دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۷
د مطلب کود : 136381
د ايران پخوانی ولسمشر هاشمي رفسنجاني د ۸۲ کلونو په عمر ومړ
د ایران رسمي خبري آژانس د یکشنبې پر ماښام اعلان وکړ، چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني، چې د اسلامي او انقلابي اهدافو لپاره یې خپل ژوند وقف کړی و د زړه د ناروغۍ پر لامل د ۸۲ کلونو په عمر په حق رسیدلی دی.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبر له مخی : ایراني رسنیو په ډاګه کړې؛ په یوه ځایي روغتون کې داکترانو ډېره هڅه وکړه، چې د هغه ژوند وژغوري ، خو و نه شو.

رفسنجاني په کال ۱۹۳۴ د اګست په میاشت کې زېږدلی و، د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۹ تر منځ د ایران د پارلمان رییس پاته شوی و.

نوموړی ۱۹۸۹ کې ولسمشرۍ ته ورسید، د ولسمشرۍ ترڅنگ د ايران د روحاني مشر اية الله علي خامنايي له خوا د ايران د ملي گټو د تشخيص کمیتې مشر هم شو او د مرگ تر وخته یې دغه دنده ترسره کړې ده.

د ملي گټو د تشخيص کمیتې دنده د پارلمان او څارونکې شورا ترمنځ د شخړو او اختلافاتو له منځه وړل دي.

د خپلې واکمنۍ پر مهال يې د ايران-عراق له جگړې وروسته د هېواد اقتصادي پياوړتيا او بيا رغونه خپل لومړیتوب وګاڼه.

د رفسنجاني په اړه ویل کیږي، چې هغه د ایران په نظام کې د هغو معتدلو شخصتیونو څخه و، چې له غرب او امریکا سره یې د ښو اړیکو جوړولو غوښتنه کوله.

نوموړی له ۱۹۸۹تر ۱۹۹۷ د ايران ولسمشر و.

په ۲۰۰۵ کې يو ځل د ولسمشرۍ ټاکنو ته ودرېد، خو احمدي نژاد ترې ټاکنې وګټلې.

د ايران د اسلامي شورا لومړنی رييس او د ايران څلورم ولسمشرعلی اکبر هاشمي رفسنجان د یکشنبې په ورڅ د ماښاه په ۱۸:۲۰ د د جدی په ۱۹ د زړه د دریدو پر لامل په داسې حال کې روغتون ته رسول شوی، چې له خبرو غورزیدلی و؛ خو په روغتون کې له یوه ساعت هڅو د داکترانو هڅې ناکامې شوې او هغه یې ونه شو ژغورلی.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت رهبرانو، د پارلمان، قضا او مطبوعاتو مشرانو او د کابینې غړيو د دغه هېواد مشرتابه او خلکو ته د خپلې خواخوږۍ څرګندونې کړي او نوموړي ته یې د الله پاک له درباره د بښنې او خلکو ته د دغه غم د زغم غوښتنه کوي.
https://avapress.com/vdch6-nzz23nxxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته