دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 161609
دوما سناریو؛ امریکا لوبي ته واردیږی؟

 
دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر، دس وریه دوما ښار کې د د کیمیاوی برید لپاره، سوریه ولسمشر او هغه ملاتړ کوونکې، ایران او روسیه، تورن کړی او ویلی چی بشار اسد ددی برید لپاره ډیر زیان ووینی.
ترامپ لیکلی دی: ډیر کسان په دی کیمیاوی برید کې وژل شوی چی په هغه کې ښځې او کوچنیان هم شامل دی. دا جنایاتونه په هغه سیمه کې رامنځته کیږی چی سوریه ځواک هغه سیمه محاصره کړی او د خارج څخه ورته لاسرسی نشته. ولسمشر پوتین، او ایران د بشار اسد حیوان څخه د ملاتړ په خاطر، مسؤول دی.
هغه ددی غوښتونکې شوی چی دوما ته د مرستو رسوونکو ځواکونو ته اجازه ورکړل شی.
هغه د امریکا پخواني ولسمشر څخه نیوکه کړی او ویلی چی باراک اوباما که د سره خط څخه د تیریدو په وړاندی خبرداری باندی پایبنده وای، اوس به بشار اسد د تاریخ سره یوځای شوی وای!
اوباما نږدی پنځه کاله مخکې ویلی وو چی سوریه ځواکونه که د مخالفانو په وړاندی کیمیاوی تسلیحاتو څخه ګټه واخلی، د امریکا نظامی غبرګون سره مخ شی.
د ترامپ دا غبرګون په داسی وخت کې صورت نیسی چی سوریه ډیر متحد چارواکې بالخصوص روسان، ډیر ځلی خبرداری ورکړی وو چی امریکا قصد لری د کیمیاوی بریدونو صحنه جوړولو په بهانه، د سوریه په داخلی چارو کې دخالت وکړی او هغه تروریستان چی د ماتې په حال کې دی، ورسره مرسته وکړی.
په همغه وخت کې، سیمه ایز مسایلو کارپوهان، خپل ارزونو کې د سوریه متحدانو صریح خبرداریو څخه امریکا ته وویل چی د بشار اسد دشمنانو برنامه ریزی په اړه خبرداری، دوه دلیل کیدلای شی ولری: یو په خان شیخون کې د سوریه دولت پوری منسوب کیمیاوی برید اصلی عوامل په اړه ابهام چی د امریکا سخت غبرګون راوپارول او واشنګتن په دی برخه کې، ډیر عجولانه او سریع عمل وکړ چی نه د مطرح شویو ادعاوو په اړه بین المللی څیړنو ته په صبر شو او نه هم حتی د معمول عرف په اساس، د سازمان ملل امنیت شورا مجوز لاسته راوړلو باندی یا امریکا کنګره مجوز لاسته راوړلو باندی اقدام وکړ.
د پوهانو په باور، دا اقدام، د روسیه او سوریه دولت نورو متحدانو خشم راپورته کړ؛ که څه هم روسیه مخکې ددی برید ترسره کولو څخه پوه شوی وو؛ خو دا د روسانو لپاره بسنه نه کوله؛ ځکه امریکا په هغه وخت کې، د روسیه ادعا سوری چورلکې برید پیښیدو په اړه د کیمیاوی اسلحو تولید پر کارخانه باندی، په ادلب کې نادیده ونیول او خپل باور باندی چی دا برید د بشاراسد دولت له لوری ترسره شوی وی، ولاړ وو.
اوس د سوریه او سوریه دولت متحدانو انګیزه یو برخه داده چی امریکا یو ځل بیا د کیمیاوی اسلحو څخه دسوریه دولت ګټه اخیستنې په بهانه، قصد لری دمشق دولت کمزوری کړی او سوریه معادلاتو کې خپل نقش پیاوړی کړی؛ هغه کار چی مخکې د اوباما دولت په وخت کې هم ترسره شوی وو؛ خو د کیمیاوی اسلحو څخه د سوریه دولت خلع سلاح کولو لپاره روسیه تعهد په اساس، په سوله ایز توګه پای ته ورسید.
په همغه وخت کې سازمان ملل پوری منسوب څیړونکې او امریکا مستقیم نظر لاندی څیړونکو او نور جاسوسی سرویسونه دا تایید کړی وو چی سوریه دولت خپل ټول کیمیاوی تسلیحاتو ذخایر له منځه وړی دی.
دا چی یو ځل بیا دا ادعا چی بشار اسد دولت له لوری کیمایی برید ترسره شوی دی؛ د یو لوری د سازمان ملل څیړونکو تایید نقضوی او له بل لوری، دا لوی بهانه د سوریه په داخلی چارو کې امریکا مداخلت ته مشروعتی ورکولو لپاره ترسره کیږی.
په دی حال کې سوری سرچینی اعلان کړ چی جیش الاسلام تروریستی ډله قرار دی چی د سوریه دولت سره د یو توافق په اساس، خپل ټول بندیانو آزادیدو سره، اجازه پیدا کړی چی ترکیه مرزت ته نږید ښار، ته نقل مکان وکړی او دوما سوریه ځواکونو ته تسلیم کړی.
بناپردی، امریکا او متحدان یی د هغه تروریستانو ژغورنی لپاره چی د مرګ په حال کې دی، دومره فرصت نه لری او کیمیاوی بریدونو سناریو هم د همدی مقصد لپاره، ډیر ناوخته طراحی شوی دی.
 
https://avapress.com/vdciuzaz3t1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته