کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کښې د آمریکايی پوځیانو اوږدمهاله شتون،په دغه هیواد کښې آمنیت نه شي راوستلاي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جدی 1391 ساعت 14:11


د پاکستان او امریکا اړیکې له چیلنجونو ډکې دي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري میرمن حنارباني کهر له بلومبرګ تلویزیوني چینل سره په مرکه کښې وویل ،په دي وروستیو کلونوکښې اسلام آباد او واشنګټن په ډیر حساسیت سره له یوه بل سره تعامل کړی ،خو د واړو هیوادونو اړیکې تل له چیلنجونو سره مخ دي . هغې وویل د آمریکا او پاکستان په اړیکو کښې ډیر چیلنجونه موجود دي ،او دا تمه باید ونه شي،چې دومره زر دې دغه درستې مسئلې آوارې شي . د پاکستان خارجه وزیري وویل پاکستان له ترهه ګرۍ سره مبارزه کښې ډیره ملګرتیا کړي ده ،خو که آمریکا د اسلام آباد له خبرتیا پرته دا ځل په پاکستان کښې دننه عملیات وکړي،نو د دغه هیواد د خلکو غوسه به راوپاروي . میرمن رباني کهر زیاته کړه ،پاکستان په سیمه کښې د ترهه ګرو د فعالیتونو په دلیل ډیر تاوان ورکړی چې د زرګونو پاکستاني ملکیانو او آمنیتي ځواکونو وژله د دې یو تائید دی . د پاکستان خارجه وزیري د افغانستان د حالاتو په اړه هم وویل ،دغه هیواد د افغانستان د راتلونکې په اړه سخت اندیښمن دی ،او په اوږدمهال کښې په افغانستان کښې د آمریکايي پوځیانو شتون ،د دغه هیواد لپاره سوله او ثبات نه شي راوستلاي.


د مطلب کود: 56717

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/56717/په-افغانستان-کښې-د-آمریکايی-پوځیانو-اوږدمهاله-شتون-دغه-هیواد-آمنیت-نه-شي-راوستلاي

آوا
  https://www.avapress.com