(افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک فرهنگی هنری، علمی :: پوره نسخه http://avapress.com/Culture_art Mon, 18 Dec 2017 05:41:52 GMT http://avapress.com/skins/default/ps/{CURRENT_THEME}/ch01_newsfeed_logo.gif دصدای افغان(آوا)داژانس په وسیله تیار شوی. http://avapress.com/ 100 70 ps ټول حقونه خوندي دي او له مطالبو څخه ګټه اخیستنه، دسرچینې(منبع)به یادونې سره څه خنډ نه لري. Mon, 18 Dec 2017 05:41:52 GMT فرهنگی هنری، علمی 60 د امریکا، جاپان او روسیې ۳ فضانوردان فضا ته روان شول http://avapress.com/vdcci0qse2bqpo8.5ja2.html د امریکا، جاپان او روسیې ۳ فضانوردان نن یکشنبه د قزاقستان له فضایي ستیشن څخه فضا ته روان شول.  دغه درې واړه فضانوردان، چې د روسیې په سیوز فضایي راکت کې د نړیوالې فضایي اډې پر لوري لېږدول کېږي، شپږ میاشتې به په دغه فضایي اډه کې ماموریت سرته رسوي.  د دوی فضایي راکت به له دغې فضایي اډې سره، چې د ځمکې د مدار له پاسه په ۴۰۰ کیلومترۍ کې راڅرخي، نن ونښلي.  درې ورځې وړاندې یوې فضایي وسیلې له دغې اډې درې فضانوردان، روسي، امریکايي او ایټالوي ځمکې ته را ورسول. ]]> فرهنگی هنری، علمی Sun, 17 Dec 2017 12:32:21 GMT http://avapress.com/vdcci0qse2bqpo8.5ja2.html د بامیان د توریزم عواید دوه چنده شوي http://avapress.com/vdcdfo0fnyt0kj6.lb2y.html  د بامیان ولایت مقامات وایي د روان کال په اوږدو کې د سیاحت د صنعت له درکه ددې ولایت عواید د تیرې یوې نیمې لسیزې په پرتله زیات لوړ شوي دي.  د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست شمیرې ښیي چې د روان کال په ترڅ کې څه دپاسه ٣٥٠ زره داخلي او ٦٠٠ بهرنیي سیلانیان د بامیان ولایت ته تللي چې له درکه یې څه دپاسه ٥٢٥ میلیون افغاني عواید دې ولایت ترلاسه کړي دي.  د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست سرپرست سید احمد حسین احمد پور د امریکا غږ ته وویل "سږکال د داخلي او بهرنیو سیلانیانو شمیر دوه چنده زیات شوی و چې له دې درکه د بامیان ولایت دکاندارانو، هوټلونو، لاسي صنایعو لرونکو او په مجموعي توگه د بامیان خلکو ته ٥٢٥ میلیون افغانۍ گټه رسیدلې ده".  بامیان د سلگونو تاریخي ابداتو او طبیعي منظرو په لرلو سره د هیواد یو امن ولایت دی.  په تیر لمریز کال کې دې ولایت ته ١٥٠ زره داخلي سیلانیان او نژدې ٢٠٠ بهرني سیلانیان ورغلي وو، خو د سږکال شمیرې څه دپاسه دوه چنده زیاتې شوې دي.  د ایرلند د هیواد نه بامیان تللی یو سیلاني چې سمیت نومیږي وایي د نړۍ څه دپاسه ٥٠ هیوادونو ته یې سفر کړی دی خو بامیان تر ټولو ښکلی دی. دغه بهرنی سیلاني وایي چې ددې سیمې جاذبه بیسارې ده.  په دې وروستیو کلونو کې په بامیان کې پنځه عصري هوټلونه او په لسگونو رستورانونه د پانگه والو له خوا د سیلانیانو پلاره جوړ شوي دي. ددغو هوټلونو مالکان وایي سږکال یې د زرگونو داخلي سیلانیانو د ورتگ په خاطر په سلگونو زره افغانۍ عاید کړی دی.  