(افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک شخصيتها :: پوره نسخه http://avapress.com/Celebrities Sat, 30 Dec 2017 08:23:43 GMT http://avapress.com/skins/default/ps/{CURRENT_THEME}/ch01_newsfeed_logo.gif دصدای افغان(آوا)داژانس په وسیله تیار شوی. http://avapress.com/ 100 70 ps ټول حقونه خوندي دي او له مطالبو څخه ګټه اخیستنه، دسرچینې(منبع)به یادونې سره څه خنډ نه لري. Sat, 30 Dec 2017 08:23:43 GMT شخصيتها 60 د صدای افغان خبري اژانس له مشر او د تبیان فرهنګي مرکز له رییس حجت الاسلام سید عیسی حسیني مزاري سره نن په کابل کې په دغو علمی او رسانه ای مرکزون http://avapress.com/vdchimnzk23nmmd.yjt2.html د افغانستان د صدای افغان خبري اژانس له مشر او د تبیان فرهنګي مرکز له رییس حجت الاسلام سید عیسی حسیني مزاري سره نن په کابل کې په دغو علمی او رسانه ای مرکزونو د ځان مرګو حملو په اړه د شوې مرکې پښتو ژباړه ستاسو په خدمت کې وړاندې کوو . پوښتنه : تاسو د اوا خبري اژانس او د تبیان فرهنګي مرکز د مشر په توګه په کابل کې په دغو مرکزونو د ځان مرګو بریدونو په اړه څه نظر لرئ چې زیات شمیر محققان او عالمان پکې شهید او ژوبل شول؟ پ/ د تبیان د فرهنګی اجتماعي مرکز تشکیلات طبعا یو دیني او مذهبی او فرهنګی تشکیلات وو چې په افغانستان تر اووه ویشتو کلونو زیات کیږي چې فعال دي او دخلکو د بیدارۍ لپاره پروګرام لري او د دښمن له توطئو د خلکو دخبرولو او له دغو سازشونو سره د مقابلې او د دین او مذهب د دفاع لپاره دهغوی د تیارولو لپاره یې ډيرې هڅې کولې او فکر کوم چې په افغانستان کې تر ټولو لوی فرهنګي فکري مرکز دی چې په تیرو کلونو کې یې فعالیت کړی او په تیره بیا په تیرو اولسو کلونو کې چې لویدیځوال افغانستان ته راغلې ښه فعالیت کړی دی او په وروستیو کلونو کې چې ناامنۍ او انتحارات او ګواښونه د هیواد په مختلفو سیمو کې موجود وو دغه مرکز له هغوی هیڅ ویره نه ده لرلې او په میړانې سره یې مسوولینو په صحنه کې شتون پیدا کړی او همدې کار د دین د دښمنانو حسیاست راولاړ کړی و تر دې چې نن یې په دغه مرکز هم بریدونه وکړله او سهار په څلور منټه دپاسه په لس بجې په داسې حال کې چې په دغه مرکز کې دعملي او څیړنیزو مسایلو غونډه د دغه مرکز په تالار کې روانه وه انتحاري حمله کوونکی راننوت او خپل انفجاري جیکټ یې والوزوه چې له امله یې ډیر شمیر مسوولان کارکوونکو او په کابل کې زمونږ د دفترونوعمله او زیات شمیر عالمان او طلاب هم ښځې او هم سړي په دغه چاودنه کې یا شهید یا د سختې سوزیدا له امله ژوبل شول چې دم ګړۍ په استقلال شفاخانه کې دي او درملنه یې روانه ده. د تبیان مرکز دفترونه په کابل هرات او مزار کې هره اونۍ فرهنګي علمي غونډې کوي او د عمومي افکارو د رڼولو لپاره د ورځې مسایل څیړي و د نفاق او توطئې د څیرې د برملا کولو کولو په باب خبرې کوي . نن هم دغسی یوه غونډه روانه وه. دغو غونډو په یو ډول د افغان غږ خبري اژانس خبري خوراک هم تامیناوه او د دې اژانس خبریالانو او ژورنالیسټانو به هم هره اونۍ په دغه غونډو کې برخه اخستله او د خبرو اترو پر انعکاس سربیره به یې له ګډونکوونکو شخصیتونو سره مرکې کولې او دهغوی نظرونه به یې وړاندې کول . پر دې سربیره په کابل د افغان غږخبري اژانس او تبیان د مرکز دفترونه په کابل کې په یوې ودانۍ کې وو او تبعا حمله په دغو دوو مرکزونو وه په تیره بیا په اواخبري اژانس چې د افغانستان یوه ډیره فعاله ، متحرکه او روښانوونکې او په بهرنیو ځواکونو او تکفیري ډلو اعتراض کوونکې رسنۍ ده . پوښتنه : دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې دشیعیانو مرکزونه او جوماتونه د دښمنانو له خوا په خاصو اهدافو سره په نښه کیږي تاسو د دولت او امنیتي ځواکونو له خوا امنیتي تدبیرونه څنګه ارزوئ ، سره له دې چې شیعیان خاص هدف دی خو بیا هم د هغوی د حفاظت لپاره سم تدابیر نه کیږي.؟ ځواب/ په دې اړه مونږ یوازې د افغانستان دولت ګرم نه ګڼو بلکې ټولې فعالی مجموعې ، ګوندونه ،سازمانونه او شیعي جریانات بیخي دانسجام او انتظام په فکر کې نه دي د حفاظت په فکر کې نه دي د مختلفو شیعه ګوندونو او ډلو مشران ټول په ورځنیو حرکتونو کې ګیر شوې دي او هیڅ طرحه او پلان نه لري او له بل پلوه چې کوم حیثیت او څیره او امکانات یې د جهاد په برکت لاسته راوړې هغه یې خپله وجودي ساحه کې فعال دي خو دا چې د ولس او فرهنګي مراکزو لپاره څه وکړي هیڅ پروګرام نه لري او دا بې پلاني او ګډوډي چې د حزبونو او ډلو او عملیه حوزو په مشرانو کې موجوده دا متاسفانه د شیعه ټولنې کمزوري او آسیب پذیریي یې نوره هم زیاته کړې چې مونږ د دغه کمزورۍ یوه بیلګه نن ولیدله چې د تبیان او آوا خبري اژانس پّه مرکزونو په برید کې دهیواد ډیر ښه علمي فرهنګی شخصیتونه له لاسه لاړل او شهیدان شول. پوښتنه : د افغان غږ خبري اژانس او تبیان علمي مرکز هڅو ته په پام سره چې تاسو بیان کړې داسې ښکاري چې زیات دښمنان به ولري ستاسو په خیال د دغه ډول حملو اصلي عاملان څوک کیدی شي ظاهرا خو یو څو ځان پلوري کسان راځي او ځان چاودوي او یا حمله کوي تاسو د دغه حملې تر شاعواملو ته په کومه سترګه ګورئ، طالبانو خو په دغه حمله کې لاسلرنه رد کړې ده؟ ځواب: زما په خیال ددغو حالاتو او دغه شان حملو اصلي عوامل بهرني هیوادونه او په سر کې یې امریکا ده . امریکا ده چې زمونږ حالات یې دې حد ته رسولي دي او نور لویدیځ هیوادونه ، دوي دي چې نه پریږدي په افغانستان کې امنیت ټنیګ شي ، زه بل هیڅوک ګرم نه ګڼم او د دغه حالاتو لومړۍ قصورواره او ذمه وار امریکا ده . س/ تکفیري تفکر چې په افغان ټولنه کې د منل کیدو چانس نه لري دغه شان حملې چې شاید د تکفیري ډلو له خوا شوې وي ستاسو په خیال کوم بهرني قدرتونه تر دغه ډلو شاته دي؟ ځواب: تاسو خبر یئ چې پاکستان د دغه قضیې شاته دی ، عربستان په سیمه کې د یو اصلي عامل په توګه عمل کوي، عربستان له یوې خوا په خپلو پیسو او فکري مهرو سره په افغانستان کې د تکفیري تفکر د خپرولو هڅه کوي خو تبعا دوي د امریکا د عواملو په توګه عمل کوي او اصلي فکر او اصلي استراتژي ورته د امریکا او د لویدیځو استخباراتو له خوا ورکول کیږي. پوښتنه : ستاسو په خیال د افغانستان کوم داخلي عوامل ددغه شان پیښو په کولو کې له بهرنیو سره مرسته کوي؟ ځواب: په افسوس سره په افغانستان کې داخلي عوامل زیات دي او تر ټولو لوی ښایی د شعور او علم نیشتوالی وي چې د رهبران له سویې واخلې تر عامو خلکو موجود دی. کوم کسان چې په افغانستان کې د مدیریت او مشرۍ ادعا لري له امریکا پاکستان او عربستان سره د دوي پییلتیا سبب شوې چې په هیواد کې دغه زمینې برابر شي. پوښتنه : تاسو دافغان غږ خبري اژانس او تبیان تحقیقاتي مرکز د مشر په توګه څه وړاندیزونه لرئ چې په راتلونکي کې دغه شان حملې تکرار نه شي؟ ځواب/ زما په خیال په لومړۍ مرحله کې علمیه حوزې او سیاسي او فکري شخصیتونه باید حرکت وکړي او د یو بل تر څنګ راشي او هماهنګی او یو نظر پیدا کړي او په ګد فکر سره د هیواد د امنیت د تامین فکر وکړي او د افغانستان دولت هم دنده لري چې د خلکو او مدني شخصیتونو او ټولنو غږ او وړاندیزونه ته لبیک ووایی او ملاتړ یې وکړي چې د افغانستان راتلونکي ستونزې یو څه کمې شي او د افغانستان دولت په خپلو دندو لا ډیر عمل وکړي او په دولت کې دننه اختلافات کم شي . هغه اسباب چې امینتي ځواکونه او پوځ له تیري ګرو او ترهه ګرو سره له مقابلې غړوي دغه ستونزې په خپله په دوي کې دننه دي په شمال کې اختلافات یا په نورو سیمو کې او په ارګ کې چې کوم اختلافات موجود دي باید ختم شي اشرف غني باید د خپلو مسوولانو او داخلي ځواکونو له ځپلو لاس واخلي او په ترهه ګرو تمرکز وکړي. ]]> شخصيتها Thu, 28 Dec 2017 13:44:23 GMT http://avapress.com/vdchimnzk23nmmd.yjt2.html قران او امام حسین علیه سلام http://avapress.com/vdccpxqs12bqp18.5ja2.html امام حسین ع د قرآنکریم شریک دئ، له همدی کبله متعال خدای ج انحضرت ته د قرآن مجید خصوصیات او صفات ور بخښلی دي. قرآن عظیم الشان د انسان جوړونی کتاب دئ، داسی کتاب چی انسانان د نیکمرغۍ او کمال په لور هدایتوی. او حسین ع هم؛ نه یواځی د قرآن د مکتب شاګرد؛ بلکه د قرآن سره شریک او برابر دئ. له قرآنکریم سره د انحضرت شراکت، برابری او ملګرتیا، حضرت پیغمبر ص د«ثِقلَین» په حدیث کی بیان کړې ده. د قرآنکریم کتاب؛ صامت او بی نطق ، او امام ناطق او ګویا قرآن دئ. د خدای ګران رسول ص، په یو روښانه او څرګند کلام کی وفرمایل:« إنّی تارکٌ فیکم الثّقلین کتاب الله و عترتی لن یفترقا حتّی یردا علیّ الحوض ما إن تمسّکتم بهما لن تضّلوا و لن تزّلوا» یعنی؛ ما ستاسو امت په منځ کی دوه پاکیزه؛درانه او ګرانبیه څیزونه پری ایښی دي؛د خدای کتاب او زما عترت؛ چی زما اهلبیت دی؛ دغه دوه څیزونه هیڅکله له یو او بل څخه نه بیلیږی، ترڅو پوری چی په ما باندی د حوض کوثر په نزد وارد شی. تر هغه وخته پوری چی پدغو دؤو څیزونو لاس پوری کړئ، نه ګمراه کیږئ او نه ښوئیږئ. د حدیث شریف ثقلین څخه پوهیدای شو؛ چی د خدای ج کتاب او د پیغمبر اکرم ص عترت(اهلبیت) یو لړ ګډ اهداف لری. دغه دوه شیان حق او د ودې لارې ته لارښوونه کونکی دی، او له هر ډول کوږ والی او انحراف څخه لیری دي. د قرآنکریم په باره کی د زُمر مبارکی سورې په ۲۸ آیت کی لولو: « قرآناً عربیاً غیر ذی عوجٍ لعلهم یتّقون » یعنی؛ په عربی ژبه قرآن؛ چی هیڅ کوږوالئ پکی نشته، وی دی چی هغوی د تقوا لاره خپله کړی. د امام حسین ع په باره کی هم لولو؛ چی یوه شیبه یی له حق څخه باطل ته ګروهنه پیدا نه کړه، او له هغه منحرف نه شو:« لم تمل من حق الی باطل » یعنی له حق څخه یی د باطل په لور ګروهنه ونه مونده. یعنی؛ هماغه ډول چی قرآنکریم انسانان اسلام ته لارښوونه کوی، او خلګو ته د هدایت او صلاح لارې پرانیزی، امام حسین ع هم د ایمان او تقوا په لور د خلګو لارښوونه کونکی دئ. انحضرت د کربلا په لور د خپل تلو له هماغه پیل څخه؛ یواځی د خلګو د لارښوونه کولو په فکر کی ؤ؛ نه د مقام، ریاست او دنیا په فکر کی. حضرت امام حسین ع په هر ځای او موقعیت کی، خلګ په هرې وسیلې سره؛ د پاکیزه ژوند او د نور خواته هدایت او لارښوونه کول. انحضرت د خپل ژوند په ټولو شیبو کی، په تیره بیا له اموی ستمګرانو سره د خپلی اتلانه جګړې او عاشقانه شهادت په وخت کی، د حق او باطل د پیژندلو معیار وګرځید. قرآنکریم پاتیدونکې معجزه؛ روښانه بیّنۀ او الهی څرګند دلیل دئ؛ لکه څرنګه چی پخپله د انعام مبارکی سوری په ۱۵۷ آیت کی فرمایی:« جائکم بینة من ربکم » یعنی ستاسو له پرور ګار څخه روښانه او څرګند دلیل راغلئ دئ. حسین ع هم؛ الهی څرګند او پاتیدوکئ حجت دئ؛ چی هیڅکله به هیر او کم رونق نه شی؛ ځکه چی پخپله الهی څرګنده بیّنه او روښانه حجت دئ. د امام حسین ع په باره کی لولو:« شهادت ورکوم چی ته د خپل پرورګار له لوری پر څرګند حجت یی.» قرآنکریم د سرمشق ټاکلو په هکله، ګڼ آیتونه لری. لکه څرنګه چی د احزاب د مبارکی سوری په ۲۱ آیت کی فرمایی:« لَقَدْ کانَ لَکمْ فی رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ کانَ یرْجُوا اللَّهَ وَ الْیوْمَ الْآخِرَ وَ ذَکرَ اللَّهَ کثیراً » یعنی د هغو کسانو لپاره؛ چی د خدای په رحمت او د قیامت په ورځ امید لری، او خدای ډیر یادوی؛ د خدای د رسول ژوند او کړچار ډیر ښه سمبول او سرمشق دئ.» متعال خدای ج پیغمبر ص سرمشق وټاکه، ځکه چی د انحضرت لوړې روحیې؛ مقاومت او صبر؛ هوښیاری او درایت؛ اخلاص او خدای ته پاملرنه؛ په پیښو باندی د هغه تسلط، او د سختیو او ربړو په وړاندی د انحضرت نه تسلیمیدل، هر یو کولای شی، د ټولو انسانانو په تیره بیا مسلمانانو لپاره سرمشق وی. حضرت امام حسین ع هم، د خپل نیکه په شان د خپل غورځنګ له هماغه پیل څخه، پخپلو خبرو او کړچار سره، داسی یو سرمشق وټاکه؛ چی تر قیامته پوری د نړۍ د ټولو آزادو خلګو او آزاد فکرانو لپاره سمبول او سرمشق وی. لکه څرنګه چی پخپله انحضرت هم د کربلا په لاره کی؛ خپل حرکت او غورځنګ عملی سرمشق معرفی کړ، او ویی فرمایل:« زما حرکت هم ستاسو لپاره سرمشق دئ» په حقیقت کی کله چی حسین ع، له یزید سره بیعت ونه کړ، او د هغه دولتی سیسټم یی له پوښتنی سره مخامخ کړ، او حسینی کلتور او روده یی له یزیدی کلتور سره د بیعت کولو وړ ونه باله، دغه سرمشق یی ټولو ته وړاندی کړ. ځکه چی د یزید مفکوره ممکنه ده په هر وخت او زمانه کی وی، او آزاد او خپلواک انسانان باید د دغو ظالمانو د ستم تر پیټی لاندی لاړ نه شی، او خوارۍ او ذلت ته تسلیم نه شی. متعال خدای ج عزیز دئ، او د خدای کتاب او پیغام هم، د خپل خاوند په څیر، عزیز دئ. لکه څرنګه چی د فصلت د مبارکی سورې په ۴۱ آیت کی فرمایی:« ان الذین کفروا بالذکر لمّا جاءهم و انه لکتب عزیز » یعنی په تحقیق سره؛ هغه کسان چی د دغه قرآن په نسبت چی د هغوی د هدایت او یادونی لپاره راغلی دی؛ کافران شول(څومره نادانان دي) پداسی صورت کی چی دغه کتاب په حقیقت کی عزیز او ماته نه منونکی دئ.» عزیز د ټینګ او نفوذ نا پذیر په معنا دئ، او حسین ع هم نه ستړی کیدونکئ او مبارز شخصیت ؤ. ټولو د انحضرت دغه نعره اوریدلې ده چی:« په خدای قسم! نه تاستو ته د ذلت لاس در کوم، او نه به د غلامانو په شان وتښتم.» د عاشورا په ورځ کی یی هم د تسلمیدو لپاره د ابن زیاد په ځواب کی وفرمایل:« هیهات منا الذلة » ذلت او خواری هیڅکله نه منم. ابن ابی الحدید، چی د اهل سنت ستر عالم دئ، وایی:« د نړۍ د ستم نه منونکو ستر پیشوا، چی د غیرت او د ذلت او خوارۍ په وړاندی یی، د تورو په سیوری کی د مړینی د انتخابولو درس نړیوالو ته ورکړ، حسین بن علی ع ؤ. انحضرت او د هغه یاران چی هیڅکله یی ذلت ته غاړه نه کښیښودله. پدی باره کی عرب شاعر څومره ښکلی شعر ویلی دئ:« د نیزو او تورو ګزارونو؛ د هغوی ټول بدنونه ټوټی ټوټی کړل، خو د هغوی روحی عظمت او بزرګواری یی، هیڅکله بدل نشو کړای.» قرآنکریم؛ په ځلونو د معروف او ښو چارو امر کړئ، او له منکر او بدو چار څخه یی منع کړی یو. د قرآنکریم د توبی مبارکی سوری په ۷۱ آیت کی راغلی دي:« با ایمانه نارینه او ښځی، د یو او بل ولی(یار او ملګری) دي، امر باالمعروف او نهی عن المنکر کوی، لمونځ ادا کوی؛ زکات ورکوی او د خدای او د هغه د رسول اطاعت کوی.» امام حسین ع هم، د خلګو د پیشوا په توګه؛ خپل شریف عمر د امر باالمعروف او نهی عن المنکر په لاره کی تیر کړ. امر باالمعروف؛ د زړه له کومی-ژبنی او عملی دری مرحلی لری؛ چی حسین ع د زړه او د ژبی په وسیله د امر باالمعروف سربیره، په دغې مسئلې باندی عمل کول هم، نهای حد ته ورسول. انحضرت نه یواځی پخپلو ویناؤو سره د بنی امیې د جنایتونو په افشا کولو لاس پوری کړ؛ بلکه د حق په توری سره مبارزې ته را پورته شو؛ او د خپل عمر تر پایه پوری یی مقاومت وکړ. حسین ع خپل دغه حرکت او غورځنګ، د امر باالمعروف؛ نهی عن المنکر او د ټولنې د چارو د اصلاح کولو په نامه وباله، او پخپلو ویناؤو کی یی بیا بیا؛ د دغې فریضې یادونه وکړه، او په ډاګه یی د خپل حرکت یو هدف د همدغه مهم کار رښتنی کول وبلل. حضرت امام حسین ع د خپل پاڅون د اصلی انګیزې په بیانولو کی، په یوه جمله کی؛ خپل ورور، محمد حنفیه ته په خطابت کی، پخپله وصیت پاڼه کی داسی ولیکل: ما یواځی د خپل نیکه په امت کی د اصلاح په هدف سره، پاڅون وکړ؛ غواړم چی امر باالمعروف او نهی عن المنکر وکړم، او د خپل نیکه او پلار علی بن ابی طالب په رودې عمل وکړم!. کله چی امام حسین ع د«حر» له لښکر سره مخامخ شو، او د کوفیانو بی وفایی څرګنده شوه، را پورته شو او د یو لړ ویناؤو په ترځ کی یی داسی وفرمایل:« آیا نه وینئ چی په حق عمل نه کیږی، او د باطل مخه نه نیوله کیږی، پداسی شرایطو کی پر مؤمنانو فرض دئ، چی پاڅون وکړی او د خدای د ملاقات او شهادت مینه وال وی.» حسین ع پدې ویناؤو سره د خلګو د ټولو پرګنو د دندو په ښودلو سره، د چارو د اصلاح کولو، او د بنی امیې د ستمګرانو سره د کاملې مبارزې لپاره خپل هوډ او اراده اعلانوی، او دغه مبارزه د هغوی په ملاتړ پوری هم نه شرطمنوی، او دیته چمتو دئ چی خپل ګرانقدره ځان، پدې لاره قربانی کړی. ځکه نو د انحضرت په زیاترو زیارت نامو کی هم، همدغې مسئلې ته اشاره شوې ده:« اشهدُ انَّکَ قد اَقمْتَ الصَّلوة و آتیْتَ الزکاةَ و اَمَرْتَ بِالمعروفِ و نَهَیْتَ‌ عَنِ المنکر » یعنی شهادت ورکوم، چی تا لمونځ ادا کړ؛ او زکات دی ورکړ، او امر باالمعروف او نهی عن المنکر دی وکړ. هماغه ډول چی قرآنکریم؛ الهی تل پاتې او همیشنۍ معجزه ده، او د ټول تاریخ او ټولو انسانانو لپاه نازل شوئ دئ، او هیڅکله نه زړیږی؛ امام حسین ع هم، هغه تل پاتئ او پاتیدونکئ شهید دئ، چی هیڅکله به د هغه یاد؛ اهداف او پاڅون له یاده ونه وځی، بلکه هره ورځ لا زیات مطرح او زوږنده کیږی. حضرت امام صادق ع، د دې پوښتنې په ځواب کی چی ولی، قرآنکریم د خپریدو او د زمانې د تیریدو له کبله، لا تازه کیږی؛ و فرمایل:« متعال خدای قرآنکریم د یوې ځانګړې زمانې لپاره نه دئ ټاکلئ؛ او د خاصو خلګو لپاره یی نه دئ لیږلئ؛ ځکه نو د قیامت تر ورځی پوری، په هر وخت کی نوئ او د هرې ډلې لپاره تازه دئ.» د عاشورا له پرتمنې پیښې څخه، د ۱۴ ؤ پیړیو په تیریدو سره، د امام حسین ع د مصیبت؛ او د بی شمیرو فضایلو یادونه هم، روانه او زوږنده ده. تر دې ځایه پوری چی وینو د انحضرت عزادارۍ او د مصیبتونو یادونه، هر کال له تیرو کلونو څخه په لا ښه او لا پرتمینه توګه تر سره کیږی. او دا د دې ښودنه کوی؛ چی حضرت امام حسین ع او د عاشورا پیښه هم، د قرآنکریم د آیتونو په شان، په خاص ځای او زمانی پوری نه محدودیږی، بلکه د تل لپاره او تر ابده پوری تازه او زوږنده ده. ځکه چی حضرت پیغمبر ص وفرمایل:« د حسین د شهادت له کبله، داسی تودوخه او مینه د مؤمنانو په په زړونو کی ده، چی هیڅکله نه سړیږی.» ]]> دينی، مذهبی Sun, 24 Sep 2017 08:12:15 GMT http://avapress.com/vdccpxqs12bqp18.5ja2.html ښاغلی حیدری د محمد اشرف غنی په منظورۍ د کابل د والي په توګه ټاکل شوی http://avapress.com/vdciq3azzt1a5r2.k6ct.html د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د سیمه ییزه ارګانونو خپلواک اداره  نه خپره شوې خبرپاڼه کی ویلی دی، چې محمد یعقوب حیدري د ولسمشر په منظورۍ د کابل د والي په توګه ټاکل شوی.سرچنیووایی، چې ښاغلی حیدري تر ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري او د حکومتولۍ په چارو کې کافي تجربه او وړتیا لري.ویلکږی، تر وړاندې حامد اکرام د یاد ولایت والی و، چې د خبرپانې په وینا تقاعده ورکړل شو. ]]> شخصيتها Sun, 03 Sep 2017 20:26:37 GMT http://avapress.com/vdciq3azzt1a5r2.k6ct.html د عطامحمد د راتک استقبال در خلکو په توسط http://avapress.com/vglhm-nzi23nkmu..j22tdyyz.html ]]> شخصيتها Tue, 18 Jul 2017 07:23:06 GMT http://avapress.com/vglhm-nzi23nkmu..j22tdyyz.html ډول ډول خلک نن د ایران په سفارت کی http://avapress.com/vglgwt9qnak9tnv..gaar411q.html نن سهار مختلف دیپلماتونه چی په هرات کی اوسیږی د ایران اسلامی جمهوریت سفارت ته راغلی وو چی د ایران ولس او دولت سره د دوی په غمونه شریک سی او د تروریزم د مبارزه کولو سره ټینګار وکی. ]]> شخصيتها Sun, 11 Jun 2017 07:47:54 GMT http://avapress.com/vglgwt9qnak9tnv..gaar411q.html جمهوررئیس غني د سعودي عربستان شارژدافیر خپل حضور ته ومانه http://avapress.com/vdcfjmdycw6djxa.,ziw.html په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د سعودي عربستان شارژدافیر په یاد هېواد کې د اسلامي ـ عربي هېوادونو د مشرانو جوړېدونکې ناسته کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان پادشاه خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملکسلمان بن عبدالعزیز رسمي بلن‎لیک جمهوررئیس غني ته ورکړ. ارگارګ ریاست جمهوری ]]> شخصيتها Wed, 17 May 2017 05:00:26 GMT http://avapress.com/vdcfjmdycw6djxa.,ziw.html امام کاظم(ع) او د بحران مدیریت http://avapress.com/vdcdjf0fnyt0ok6.lb2y.html د نړۍ په تاریخ کی همیشه داسی کسان شکاره سوی دی چی خپلو مقصدونو او آرمانونو رسیدلو لپاره ثابت قدم ایښی دی، خو هغه کسان چی د خدای او عبودیت په لاره کی کار کړی وی ډیر لږ دی. موږ دا خلګ یواځی الهی برحقه اولیاوو او د هغوی مکتب شاګردانو کی پیدا کولای سو. همدا ائمه معصومین علیهم السلام وو چی تمدن او کلتور ته نوی رنګ ورکړی دی او د خدای بیرغ لرونکو ته تازه طریقه ورښودلی دی. که د خدای رسول الله ص ژوند ته ځیر سو، په هغه کی به داسی حسنه کسان به پیدا کړو چی د اخلاصه ډک و الهی درګاه ته او قلبی اطمینان او د خدای پراخ رحمت او عنایت څخه برخمن وو. رسول الله ص خپل توحیدی مکتب استمرار لپاره، خپل امت د خدای کتاب او ځان وروسته ۱۲ ځایناستو دعوت ته غوښتله او فرمایله، تر څو چی دا دوو ګران قیمته امانتونو باندی منګولی ولګوۍ، هیڅ وخت به بی لاری نه سی. نو معلوم سو چی ائمه معصومین(ع) ښه نمونه زموږ لپاره دی. خپل ټول کارونو سره د خدای تعالی توحیدی ژوند شکاره کوی. د اسلام نړۍ یو لوی مشکلاتو څخه یو د حضرت معصومین ع مکتب او ژوند پیژندلو کی، د دروغو پردازیو شتون بی ځایه خبری د پوه دشمنانو او ناپوه ملګرو له خوا دی. ځینی وختونه هم داسی وو چی لیکونکی هڅه کړی دی چی د معصومینو ع ژوند یواځی یو مظلومی او عبادتی شکل شکاره کړی او بدبختانه د هغوی سیاسی بعد او مبارزاتی برخه کی کوم روشانه اخبار اختیار کی نه پریښی او نتیجه یی داسوه چی هغه کسان چی د معصومینو ع فکری او سیاسی مکتب سره د پیژندنی لیواله دی، روشانه سرچینی ونه لری او دا په حقیقت کی لوی درد دی چی نن نه یواځی مسلمانان بلکه ټوله بشریت په هغه باندی اخته دی. ددی مصیبت څخه د خلاصون لاره، د هغه حضرت سیری او ژوند ته هر اړخیزه کتنه دی. د حضرت امام کاظم علیه السلام ژوند ته کتنه: لکه څنګه چی د حضرت کاظم علیه السلام او د پیغمبر ص د ۱۲ ځایناستو څخه ۷ ځایناستی د شهادت په ورځ کی قرار لرو، په دی لیکنه کی هڅه کیږی چی د هغه حضرت ژوند څخه مختصر معلومات سره سره د هغه حضرت فرهنګی او سیاسی فعالیتونو څخه هم لږ څه وویل سی. د هغه حضرت نوم موسی او لقب یی کاظم دی. پلار یی د شعیانو شپږم پیشوا، حضرت امام صادق علیه السلام او مور یی با فضیلته ښځه حمیده وه. امام کاظم (ع) په ۱۲۸ ه.ق کال کی د ابواء په نامه سیمه کی چی مدینی ته نږدی دی نړۍ ته راغلل او د ۱۴۸ هجری څخه چی امام صادق ع په شهادت ورسیدل، د هغه امامت دوره شروع سره او د مشهور قول په اساس، په ۱۸۳ هجری کال کی په شهادت ورسیدل. د هغه کوچنۍ والی دوره نسبتآ آرامه فضا کی تیره سوه، د کوچنۍ والی مهم سیاسی پیښه یی د بنی امیه څخه و بنی عباس ته د حکومت لیږد وو. امام کاظم ع څلور کاله عمر درلود چی بنی امیه سقوط وکړ او بنی عباس د ابوالعباس سفاح په مشری حکومت ته ورسید. امام کاظم ع د پلار ۲۰ کاله عمر درک کړ چی دهغه لپاره ډیره ګرانقدره وو. د هغه لپاره د پلار محضر ددی لپاره ګرانقدره وو ځکه چی هغه د امام صادق ع منزلت باندی پوهیدله او د هغه وجود ګوهر باندی پوهیدله. هغه جعفری مکتب افضله شاګردانو څخه وو. امام کاظم ع د همغی ځوانۍ دوری څخه د مسئولیتونو قبلولو لپاره په بیلابیلو برخو کی آماده وو. په دینی برخه کی د هر ډول بحث او نظر اعلانولو لپاره، او په علمی مسایلو کی هم تر ټولو مخکی وو. د امام صادق ع د شهادت په وخت کی منصور دوانیقی د عباسیانو مشهور او ستمګر خلیفه د خپل قدرت په اوج کی وو. منصور هغه کس وو چی خپل حکومت پایو مستحکمولو لپاره، ډیر انسانان په قتل ورسوله. نه یواځی شیعیان، بلکه د تسنن نړۍ لوی شخصیتونه او فقها د هغه سره مخالفت وکړه، د هغه سخت آزار لاندی قرار نیوله. امام کاظم ع د خپل پلار شهادت وروسته، په ۲۰ کلنۍ کی دداسی ستمکاره خلیفه سره مخامخ سو چی د اسلامی قلمرو بلامنازعو حاکمو څخه شمیرل کیدله. د ۱۴۸ هجری کاله وروسته چی امام صادق ع په شهادت ورسیدل او د حضرت کاظم ع امامت شروع سو. هغه حضرت د خپل امامت په دوره کی د څلورو خلیفه ووسره د منصور دوانیقی، مهدی، هادی او هارون الرشید سره هم عصره وو. په کامله توګه د یادسوو خلفاوو کارنامی د جرم او جنایته ډک دی. نن چی د امام موسی کاظم ع خبری کیږی نو عمومآ داسی تصور کیږی چی یو مظلوم، بی غږه په مدینه کی وو چی عباسی مامورین ولاړه هغه یی په زوره بندی کړله او وروسته هم هغه مسموم او له نړۍ څخه ولاړل. همدا او بس. خو قضیه داسی نه وو، د امام کاظم ع د ژوند کیسه یو ډیر اوږد مبارزی قضیه وو؛ یو تشکیلاتی مبارزه چی د اسلام ټول آفاقو او برخو کی د هغه امام په هدایتونو او د هغه حضرت علاقمندانو سره مستمر ادامه درلود. د عباسیانو خلافت په دوران کی هم د شیعیانو په پراختیا سره د اسلامی بیلابیلو سیمو کی، یو اړیکی شبکی ته د هر ورځی څخه مخکی اړتیا لیدل کیدل او اهل بیت ع هم په دی همدی اساس، یو اړیکی شبکی جوړولو باندی اقدام وکړ. دا مساله د امام کاظم ع څخه مخکی شروع سوی وو، خو هغه حضرت شبکه د شیعیانو پراختیا اړتیا په اساس پټ کړ. د هغه حضرت برنامه ریزیو ته کولای سو په لاندی شکل اشاره وکړو: اقتصادی برنامه ریزی او پلان جوړونه د شعیانو معیشت وضعیت ښه والی لپاره؛ د خپلو نږدی یارانو څخه ګټه اخیستنی سره استراتژی جوړونه په حکومتی مقاماتو کی د هغه حضرت په حکومتی چارو کی د همکاری نه شتون