نن سهار ۳ بجې پاکستاني الوتکو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په «لمان» سیمه کې او د خوست ولایت د «سپیره» ولسوالۍ د ملکي خلکو ۲۸ کورونه بمبار کړل. په دغو بريدونو کې درې ښځې او درې ماشومان په پکتيکا او دوه ښځې په خوست کې شهيدان شوي دي.
د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې د پاکستاني جنګیالیو د بمبارۍ ځای
28 حوت 1402 ساعت 14:23
نن سهار ۳ بجې پاکستاني الوتکو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په «لمان» سیمه کې او د خوست ولایت د «سپیره» ولسوالۍ د ملکي خلکو ۲۸ کورونه بمبار کړل. په دغو بريدونو کې درې ښځې او درې ماشومان په پکتيکا او دوه ښځې په خوست کې شهيدان شوي دي.
آوا - کابل: د یوې سرچینې او پاکستاني خبریالانو د راپور له مخې، د پاکستان پوځ په پکتیکا کې د «عبدالله شاه» په نوم د پاکستاني طالبانو یو قومندان په نښه کړی، خو د اسلامي امارت ویاند دا ادعا ردوي. ویل شوي چې د عبدالله شاه په نوم یو کس چې پاکستاني لوري ادعا کوي په دغو بریدونو کې په نښه شوی، په پاکستان کې دی.
دغه راز عبدالله شاه چې په افغان خاوره د پاکستاني جنګیالیو د نن سهار په بریدونو کې د وژل کیدو ادعا کوي، د یوې ویډیو په خپرولو سره دا خبر رد کړ.
د ټي ټي پي د دغه قومندان د وینا ویډیو
په دې ویډیو کې هغه وايي چې زه روغ یم او د پاکستان په وزیرستان کې اوسېږم.
په همدې حال کې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو د پاکستاني جنګیالیو د دغه یرغل په ځواب کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.
په دې اړه د ملي دفاع وزارت وياند وويل: د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه د هر ډول يرغليزو کړنو ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر حالت کې به د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع وکړي.
د مطلب کود: 287583