عمومی مدیر په نیویارک کې سیمه ایز ناسته کې چی د افغانستان په اړه رامنځته شوی وو، سیمه ایز مشارکت او افغانستان او منځنۍ آسیا هیوادونو ترمنځ همکاری د اړیکو رامنځته کولو نمونه او پراختیا نمونه یا مثال وباله. آنتونیو ګوترش، سیمه ایز همکاریو باندی ټینګار وکړ او وویل چی تروریزم او افراط ګرایی سره مبارزه بین المللی مسؤولیت دی او افغانستان په دی برخه کې سیمه ایز او نړۍ نورو سیمو هیوادونو مرستو ته اړتیا لری. په همدی حال کې، اقتصادی مسایلو ډیر کارپوهان هم د افغانستان دولت سره هم باوره دی چی افغانستان د سیمی تعامل لپاره مرکزی او آسیا تجاری او اقتصادی څلور لاری باندی بدلیدو پتانسیل لری او شاید همدا لامل وی چی د نړي پر قدرت هیوادونو توجه افغانستان ته رااړولی وی. د مثال په توګه، چین د همدی استثنایی او استراتژیک ظرفیت ته په کتو سره په افغانستان کې دی چی کابل سره تجاری او اقتصادی اړیکو پراختیا او سرمایه ګذاری ته تمایل ښیی. خو دا په یواځیتوب سره کافی نه دی. سیمه ایز اقتصادی څلور لاری باندی بدلیدل، هغه هیله نه ده چی په آسانۍ سره محقق شی. ددی خوب تحقق، د ځینو حقیقتونو بدلون ته اړتیا لری چی بیله هغو، دداسی طرحی عملیاتی کیدنه غیری ممکن دی. باید د یاده ونه باسو چی افغانستان په عینی حال کې د استراتژیک موقعیت څخه د ترانزیت او تجارت لپاره برخمن دی، په همغه اندازه قدرتمنده رقیبان هم لری چی د ځینو وسیلو په ګټه اخیستلو سره هڅه کوی دا استعداد ته رسیدو مخه ونیسی. په دی اړه، اقتصادی مسایلو ځینی پوهان وایی چی د افغانستان یو اصلی دشمنانو څخه، پاکستان دی. پاکستان تراوسه د یو قدرتمنده سیاسی اداره شکل نه نیولو له امله، افغانستان اقتصدی او تجاری اړیکو انحصار تر کنترول لاندی نیولی دی. پاکستان حتی ددی تمایل نه درلود چی د چابهار بندر، د کراچی او ګوادر بندرونو ځای ونیسی. همداسی نظر هم د ابریشم تاریخی لاری او منځنۍ آسیا جمهوریتونو سره ترانزیتی او تجاری اړیکو پراختیا په اړه هم شتون لری. بنابرپری، د څیړونکو په باور، یاد حقیقتونه هم د نظر څخه نه سو لیری ساتلای. خو دا کار، ډیر مهم مخکې اړتیا وو ته ضرورت لری چی تامین لپاره یی، بنیادی او لوړمدته برنامه ریزیو ته اړتیا شته. ددی کار لمړۍ شرط، د امنیت تامین دی. افغانستان کولای سی د روسیه او چین او ایران او هند او همدارنګه منځنۍ آسیا جمهوریتونو څخه چی غواړی د افغانستان اقتصادی راتلونکې کې سهم ولری، په دی برخه کې مرسته واخلی او ددی کار تحقق لمړۍ اړتیا داخلی امنیت ځواکونو اساسی امکاناتو او اړتیاوو تامین دی؛ نه خارجی ځواکونو ته په اتکا سره چی زموږ هیواد کې اقتصادی پراختیا او امنیت تامین په مقصد حضور نه لری او په همدی دلیل، هیڅ وخت په دی اړه، مسؤولیت احساس هم نه کوی. دوهم شرط، د فساد سره مبارزه دی. افغانستان دولت، لکه څنګه چی وعده ورکړی دی باید وکولای سی یو شفاف، ځواب ویونکې او اقتصادی قانونمند سیستم رامنځته کړی چی په اساس یی، فساد خپل آخری حد ته کشته شی او له دی لاری څخه، هم لوی پروژی چی قرار دی د نړۍ اقتصادی قدرتونو او سیمه ایز قدرتونو ته کښیښودل شی د افغانستان ملی ګټو په لاره کې تعریف شی او هم ددی اقداماتو څخه لاسته راغلی درآمد د افغانستان ملی اقتصاد زیرساخت بیا ژوندی کولو او پرمختګ او پراختیا لپاره ولګول شی او د چپاول او اختلاس څخه لیری پاته شی. دریم شرط هم یو سیاسی پایدار، قدرتمند، دموکراتیک، ملی، ځوابګویه او قانونمنده ساختار رامنځته کول دی؛ هغه څه چی سرمایه ګذار شرکتونو او هیوادونو لپاره دا باور ورکوی چی په افغانستان کې څو کلن اقتصادی پراختیایی سرمایه ګذاری هغوی سرمایه ته ګواښ نه دی. دا کار، ملی وحدت دولت کې دواړه شریک لورو صادقانه همکاری پوری تړلی دی چی قرار دی په اساسی قانون کې د نظام ساختار، صلاحیتونوویښ او هم ټاکنیز سازوکار او هم نظام ویښ لپاره منځته راشی؛ بیله هغه، سیاسی بی ثباتی او راتلونکی ته بی اعتمادی، د سرمایه تیښتی لامل به شی. ]]> سياسي، پوځي Sun, 21 Jan 2018 09:19:36 GMT http://avapress.com/vdcftvdyvw6dtea.,ziw.html