سره او د عباسی خلفاوو حکومت ته مشروعیت نه ورکول او غاصب بلل؛ د عباسی دریم خلیفی فریبانه سیاستونو او عوامو خطاایستلو خنثی کول د فدک اجرا په مخته کولو سره؛ د آزادی غوښتونکو غورځنګونو څخه ملاتړ لکه د شهید فخ قیام څخه ملاتړ؛ د وکالت سازمان پراختیا د امام صادق ع څخه وروسته عملی سو او د امام او پیروانو مستقیم تماس مشکل یی حل کړ او د وکیلانو سیاسی مذهبی نقش یی پراخه کړ؛ د ډیرو علی نخبګانو تربیت او ډیر داسی سازمان یافته برنامو جوړونه. هارون الرشید د امام کاظم ع په بندی کولو او وروسته په شهادت رسولو سره، د شیعیانو په ناامیدی سره او خپل کورنۍ حکومت استمرار لوی خنډ ایسته کول پر اسلامی ټولنه باندی وو، خو د وکالت سازمان محکم ساختار د دشمنانو پر توطئی باندی وتړله، په داسی ډول سره چی د هغه وروسته مامون خلافت په وخت کی، هغه په په ناچارۍ سره د امام رضا(ع) بی واسطی حضور لپاره په لوی حاکمیتی ځای کی د خلیفی وروسته دعوت ته مجبور سو. دداسی حکومتی ځای ورکول په هر مقصد او انګیزی سره چی وی د امام کاظم ع زوی ته، د حضرت تشکیلاتی راهبردۍ ثمربخش والی څخه حکایت لری؛ ځکه چی دا کار ددی سبب سو چی د حاکمیت په داخل کی وفادار ځواکونه هغه حضرت او اهل بیت ته مخ په ډیریدو سی او خلیفی باندی تاثیر وکړی، تر دی ځایه چی مامون په هر مقصد چی وو دی نتیجی ته ورسید چی خپل حاکمیت د ساتلو لپاره ناچاره باید د امام کاظم ع ځایناستی نه په بندیخانه کی بلکه خپل ترڅنګ په لوی منصب کی باید وی. خلاصه داچی د تشیع تاریخ، تشکل ګرایی، سازمان جوړونه، د بحران مدیریت او سازمانی تشکیلاتو رامنځته کونه د شیعیانو په منځ کی د هغه حضرت په نامه ثبت کړی دی. دا تشکیلات په تازه کولو سره او بومی کولو سره په بیلابیلو دورو کی ادامه پیدا کړ تر څو چی د هغه حضرت خلف زوی، امام خمینی (ره) د هغه نمایندګانو شبکو او مرجعیت تشکیلاتو څخه په الګو ګیری سره په ټوله اسلامی ټولنه کی او حکومتی تاسیس کی د اهل بیت دینی زده کړو په اساس، عینی نمونه د امام کاظم ع د دوران څخه په حاضر حال کی دی. ]]> شخصيتها Mon, 24 Apr 2017 22:35:52 GMT http://avapress.com/vdcdjf0fnyt0ok6.lb2y.html زاخېلوال: افغانستان، هیچ چاته به اجازه ورنه کړي چې خاوره یې دبل ګاونډي هیواد پرضد وکاروي http://avapress.com/vdcewz8zvjh8exi.r6bj.html زاخیلوال ویلی، پاکستان او افغانستان به د اړیکو جوړولو له پاره یوه غونډه تر سره کړي. د افغان غږ (آوا) آژانس د خبر له مخې، په پاکستان کې افغان سفیرزاخېوال ویلی ویلی، د کابل او اسلام‎ اباد اړیکې وروسته تر دې ډېرې خړپړې شوې چې د فبروري په ۱۹مه د پاکستان د سند ایالت په لال شهباز قندز زیارت کې چاودنې دیر ملکی وکړی وژل شوی دی. داکترحضرت عمر زاخېلوال په اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون افغان محصلینو سره د لیدنې پرمهال ویلی، چې دغه غونده به راتلونکې میاشت کې جوړه شي، خو کره نېټه یې په ګوته نه کړه. په پاکستان کي افغان سفیر وای، چې دا ښه فرصت دی څو کابل پر اسلام آباد د لګېدلو تورونو شواهد د دې پلاوي مخ ته کېږدي. زاخیلوال د یادې غونډې ته ویلی، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه به خامخا ستونزې او خنډونه لري، خو دواړه ملتونه سره یودي. دی وایي چې د لندن د غونډې له پرېکړو سره سم به د پاکستان د پارلماني پلاوي تر سفر وروسته د پاکستان پوځي پلاوي هم کابل ته سفرونه پیل کړي. زاخېوال ویلي، افغانستان یو خپلواک هیواد دی، هیچاته به اجازه ورنه کړي چې خاوره یې دبل ګاونډي هیواد پر ضد وکاروي. ]]> شخصيتها Thu, 20 Apr 2017 07:19:26 GMT http://avapress.com/vdcewz8zvjh8exi.r6bj.html کرزی:اوسنی حکومت مې نور نماینده نه دی، امریکایان وباسم . http://avapress.com/vdciyzazut1a5u2.k6ct.html اوسنی حکومت مې نور نماینده نه دی، امریکایان وباسم . پخواني ولسمشر حامد کرزي د لومړي ځل لپاره د ولسمشر اشرف غني پر حکومت توندې نیوکې وکړې. کرزي تر دې دمه د رسنیو په وړاندې د اشرف غني پر حکومت له نیوکې ډډه کوله. مخکېني ولسمشر د ننگرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو له خوا د ترټولو ستر بم د غورځولو په غبرگون کې وايي نوره یې پرېکړه کړې چې امریکا له افغانستانه وباسي. حامد کرزي چې د ملي محور گوند له خوا یې د ډیورنډ کرښې په اړه غونډې ته وینا کوله پر افغان حکومت او امریکایانو توندې نیوکې وکړې. حامد کرزي په دغه وینا کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنگ د ملي یووالي پر حکومت هم سختې نیوکې وکړې. کرزي وویل «د افغانستان حکومت اعلان کړی چې پر افغان خاوره د امریکا د مهلک بم له غورځولو ملاتړ کوي». حامد کرزي دغه برید افغانانو ته سپکاوی وباله. کرزي وویل «یوازې زموږ د چاپېریال خبره نه ده، موږ ته سپکاوی وشو، دا خاوره بې څښتنه وگڼل شوه». کرزي وویل «د یوه افغان وگړي په توگه اوسنی حکومت خپل نماینده نه بولم، د خپلو اهدافو نماینده یې نه بولم، د خپلو ارمانونو نماینده یې نه بولم، د ملي حاکمیت نماینده یې نه بولم، د خپل برخلیک نماینده یې نه بولم». پخواني ولسمشر وویل د ملي يووالي حکومت نور د افغانستان د ملي حاکمیت ننگه او نمایندگي نه شي کولی. حامد کرزی چې د وینا پرمهال غوسه برېښېده په افغانستان کې يې د ترهگرۍ پر ضد د امریکا پر تگلاره نیوکه وکړه. کرزي وویل امریکا سره له دې چې افغانستان کې جگړه کړې خو افراطیت ورځ تر بلې زیات شوی. حامد کرزي په لومړي ځل د ملي يووالي حکومت پر دریځ توندې نیوکې وکړې. پخواني ولسمشر تر دې دمه د ولسمشر غني پر حکومت له نیوکو ډډه کوله. کرزي وویل، که دا ثابته شي چې د ترټولو ستر بم غورځولو اجازه افغان حکومت ورکړې وي، دا ملي خیانت دی. پخوانی ولسمشر د خپلې واکمنۍ له دویمې دورې وروسته په افغانستان کې د امریکا له جگړه‌ییز سیاست سره مخالفت کړی. خو کرزي تر دې دمه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره په دغه بڼه نه وه کړې ]]> شخصيتها Sun, 16 Apr 2017 11:19:15 GMT http://avapress.com/vdciyzazut1a5u2.k6ct.html د ولسمشر مبارکی پیغام http://avapress.com/vdccooqsx2bq1p8.5ja2.html قدرمنو وطنوالو، موږ هر یو کولای شو چې د ګران وطن په جوړولو کې برخه واخلو. د نیالګیو ایښودل، کروندو ته اوبه ورکول، د ونو او بوټو خدمت، د مکتب جوړول،د روغتون ابادول، د یوه سړک په رغولو کې شریکېدل یا د کلی او کوڅې په پاکی کې برخه لرل، دا ټول د خیر عملونه دی چې د خدای مخلوق ته یې ګټه رسېږی او وطن ورسره ابادېږی. زموږ دین له موږ څخه خیر او نیکی غواړی. اوس چې الله تعالی په یوه بل کال کې د ژوند کولو فرصت راکوی، د دې فرصت باید شکر ادا کړو او د ژوند په مختلفو ساحو کې د خیراو بهتری لپاره زیار وباسو. زموږ خلک طبعا غواړی چې په امن کې اووسی، اقتصاد یې بهتره شی، اولادونه یې سبق ووایی او روښانه آینده ولری. دا یوازې د امنیتی، دفاعی قواوو نه بلکې زموږ ټولو وظیفه ده چې د کار، زحمت او ښه سلوک په ذریعه، له شر او ناامنۍ سره مبارزه وکړو او د امېد، خوشبینۍ او خوشحالۍ رڼا خپره کړو. په تېر کال کې که څه هم د شر او ګمراهی پلویانو خپل ټول کوښښ وکړ چې ګران هیواد ناارامه وساتی، د خدای د مخلوق وینې وبهوی او د وطن میندې او خویندې غمجنې او پریشانه کړی، خو، د دې باوجود، زموږ ځوانانو د ژوند په هر ډګر کې وطن ته ویاړونه وګټل او د امېد او خوشحالۍ مشالونه یې بل کړل. که زموږ سرتېرو د وطن او وطنوالو په دفاع کې حماسې رامنځ ته کړې، نو د علم او معارف په ساحه کې هم د دې خاورې لوڼو او زامنو نوی پرمختګونه وکړل. دغه راز، ځوان ورزشکاران مو له نړیوالو ډګرونو څخه وطن ته ډک لاسونه راستانه شول. زموږ د کرکټ ملی ټیم په تیر کال کې د دغه ورزش په تاریخ کې نوی ریکارډونه ثبت کړل. د ګران وطن کسبګر، بزګران، تاجران او ټول اقشار، له مشکلاتو سره سره، په عظیم همت او بې سارې جذبه په کار او هڅو بوخت دی او د دوی د هڅو په برکت د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ښه ژوند په لور حرکت وینو. زه ټولو وطنوالو ته چې د ژوند په مختلفو ساحو کې یې ویاړونه ګټلی دی مبارکی وایم او په نوی کال کې یې د لا زیاتو بریاوو ارزو کوم. نوی شمسی هجری کال دې ټولو ته بختور وی. آمین یا رب العالمین زنده باد افغانستان تل دې وی افغانستان یشه سن افغانستان ]]> شخصيتها Tue, 21 Mar 2017 16:23:58 GMT http://avapress.com/vdccooqsx2bq1p8.5ja2.html