د بامیان په بازار کې د صفا په نامه هوټل مدیر عباس انوري وایي "سږکال د سیلاینانو او مسافرو شمیر خورا زیات و او داسې ورځې وې چې مونږ د خونو له کموالي سره مخامخ وو او سل خونې مو هم درلودلی ورته مو مشتریان درلودل".  بامیان چې د افغانستان د مرکزي ولایتونو له جملې نه دی بند امیر یې په یکه ولنگ ولسوالۍ کې موقعیت لري چې په ملي او بین المللي کچه شهرت لري. ددې ولایت صلصال اوشهمامه نړیدلې مجسمې، شهرغلغله او په لسگونو تاریخي آبدې او طبیعي منظرې د سیلانیانو د جذبولو مهم ځایونه دي.  ددې ولایت په سلو کې ٨٠ وگړي په کرکیله مصروف دي، چې د کرهڼې او د کچالانو د تولید له لارې خپل ژوند پرمخ بیایي، خو د سیلانیتوب د صنعت چارواکي وایي کیدای شي د سیاحت له درکه دا ولایت یو ثابت عاید ترلاسه کړي چې د سیمې خلک به په خپلو پښو دوریږي او د دولت عواید به هم له دې درکه زیات شي. ]]> اقتصادی Sat, 16 Dec 2017 05:59:56 GMT http://avapress.com/vdcdfo0fnyt0kj6.lb2y.html استخباراتي سپوږمیو د افغانستان ورکه شوي امپراطوري پیدا کړېده http://avapress.com/vdcgnt9qyak9nu4.1gra.html د ساینس مجلې د دسمبر په ١٣ یوه مضمون خپور کړیدی چې وایي امریکايي او افغان څېړونکو د استخباراتي مصنوعي سپوږمیو په وسیله د افغانستان د زرگونو کلونو د پخوانۍ تاریخي امپراطورۍ اثار موندلي ديافغانستان د امنیتي ستونزو له کبله د تاریخي اثارو پیژندونکو (ارکیالوجسټان) لپاره یوه داسې هیواد دی چې تحقیق کول پکې ډیر مشکل دي خو بیا هم امریکایي او افغان څیړونکو ځینې داسې لرغوني سیمې په نښه کړیدی چې تراوسه پورې بل چا نه وې معلومې کړي.دغو لرغونو ځایونو شاوخوا زر کاله ختیځ او لویدیځ د یوبل سره نښلولي و.د تاریخي اثارو موندلو دا امیدونه پیدا کړیدي چې افغانان خپل کلتوري تاریخي میراث خوندي کړي.د امریکا د بهرنو چارو وزارت د تاریخې اثارو د ماهرینو سره یو ځاې د مصنوعي سپوږمۍ د دغو معلوماتو په اړه تحقیق کوي. په دغو معلوماتو کې د امریکا د پوځي ډرون الوتکو په وسیله اخیسل شوي عکسونه هم شامل دي.د تاریخي اثارو ماهرین په دی باور دي چې د دې سیمو په هکله د تحقېقاتو سره به د افغانستان تاریخ ژوندی شی. ]]> فرهنگی هنری، علمی Thu, 14 Dec 2017 04:57:05 GMT http://avapress.com/vdcgnt9qyak9nu4.1gra.html په نوی ډهلي کی د افغانستان هند لمړنۍ فرهنگې اوونۍ پیل شوه http://avapress.com/vdcgyt9qqak9nq4.1gra.html د افغانستان هند فرهنگي پرانستي مراسمو کی دواړو هېوادونو د ولسمشرانو پیغامونه واورول شوو او همدغه راز د دواړو هېوادونو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرانو، سفیرانو، دیپلوماټانو او فرهنګیانو هم برخه درلوده . په نوي ډيلي کې دافغانستان سفير ډاکټر شيدا احمدابدالي وايي، په دې فرهنګي اوونۍ کې چې د نومبر په ۲۹ مه پيل شوې د دواړو هېوادونو له خوا به بېلابېل ګډ علمي او فرهنګي پروګرامونه وړاندې شي. د افغانستان د سفارت فرهنګي اتشې اجمل عالم زي امریکا غږ ته وویل، د افغانستان او هند د لومړۍ فرهنګي اوونۍ پروګرامونو کې د افغانستان له اړخه د اطلاعاتو او کلتور د وزیر، ددغه وزارت د رییسانو، لیکوالانو، د بیلابیلو رسنیو د ژورنالېستانو، هنرمندانو، ډیزاینرانو، انځورګرانو او د موسیقۍ د الاتو د غږوونکو په ګډون ۷۰ کسان برخه اخلي د هغه په وينا، لومړۍ ورځ د افغانستان او هند ترمنځ ګډ عملي او څېړنیز سیمینار ته ځانګړې شوې، چې په څلورو تاریخي دورو «د اریایانو دوره، د افغان پاچاهانو دوره، د استعمار پر وړاندې د مبارزې دوره او له خپلواکۍ را وروسته دوره» کې د افغانستان – هند پر فرهنګي اړیکو به علمي بحث وشي. د هند افغانستان لمړنۍ فرهنگي اوونۍ په باره کې موږ په نوی ډهلې کی د افغانستان کلتورې اتشې اجمل عالمزې سره مرکه کړی چې دلته یې اوریدی شئ ]]> فرهنگی هنری، علمی Sat, 02 Dec 2017 15:11:47 GMT http://avapress.com/vdcgyt9qqak9nq4.1gra.html د اسلام پیامبر اکرم(ص) څخه مو څومره پیروې کړی دی؟ http://avapress.com/vdcdns0fnyt0kf6.lb2y.html دا مو شاید ډیر اوریدلی وی چی په اسلام کی بندون شتون نه لری. ددی معنی داده چی اسلام یو کلی او جامع دین دی او خدای تعالی د بشریت ټول غوښتنو لپاره چاره او علاج لاره پیدا کړی دی او د ټولو انسانانو غوښتنو ځواب د اسلام لوی پیامبر دین په وسیله، بشریت او مسلمانانو غوږونو ته رسولی دی. د لوړ جملی معنی هغه وخت پوره کیږی چی د اسلام پیامبر اکرم (ص) څخه پیروی خاصیتونه ورسره ضمیمه کړو او ددی دوو ژورو معنی ګانو خه یو دقیق مفهوم ته رسیږو په دی محتوا سره چی یو اسلامی ټولنه، هغه وخت په حقیقت کی اسلامی دی چی د اسلام پیامبر (ص) څخه دقیق او سمه پیروی وکړو او هغه څه چی انسانیت نړۍ ته عرضه سوی دی ورباندی عمل وکړو؛ ترڅو هیڅ بندون سره مخ نه سو. خو که اسلامی هیوادونو او ټولنو ته یو کتنه وکړو نو دا نتیجی ته رسیږو چی دا جمله چی اسلام بندون نه لری، په ډیر تاسف سره د مسلمانانو ژوند په روش کی، یو نامعلومه معنی پیدا کوی او په حقیقت کی د مسلمانانو ټولنو په منځ کی ډیرو بندونونو سره مخ کیږو چی داسی وضعیت هر یو فکر ته مجبوره کوی. هغه څه چی واضح دی، دادی چی موږ مسلمانانو په ټولو دنیاوی او آخروی کارونو او شئوناتو کی د اسلام پیامبر(ص) څخه پیروی کی اساسی مشکل لرو او ددی ادعا په شتون سره چی ځان د نبی خاتم حقیقی پیروانو څخه بولو، خو په حقیقت کی د خپل پیامبر سره هیڅ مشابهت نه لرو او د انسانیت او اخلاق الګو او رفتار څخه واټن اخیستی، ځینی عملی او فکری مشکلات او سختی موږ راګیر کړی او د دنیا او آخرت ژوند کی د ځینی بندونونو سره مخ سوی یو. که په اسلامی هیوادونو کی د تروریستی ډلو لکه داعش او نورو څخه تیر سو چی د هر مسلمان پر تندی باندی د ننګ یو داغ په شان دی، په ډیر تاسف سره چی د نړۍ او اسلام نړۍ په سطحه موږ نه یو توانیدلۍ چی یو دینی او حتی انسانی همسوی او همفکری ته ورسیږو او له دی برخی څخه هیڅ وخت هڅه نه دی کړی چی د اسلام پیامبر اخلاق او انسانیت څخه الګو اخیستی او پیروی مو کړی وی. د اسلام پیامبر هر وخت یو سطحی