دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۳۷
د مطلب کود : 160074
ارګ د روڼتیا سازمان په ځواب کې: د اداري فساد پر ضد عملي اقدامات شوي
افغان حکومت وايي، د اداري فساد سره مبارزه يې په لومړیتوبونو کې ده او د دغه پدیدې په وړاندې يې عملي اقدامات کړي.
په داسې حال کې چې د شفافیت نړیوال سازمان د فساد پر ضد د ملي يووالي حکومت هڅې ناکامې بللي، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د فساد پر ضد یې عملي اقداماتو او هڅو ښه نتیجه ورکړې ده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال کب۲۳» ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د دغه پدیدې سره د مبارزې په برخه کې يو لړ جدي او عملي ګامونه پورته کړي.
 
نوموړي زیاته کړه:"موږ په دې برخه کې يولړ عملي اقدامات کړي، د ۱۳۹۶ کال په بودجه کې شفافیت يو له دغو اقداماتو نه دی او تر ټولو مهمه دا چې د دفاع او کورنیو چارو وزارت په ګډون په يو شمېر مهمو بنسټونو کې اصلاحات راغلي او د حکومت هڅه او تمرکز پر دې دی چې څنګه کولای شي شفافیت او ځواب ورکولو ته زمینه برابره کړي."
دا په داسې حال کې ده چې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل يوه تازه راپور کې ویلي چې د فساد پر ضد د افغان حکومت هڅو د ملګرو ملتونو د بنسټیزې پراختیا اهداف نه دي ترلاسه کړي.
د دغه راپور په حواله د پایدارې پراختیا ۱۶ مهم اهداف د ۱۹۳ ملتونو لپاره ټاکل شوي ترڅو یې له مخې فقر محوه او تر ۲۰۳۰ مېلادي کال پورې د خلکو سوکالي تضمین کړي.
د شفافیت نړیوال سازمان په راپور کې دا هم راغلي چې که افغان حکومت د فساد پر وړاندې جدیت ونه ښيي، ناشونې ده چې افغانستان د پایداره پراختیا اهدافو ته چې په کې د فقر محوه کول، د سولې ټینګښت او ټولنیز عدالت شامل دی ورسېږي.
په دغه راپور کې له ملګرو متلونو په جدي توګه غوښتل شوي چې افغان حکومت اړ کړي څو د فساد پر وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې د شفافیت نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د فساد له پلوه د ۱۵ امتیازونو په درلودلو سره، تر سوماليا، جنوبي سوډان او سوریې وروسته، د نړۍ څلورم فاسد هېواد اعلان کړی دی.
په همدې حال کې د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د لوړ پوړیو دولتي ملکي او پوځي چارواکو په ګډون یې، د فساد له ۱۵۰۰پر زیاتو دوسیو کار کړی چې په ترڅ کې یې د یوشمېر چارواکو دندې ځنډول شوي او ځینې کسان ممنوع الخروج اعلان شوي دي.
خو د يو شمېر مدني ټولنو او کارپوهانو په باور کم کاري، له فساد سره د مبارزې بنسټونو په کار کې د حکومت له‌ خوا سیاسي لاسوهنې او زورواکي هغه لاملونه دي چې په هېواد کې اداري فساد ته زمینه برابره کړې ده.
خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ رئیس سید اکرام افضلي وايي چې په افغانستان کې د فساد ضد روانې هڅې ځکه بریالۍ نه دي چې د دغه پدیدې په وړاندې مبارزه لا بنسټیزه شوې نه ده.
نوموړي زیاته کړه:"د افغانستان حکومت له دې نه دی توانېدلی چې د فساد سره سمه مبارزه وکړي چې لا دلته د فساد ضد مباره لا بنسټیزه شوې نه ده دا په دې معنا چې د فساد ضد بنسټونه خپلواک نه دي، د فساد سره د مبارزې په برخه کې قوي قانون نه دی موجود،دا شان په دې برخه کې سیاسي چلند د دې لامل شوی چې د پرمختګونو مخه ډب کړي."
ښاغلی افضلي وايي، تر کومې چې حکومت د فساد ضد مبارزه خپل لومړیتوب و نه ګرځوي او په دې برخه کې له سیاسي چلند نه لاس وانخلي له هېواده د فساد ورکېدل ناشوني دي.
د ده په خبره، د حکومت د يوې قوې ارادې د نه موجودیت له امله د فساد جرړې ورځ تربلې په پراخېدو او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5z0foyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته