(افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک اقتصادی :: پوره نسخه http://avapress.com/Economic Thu, 18 Jan 2018 11:36:39 GMT http://avapress.com/skins/default/ps/{CURRENT_THEME}/ch01_newsfeed_logo.gif دصدای افغان(آوا)داژانس په وسیله تیار شوی. http://avapress.com/ 100 70 ps ټول حقونه خوندي دي او له مطالبو څخه ګټه اخیستنه، دسرچینې(منبع)به یادونې سره څه خنډ نه لري. Thu, 18 Jan 2018 11:36:39 GMT اقتصادی 60 یوناما د افغانستان د نوې ملي بودیجې د تصویب هرکلی کوي http://avapress.com/vdcefp8znjh8nni.r6bj.html په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندیه پلاوی (یوناما) د چهارشنبه په ورځ د ولسې جرګې له لوريد افغانستان د کلنۍ بودیجې د تصویب هرکلی کوي، کوم چې دې هیواد ته زمینه برابروي تر څو خپلو لومړیتوبونو ته رسیدګي وکړي.د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر، تدامیچي یاماماتو وویل: ” د نوې بودیجې تصویب،چې د افغانستان دولت د نړیوالو معیارونو سره سمه تیاره کړې، د باثباته افغانستان لور ته د افغانستان یو بل ګام په ګوته کوي، چېپه هیواد کې د سولې یو مهم عنصر دی.“د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل چې، نوې بودیجه د افغانستان دولت د مقننه او اجراییه قواوو تر منځ د پراخې همکارۍ او همدارنګه له مدني ټولنې سره له مهمو بحثونو وروسته بشپړه شوې، کوم چې د هیواد د ځواب ورکولو او په خپل ځان بسیا کیدو د ژمنو ښکارندویي کوي چې په بیلابیلو نړیوالو کنفرانسونو لکه توکیو، لندن او بروکسل کې څرګندې شوي.لکه څرنګه چې افغانستان د خپلو مالي اصلاحاتو په برخه کې مثبت، ریښتیني او واقعي هڅې تر سره کوي، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د ثبات، پراختیا او سولې په برخه کې د دې هیواد د ډیموکراتیکو نوښتونو ملاتړ ته ژمن دي ]]> اقتصادی Thu, 18 Jan 2018 06:43:55 GMT http://avapress.com/vdcefp8znjh8nni.r6bj.html د بلخ مامورینو ته به د حیرتانو له عوایدو امتیازات ورکړم- نور http://avapress.com/vdcjhmevyuqeitz.b,fu.html عطا محمد نور، چې ځان د بلخ برحاله والي ګڼي وايي؛ که یې کابل د اجراتو مخه ونیسي، د مامورینو معاشونه به د حیرتانو له عوایدو اجرا شي.عطا محمد نور په بلخ کې یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې ارګ ته د جمعیت لخوا د سپارل شوي سند عملي کیدل غواړي.ده وویل، چې د ارګ او جمعیت تر منځ د سپارل شویو سپارښتنو د هوکړې تر وخته پورې د بلخ برحاله والي دی او هیڅوک یې مخه نه شي نیولی.د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې عطا محمد نور له دندې ګوښه شوی او اجرات یې قانوني ندي.نور د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته خبرداری ورکوي، چې په لویو سیاسي مسایلو کې دې نه غږیږي.شاوخوا یوه میاشت مخکې ولسمشر د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور استعفا لاسلیک کړه او انجنیر داوود یې د بلخ د نوي والي په توګه وټاکه؛ خو ښاغلی داوود تر اوسه په کابل کې دی. حکومتي سرچینې که څه هم د انجنیر داوود د معرفي کیدو مشخصه نېټه نه اعلانوي؛ خو له یوې میاشتې راهیسې وايي، چې د ناندیو له پای ته رسیدو سره سم به نوی والي معرفي شي. ]]> اقتصادی Mon, 15 Jan 2018 05:33:52 GMT http://avapress.com/vdcjhmevyuqeitz.b,fu.html په هرات کې د زعفرانو د پروسس ۶ مرکزونه معیاري شول http://avapress.com/vdci5qaz5t1awp2.k6ct.html په هرات کې د زعفرانو د پروسس شپږ مرکزونه په معیاري تجهیزاتو سبمال شول.د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالصبور رحماني ته وویل، د دغو مرکزونو د تجهیزاتو ارزښت څلورنیم میلیونه افغانۍ دی چې لګښت یې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ورکړل شوی دی.ښاغلی رحماني وايي، د هرات زعفران به تر دې وروسته د لابراتوارونو او معیاري تجهیزات په درلودلو سره، په نړیوالو معیارونو برابر بهرنیو بازارونو ته ولېږل شي. ]]> اقتصادی Sun, 14 Jan 2018 08:16:35 GMT http://avapress.com/vdci5qaz5t1awp2.k6ct.html ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲،۳ میلیارد افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل http://avapress.com/vdceep8zxjh8n7i.r6bj.html دافغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د ۲،۳ میلیارد افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور شول چې لاندې پروژې پکې شاملې دي: – له دوشي څخه تر بامیان پورې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا لین د وېش شبکې قرارداد چې په مشروط ډول منظور شوه؛ – د مبایل له لارې د معاشونو د ورکړې پروژه؛ – د هرات ولایت د دوا کیفیت لابراتوار او روغتیایي محصولاتو د ودانۍ جوړول؛ – د ملي امنیت عمومي ریاست د مرکزي ادارو او نظامي قطعاتو د اړتیا وړ تېلو تدارک؛ – او د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز ریاست لپاره د PBX او CISCOټلیفونونو د سیستم چمتو کول. پر دې سربېره ملي تدارکاتو کمېسیون تر ۱۵٪ پورې د سالنګونو د ساتنې اړتیا وړ د دوه قلمه تېلو د قرارداد تعدیل تائید کړ. همدارنګه د کابل ـ لوګر سرک د ۷ کیلومتر جوړولو قرارداد هم وارزول شو، خو ملي تدارکاتو کمېسیون تائید نه کړ او پرېکړه وشوه چې یاده پروژه فواید عامې وزارت ته انتقال او تدارکاتي پروسه یې د همغه وزارت له لارې بشپړه شي ملي تدارکاتو کمېسیون همداراز له دوشي څخه تر بامیان پورې د برېښنا شبکې دوه نورې برخې د بیې د چنې، د شرکتونو د ترلاسه شویو اسنادو د ډاډ او د پروژې د تمویلونکې ( د اسیا پراختیایي بانک) د اعتراض دنه اخیستو په خاطر بېرته ور وګرځولې. ملي تدارکاتو کمېسیون مالیې وزارت مکلف کړ چې په دې اړه د پروژې تمویلونکو سره اړیکه ونیسي او تر یوې اونۍ پورې د پایلو په اړه کمېسیون ته راپور ورکړي. په دې غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزي پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون، د ولسي جرګې د مالي او د بودجې کمېسیون، د افغانستان د څار بنسټ، د سیګار او غوڅ ملاتړ سیستیکا ادارو ملي او بین المللي څارونکوهم حضور درلود. ]]> اقتصادی Mon, 08 Jan 2018 11:08:34 GMT http://avapress.com/vdceep8zxjh8n7i.r6bj.html د خان سټیل د اوسپنې د ویلې کولو فابریکه د ولسمشر غني له خوا پرانیستل شو http://avapress.com/vdcbasb85rhbs9p.q3ur.html د خان سټیل په نوم د اوسپنې د ویلې کولو یوه خصوصي نن په کابل ولایت کې د ولسمشر غني له خوا رسماً پرانیستل شو.د فابریکې رئیس خان محمد وردک وویل، چې د خان سټیل په فابریکه کې به د اوسپنې د ویلې کولو لپاره ټول نړیوال معیارونه په پام کې نیول شوي دي.نوموړی زیاته کړه، چې د خان سټیل فابریکې د فعالیت له پيلیدو سره به په ساختماني برخه کې د هېواد ۳۰ فیصده اړتیاوې پوره کړي.په همدې کې ولسمشر غني د فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، چې د فولادو تولید سږ کال څه دپاسه ۲۲۰ زره ټنو ته رسیدلی چې د شپږو فابریکو له خوا تولید شوي.هغه وویل « د خان سټیل ټولو کارکونکو او د افغانستان د صنایعو خوني څخه مننه وکړم چې ښه پیل مو کړی او ښه پای به هم ولري. په دې لارې کې نه یواځې ملي حرکت مو کړی بلکې لوی اسلامی وجیبه مو ترسره کړی.»ولسمشر غني زیاته کړه، چې  دولت ژمنه کوي چې په دوو هفتو کې به مو ملي دفاع وزارت سره په ګډه ستونزه حل شي پانګوال دې یوځای شي چې د افغانستان د اوسپنې معدن ته په اساسي توګه انکشاف ورکړو. ]]> اقتصادی Sat, 06 Jan 2018 10:18:22 GMT http://avapress.com/vdcbasb85rhbs9p.q3ur.html میدان وردګ او غزنی ولایتونو له برښنا ۶۰ زره کورنې برخمنې شي http://avapress.com/vdcfxtdyxw6dt1a.,ziw.html د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، افغان ولسمشر نن ورځ د یاد پروژي د ګتي اخیستي په مراسمو کې وویل، چې یاد ولایتونو ته د برښنا د پروژې له انتقال سره به په میدان وردګ او غزنی ولایتونو کې زرګونه کورنۍ له برښنا برخه‌مندې شي.محمد اشرف غنی زیاتیوی، هیواد اوس د سیمې د هېوادونو ترمنځ د برښنا د ټرانزیت په مرکز د بدلېدو په حال کې دی.د میدان ورک ولایت د سید اباد ولسوالۍ له لارې د ۱۱۰ کیلومټرو په اږوږدوالي د ۲۲۰ کلیو ولټه برېښنا د مزي چارې څو ځله د ناامنیو له امله وځنډې او څو ځله هم دغه مزی پری شوی خو بلاخره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.د دې پروژې پرانستلو سره به په وردګو او غزني ښار کې له برېښنا شاوخوا ۶۰ زره کورنۍ برخمنې شي.په ځان بسیاینه، له کورنیو منابعو ګټه اخیستل، له برښنا څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د ولایتونو ترمنځ تعادل، د برښنا د بیو کموالی، د برښنايي پروژو د امنیت تأمين، اداري اصلاحات او د فساد له‌منځه وړل هغه هڅې دي چې افغان ولسمشر پرې ټینګار کوي.د یاد پروژو په پایله کې به د غزني او میدان اوسېدونکي له ازبکستانه له وارداتي برېښنا برخمن شي. ]]> اقتصادی Fri, 05 Jan 2018 02:11:57 GMT http://avapress.com/vdcfxtdyxw6dt1a.,ziw.html د کندهار هوايي ډګر څخه ۴۰ ټنه وچه مېوه هندوستان ته ولېږدول شوه http://avapress.com/vdcf0tdy1w6dtca.,ziw.html  د کندهار نړیوال هوایي ډګر څخه ۴۰ ټنه وچه میوه هندوستان هیواد ته ولیږدول شوه.د کندهار چارواکي وايي، چې په یاده لیږدول شوې مېوه کې ۳۰ ټنه کشمش او ۱۰ ټنه تور وڅکي شامل وو.د هند او افغانستان تر منځ د هوايي دهلېز تر پرانیستلو وروسته دا د کارګو پنځم پرواز دی، چې د کندهار له نړیوال هوايي ډګر څخه هندوستان ته ترسره کیږي. ]]> اقتصادی Wed, 03 Jan 2018 07:16:59 GMT http://avapress.com/vdcf0tdy1w6dtca.,ziw.html د افغانستان بانک څه کم څلور میلیارډه زړې افغانۍ سوزولي http://avapress.com/vdcj8ievtuqeioz.b,fu.html د افغانستان بانک چارواکي وایي ۳ میلیارډه ۶۰۲ میلیونه ۲۵۰ زره زاړه افغانۍ بانک نوټونه یې سوزولي دي.دا بانکنوټونه د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، د عدلیې وزارت، د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د استازو په شتون کې سوزول شوي دی.د افغانستان بانک دوسم مرستیال محمد قسیم رحیمي له خلکو غوښتي، څو په پېر او پلور کې د افغانۍ پیسو د کارولو ترڅنګ د هغو په سمه ساتنه کې هم له هیڅ ډول کوښښ څخهډډه ونه کړي.ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې که څه هم افغاني بانکنوټونه په لوړ کیفیت چاپ شوي، خو په ورځنیو چارو کې له دغو پیسو څخه د خلکو د ناسمې ساتنې او کارونې له امله ژر زړیږي.د یادونې وړ ده چې دا د افغانستان بانک یوه عادي لړۍ ده چې زاړه او مندرس بانکنوټونه د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د ټاکل شوي پلاوي پر وړاندې سوځول کیږي څو په بازار کې زړې او له کاره لویدلې پیسې په مالي معاملاتو کې ستونزه رامنځته نه کړي. ]]> اقتصادی Wed, 03 Jan 2018 06:54:22 GMT http://avapress.com/vdcj8ievtuqeioz.b,fu.html چارواکي: د افغانستان صادرات ۷۲۳ میلیون ډالرو ته رسېدليچارواکي: د افغانستان صادرات ۷۲۳ میلیون ډالرو ته رسېدلي http://avapress.com/vdcfjtdycw6dtea.,ziw.html د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي په روان ۱۳۹۶ مالي کال کې د افغانستان په عوایدو او صادراتو کې د ډیروالي خبر ورکوي.د چارواکو په وینا، په ۱۳۹۶ مالي کال کې د افغانستان صادرات ۷۲۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دوه کاله وړاندې دا اندازه ۵۸۰ میلیونه ډالره وه. همدارنګه د ۱۳۹۶ مالي کال د ملي عوایدو کچه ۱۷۰میلیارده افغانیو ته رسېدلې، چې د دوو مخکنیو کلونو په پرتله ۷۰ میلیارده افغانۍ زیاتوالي ښیي.اجمل عبدالرحیم زي، د مالیې وزارت د عامه اړیکو رییس او ویاند، چې د دوشنبې په ورځ د روان کال د مرغومي په ۱۱مه نېټه یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د اقتصاد د عالي شورا د ناستې پایلې بیانولې، زیاته کړه: په ۱۳۹۶ مالي کال کې د هیواد اقتصاد ۲.۶ سلنه وده کړې، چې دا شمېره د هیواد د راتلونکې اقتصادي ودې لپاره یو ښه خبر دی.عبدالرحیم زي همداراز وویل، چې د اقتصاد عالي شورا په نولسمه ناسته کې د مخابراتي محصول د راټولو د قانون د تعدیل په اړه د مخابراتو وزارت د طرحې، د تالک د منرال د زنځېري ارزښت څېړنه او د بغلان ولایت د سنګ کرکر او دودکش د ډبرو سکرو د کانونو او سمنټو فابریکو په اجاره ورکولو د قرارداد د رپوټ په اړه بحث او خبرې وشوې.د هغه په وینا د اقتصاد عالي شورا په ناسته کې د مخابراتي خدمتونو د محصول د قانون د یولسمې مادې د دوهمې فقرې او لسمې مادې د تعدیل په اړه پیشنهادي طرحه تایید او پرېکړه وشوه چې د قوانینو د کمېټې له لارې د قانوني پړاونو د بشپړولو په موخه دې د کابینې ناستې ته ولېږل شي.د اقتصاد عالي شورا په ناسته کې همداراز پرېکړه وشوه، چې د تالک منرال د استخراج او پروسس په موخه دې پانګه اچوونکي وهڅول شي او د هغوی اسنادونه دې تر ارزونې وروسته داوطلبۍ ته وړاندې کړل شي.ښاغلي عبدالرحیم زي همدا راز وویل، چې د صوتي او تصویري رسنیو د بانکي تضمین او د فعالیت د حق الامتیاز په برخه کې هم ۵۰ سلنه کموالی رامنځته شوی دی. ]]> اقتصادی Tue, 02 Jan 2018 05:21:15 GMT http://avapress.com/vdcfjtdycw6dtea.,ziw.html سږ کال اقتصادی رشد ۲.۶ سلنې ته ورسید http://avapress.com/vdchkmnzv23nmqd.yjt2.html د آوا په ګزارش سره، اجمل حمید عبدالرحیمزی ددی وزارت عامه اړیکو رییس نن په یو خبری ناسته کی، وویل: سږ کال د عوایدو سطحه په هیواد کی لوړ وو او همدارنګه د هیواد په بیلابیلو اقتصادی برخو کی اصلاحات رامنځته سوه.ښاغلی عبدالرحیم زی وایی، د صادراتو ګراف په ۲۰۱۷ کال کی لوړ میزان کی قرار درلود او اقتصادی رشد په سږ کال کی ۲.۶ سلنې ته رسیدله.هغه وایی چی ۱۶۹.۱ میلیارده افغانی د قوس میاشتی تر آخرو پوری د ملی عوایو په حیث راټول سوی چی د تیر کال په پرتله د ۱۶.۶ میلیارده افغانی زیاتیدنه ښیی.د مالیه وزارت ویاند وویل: زموږ صادراتو میزان په ۲۰۱۷ کال کې ۷۲۳ میلیون دالرو ته پراختیا کړی دا په داسی حال کی دی چی په هیواد کی د صادراتو میزان په ۲۰۱۵ کال کی ۵۸۰ میلیونو دالرو ته رسیدل.هغه همدارنګه وویل چی د مالیه وزارت تصامیمو په اساس بانکی تضمینوه او رادیو ګانو او تلویزیونونو فعالیتونو حق الامتیازونو کی ۵۰ سلنه کموالی راسی. ]]> اقتصادی Mon, 01 Jan 2018 18:49:49 GMT http://avapress.com/vdchkmnzv23nmqd.yjt2.html