او ساده عملکرد سره، انسانی اساسی قوانین رامنځته کوله او خپل پیروانو ته د صحیح فکر کولو او عمل کولو باندی امر کوله. یو دداسی عملکردونو څخه داوو چی پیامبر ص هر وخت خپل ناستی او جلسات دایره ای ترسره کوله داسی چی د مجلس شروع او پای ټوله سره مساوی ځایونو کی ناسته درلوده. د اسلام پیامبر په همدی ساده او تربیتی روشونو او تګلارو سره تبعیض او ځان لوی لیدنی سره مبارزه کوله او خپل پیروانو ته هم د الګو اخیستنی درس ورکوله. خو موږ ددی دایره ای مجالسو څخه چی یو زر او څلور سوه کاله تیریږی، څه مو کړی دی؟! موږ مسلمانان د شیعه او سنی په شتون د خودبینی او تبعیض او تکبر سره حتی خپل کورنیو محدوده کی مبارزه نه دی کړی او حتی خپل کور کوچنیانو ترمنځ بی ځایه او نامعقول توپیر کوو او همدا جاهلانه عملونه او کړنې چی زموږ خپل بیمار ذهنونو او فکرونو څخه دی، خپل قوم او قبیلی پوری تړو او د نورو ملتونو او نړۍ نورو خلګو څخه، د احترام وړ ګڼو.!! موږ مسلمانان په اوس وخت کی، د اسلام پیامبر د ذهن او رفتار او فکر څخه لیری، ډیر تاریکه پلی پرځان مو راچاپیره کړی دی چی زموږ په اوسنۍ ژوند کی د اساسی بندونونو لامل دی. موږ مسلمانان سربیره پردی چی په ظاهر کی دا شکاره کوو چی د اسلام پیامبر څخه پیروی کوو، خو زموږ کړنې د ژوند په ټولو برخو کی ددی ادعا برخلاف دی، که نه که موږ په حقیقت کی اسلام پیامبر سمه پیروی کولای نو اوس به مسلمانان او اسلامی هیوادونو تردی هم سم وای او په ټولنیز او سیاسی ژوند کی دومره بندونونو سره نه وای مخ سوی. ]]> فرهنگی هنری، علمی Fri, 17 Nov 2017 14:30:29 GMT http://avapress.com/vdcdns0fnyt0kf6.lb2y.html عبداللطیف پدرام بي بي سي او برتانیه سفارت ته سخت خبرداری ورکړ http://avapress.com/vdcgux9qqak9nn4.1gra.html په داسې حال کې چې د بي بي سي له خوا د افغانستان خپرونې د نوم بدلون د هېواد په کچه سخته غوغا رامنځته کړې ده، دغه موضوع په وروستیو کې د افغانستان د ولسي جرګې د ځینې غړیو پام ځان ته جلب کړی دی. د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړی عبداللطیف پدرام د دغې موضوع په اړه تیره ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې خپل دریځ څرګنده کړه. ښاغلي پدرام چې د افغانستان د ملي کنګې ګوند مشر هم دی، د ولسي جرګې په غونډه کې د وینا پر مهال د دغه موضوع په اړه په کابل کې بي بي سي دفتر او برتاینه سفارت ته هم سخت خبرداری ورکړ. نومړی، له بي بي سي فارسي څخه بي بي سي دري ته د برنامې د نوم بدلون یوه پوچ ګام وباله. هغه په کابل کې بي بي سي دفتر او برتانیه سفارت ته خبرداری ورکړ، که چیرې په دې اړه ژر اقدامات پورته نه شي نو خلکو به د سفارت وداني ته څېرمه مدني تظاهرات پیل کړي. د ښاغلي پدرام په وینا، د خلکو تظاهرات د یاد رسني د دفتر د تړلو لامل هم ګرځیدلای شي. دا په داسې حال کې ده چې بي بي سي دري ته د خپرونې د نوم بدلون په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه تر بحث لاندې راغلې ده. د