(افغان غږ آژانس (آوا - خورا ډېر ليدونکي لرونکي سرليکونه اقتصادی :: پوره نسخه http://avapress.com/Economic Thu, 18 Jan 2018 11:39:28 GMT http://avapress.com/skins/default/ps/{CURRENT_THEME}/ch01_newsfeed_logo.gif دصدای افغان(آوا)داژانس په وسیله تیار شوی. http://avapress.com/ 100 70 ps ټول حقونه خوندي دي او له مطالبو څخه ګټه اخیستنه، دسرچینې(منبع)به یادونې سره څه خنډ نه لري. Thu, 18 Jan 2018 11:39:28 GMT اقتصادی 60 یوناما د افغانستان د نوې ملي بودیجې د تصویب هرکلی کوي http://avapress.com/vdcefp8znjh8nni.r6bj.html په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندیه پلاوی (یوناما) د چهارشنبه په ورځ د ولسې جرګې له لوريد افغانستان د کلنۍ بودیجې د تصویب هرکلی کوي، کوم چې دې هیواد ته زمینه برابروي تر څو خپلو لومړیتوبونو ته رسیدګي وکړي.د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر، تدامیچي یاماماتو وویل: ” د نوې بودیجې تصویب،چې د افغانستان دولت د نړیوالو معیارونو سره سمه تیاره کړې، د باثباته افغانستان لور ته د افغانستان یو بل ګام په ګوته کوي، چېپه هیواد کې د سولې یو مهم عنصر دی.“د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل چې، نوې بودیجه د افغانستان دولت د مقننه او اجراییه قواوو تر منځ د پراخې همکارۍ او همدارنګه له مدني ټولنې سره له مهمو بحثونو وروسته بشپړه شوې، کوم چې د هیواد د ځواب ورکولو او په خپل ځان بسیا کیدو د ژمنو ښکارندویي کوي چې په بیلابیلو نړیوالو کنفرانسونو لکه توکیو، لندن او بروکسل کې څرګندې شوي.لکه څرنګه چې افغانستان د خپلو مالي اصلاحاتو په برخه کې مثبت، ریښتیني او واقعي هڅې تر سره کوي، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د ثبات، پراختیا او سولې په برخه کې د دې هیواد د ډیموکراتیکو نوښتونو ملاتړ ته ژمن دي ]]> اقتصادی Thu, 18 Jan 2018 06:43:55 GMT http://avapress.com/vdcefp8znjh8nni.r6bj.html