ټولنیزو شبکو د غړیو په وینا، د بي بي سي دغه اقدام سیاسي ریښې لري او ټینګار کوي چې فارسي د افغانستان له رسمي ژبو څخه دي. ]]> فرهنگی هنری، علمی Sun, 05 Nov 2017 08:41:00 GMT http://avapress.com/vdcgux9qqak9nn4.1gra.html په کابل کې د اسلامي فرهنګ په پراختیا کې د تصوف ونډه سیمینار جوړ شو http://avapress.com/vdcivzazyt1awz2.k6ct.html د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت جوړ شوی سیمینار به د هېواد د نغښتو ارزښتونو په پېژندنه کې آسانتاوې رامنځته کړي. د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عشماني وایي، مونږ سولې او همغږۍ  ته اړ یو . د دغه راز سیمینارونو تر سره کول سولې ته د رسیدو یو غوره ګام دی.دغه علمي او څېړنیز سیمینار، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت جوړ شو؛ د سیمې د بېلابېلو هېوادونو میلمنو هم په کې برخه واخیسته. ]]> فرهنگی هنری، علمی Tue, 10 Oct 2017 10:13:37 GMT http://avapress.com/vdcivzazyt1awz2.k6ct.html ازبکستان غواړي په غزني کې د ابوریحان البیرونی مزار ورغوي http://avapress.com/vdcdsf0fjyt0kz6.lb2y.html په کابل کې د ازبکستان سفیر ویلي، د مقبرې د اساسي رغونې ترڅنګ به په دغه ولایت کې له نورو برخو سره هم همکاري وکړي.ه کابل کې د ازبکستان سفیر عصمت الله ارګیاچوف، چې غزني ولایت ته یې سفر کړی و ویلي؛ هېواد یي هیله من دی، چې په غزني کې د سیمه ییز حکومت په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي؛ خو په پیل کې به د مشهور افغان ستور پېژندونکي او ریاضيپوه ابوریحان البیروني مزار ښکلی ورغوي. د غزني والي عبدالکریم متین له ازبکستان وغوښتل، چې دغه هېواد دې د دغه مزار د بیارغوني ترڅنګ نورې تاریخي او لرغونې سیمې او په تېره بیا د غزني بالاحصار هم ورغوي. د ګډو ګټو هېوادونو په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی شاکر کارګر وايي، ازبکستان دا کار د ولسمشر په مستقیمه لارښوونه کوي. په افغانستان کې د ازبکستان سفیر ټینګار کوي؛ هېواد یې له افغانستان سره دوستانه اړیکو ټینګښت ته ژمن دی او له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. ]]> فرهنگی هنری، علمی Sat, 07 Oct 2017 11:39:12 GMT http://avapress.com/vdcdsf0fjyt0kz6.lb2y.html یوې افغانې نجلۍ د رسامۍ په نړیواله سیالۍ کې جایزه اخیستې http://avapress.com/vdcev78zvjh8nfi.r6bj.html د افغانستان د یوه لرې پروت ولایت بادغیس یوې دوولس کلنې اوسیدونکې انجلۍ د خوراک د نړیوال سازمان "ډبلیو ایف پي" د ۲۰۱۷ کال د دوویشت هیوادونود ماشومانو ترمنځد رسامۍ په نړیواله سیالۍ کې جایزه ګټلې ده.د دغې نجلۍ انځور سیالۍ د جایزو په رسم شویو شلو انځورونو کې د جایزې وړ انځور پيژندل شوی دی.په کابل کې د خوراک د نړیوال سازمان د دفتر ویاند وحیدالله اماني امریکا اشنا راډیو ته وویل، چې د دولس کلنې مریم رسم شوی انځور، د دوویشت هیوادونو د ښوونځیو ماشومانو د رسامۍ په سیالیو کې د شلو غوره شویو انځورونو په ډله کې شامل شوی، چې د خوراک د نړیوال سازمان "ډبلیو ایف پي" ورسره مرسته کوي.ښاغلي اماني وویل " د خوراک د نړیوال سازمان "ډبلیو ایف پي" د مرکزي دفتر ستاینلیک مریم ته رسول شوی دی".مریم په خپل انځور کې د خپل ښوونځي حالت چې ښوونځی یې ټولګي نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي نندارې ته ایښی دی.مریم د قلعه نو د آبګرمک د نجونو د ښوونځي د اووم ټولګي زده کونکې ده.د خوراک د نړیوال سازمان "ډبلیو ایف پي" وايي، چې مریم له رسامۍ سره ځانګړې مینه لري، غواړي ټولې نړۍ ته سفر وکړي او په راتلوونکي کې ډاکټره شي.د خوراک د نړیوال سازمان "ډبلیو ایف پي" د نړۍ په کچه په ښوونځیو کې د خوړو د پروګرام له لارې په ۶۰ هیوادونو کې تر ۱۶ میلیونو ډېرو زده کوونکو ته خواړه برابروي.په افغانستان کې د خوراک د نړیوال سازمان "ډبلیو ایف پي" رئیس میک لورنترن د مریم په هکله ویلي چې هغه د افغانستان راتلونکې ده.میک لورنترن ویلي " د دې لپاره چې د دې هیواد لپاره مو د روغې راتلونکې څخه ډاډ ترلاسه کړی وي، مونږ باید د دوی پر زده کړو همدا نن پانګونه وکړو"."ډبلیو ایف پي" په پام کې لري چې د مریم رسم شوی انځور له نورو انځورونو سره د ایټالیا په پایتخت روم کې په خپل مرکزي دفتر کې نندارې ته کښېږدي او هم به یې د دغې ادارې په دیوالي کلیزه او د مبارکۍ په کارتونو کې د نړۍ په کچه د"ډبلیو ایف پي" په اړه د تبلیغاتو په موخه ووېشي. ]]> فرهنگی هنری، علمی Mon, 02 Oct 2017 08:23:22 GMT http://avapress.com/vdcev78zvjh8nfi.r6bj.html ګرځندوی کولی شي، د هېوادونو ترمنځ پولې ړنګې کړي http://avapress.com/vdciyuazqt1aw52.k6ct.html د ولسمشر دوه یم مرستیال وايي، ګرځندوی کولی شي، د هېوادونو ترمنځ پولې ړنګې او د نړیوالې سولې لپاره لار پرانیزي. افغانستان، چې په زړه پورې لرغونې سیمې او تاریخي ځایونه لري، کولی شي، د نړۍ ګڼ سیلانیان په ځان را مات کړي. د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش، چې د ګرځندوی د ورځې په مناسبت خبرې کولې وویل: ګرځندوی د هېوادونو پولې ماتوي او د سولې او پرمختګ زیري لیږدوي. هغه زیاته کړې، چې ګرځندویان کولی شي ان سوله او همغږي رامنځته کړي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیاله مژګان مصطفوي وايي، چې د ګرځندوی لپاره ستراتیژي جوړه شوې، چې له مخې به یې ګرځندوی صنعت وده وکړي. افغانستان له دې ټولو طبیعي ښکلاګانو سره سره د امینتي ستونزو له کبله د ګرځندوی لپاره مناسب ځای نه ګڼل کیږي او له دغه درکه تر لاسه شوي عواید په هیڅ حسابیږي. د سیاحتي شرکتونو د ټولنې مرستیال مصطفی مسعود بینا وایي، چې د ګرځندویانو لپاره د ویزې پر ورکړه بشپړ کار نه دی شوی. د یو شمېر څرګندونو له مخې، تېر کال افغانستان ته دوه سوه زره بهرني سیلانیان راغلي دي. په افغانستان کې نږدې زر شرکتونه د ګرځندوی په برخه کې کار کوي. ]]> فرهنگی هنری، علمی Tue, 26 Sep 2017 11:45:34 GMT http://avapress.com/vdciyuazqt1aw52.k6ct.html