دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 148180
ځوان او ځوانمردی

 

 

لکه څنګه چی پوهیږو، ځوانی یو نه تکراریدونکی او انسان د رشد وخت دی. خلګ هغه کسان چی په ځوانی کی مړ کیږی، د ناکام په حیث یادوی، یعنی خپل ژوند څخه یی هیڅ ګټه نه دی اخیستی او پر حال یی افسوس کوی.

په زړه پوری دلته دی چی همدا خلګ چی د هغه څوک په اړه چی ځوانی یی ګټه نه دی اخیستی، کوم خاص څه نه یادوی، په داسی حال کی افسوس دلته دی چی یوځوان خپل ژوند په بطالت او ناپوهی کی تیر کړی او هیڅ ډول مثبت ګټه ترینه نه دی اخیستلی.

د ائمه معصومین علیهم السلام روایتونو له مخی، د ځوانی په وخت کی پرډیر زده کړی باندی ټینګار سوی دی. امام علی علیه السلام فرمایی: یو ځوان د هغه ځمکی په شان دی چی تراوسه پکښی کوم کرنه نه وی سوی او اوس هرڅه چی پکښی وکرل سی، قبلوی یی.

له دی مخی باید ځوانان پیدا کړو ددی نه مخکی چی زړه او مغزونه یی د اجنبی خوراک نه ډک سی.

په حقیقت کی هغه کسان چی دعلم چپن پر تن لری، نسبت دی قشر ته مسئول دی. په اوس حال کی پرمختللی هیوادونه د ځوان قشر لپاره تر ټولو ښه تفریحی او زده کړیز امکانات آماده کوی تر څو هیواد د کارآمد ځواک څخه بی احتیاجه کړی او ډیر د تاسف ځای دی چی خدماتی او کارګر ځواکونه یی ډیر د ختیځ مسلمان کسانو څخه انتخابوی.

زموږ ځوانان د خپلو هیلو ترلاسه کولو لپاره، غربی هیوادونو ته ځی، حال دا چی ددی څخه غافله دی چی غربی هیوادونه د هغه کلتوری، ملی رسومات او بومی رسومات بدلوی او د ځوانی د تیریدو وروسته د هغه څخه یو ورک لاره پاته څیز بل څه نه جوړیږی.

امام کاظم علیه السلام فرمایی که د شیعه ځوانانو څوک د زده کړی نه بغیر په بل څه ووینم، دا روا دی چی پر هغه باندی د توری وار وکړم!!...

علما پوهیږی چی په خبرو کی استعاره، د موضوع د جدیت په معنی دی او هغه وخت چی امام معصوم د خپل مهربانی او لطف سربیره داسی کلام پر خوله باندی جاری کوی؛ ددی قشر لپاره د زده کړی ارزښت شکاره کوونکی دی.

موږ باید محترم والدین توجیه کړو چی خپل زامنو تحصیل ته جدیت وکړی، ځوانانو په دی باندی باید پوه سی چی په اوس وخت کی د علم کسب او زده کړی نه بغیر هیڅ کار ارزښت نه لری. زموږ مصیبت وهلی هیواد کی چی زرهاوو فرصتونه یا اجنبی مدیریت کوی او یا هم اجنبی تفکر پر هغه باندی حاکم دی، یو دلیل یی د علم او سواد نه شتون دی.

سازمان ملل هر کال د ځوان ورځ یو مهم او ارزښتناکه مقوله باندی راګیروی او مقصد یی د ځوانانو افکارو سوق و دی مقولی ته دی.

خو ډیر ښه مفاهیم او الګوګانی د اسلام او اهل بیت مکتب کی شتون لری. ډیر ښه چی د حضرت علی اکبر ع د ولادت ورځ د ځوان ورځ په نوم نوم ګذاری کړی دی. ډیر ښه به وسی چی هر کال د ځوان ورځ په یو مهم مفهوم باندی وتړو.

ځوان او ځوان مردی کولای سی یو د هغه مقولو څخه وی چی مقصد یی فرهنګی او علمی کار وی. فتوت او ځوان مردی چی د یو مسلمان د خاصیتونو څخه شمیرل کیږی، نن د وهابیت او سلفی ګری د افکارو په واردیدو سره هیر سوی دی. متاسفانه موږ دداسی صحنو شاهدان یو چی شاید د اسلام ۱۴۰۰ عمر کی بی ساری وی، د لااله الاالله و محمدرسول الله د نامه په شعار سره، سر پریکول، څیری څیری کول، تیرباران کول او ډله ایز وژنی هغه اعمال دی چی د ځوان مردی د روحیی نه شتون کی ترسره کیږی.

زموږ په عصر کی ځوانان د غربی زرق او برق تهاجم خطر کی قرار لری، موږ دنده لرو چی هغوی ته پوهه ورکولو سره هغوی زړونه پاک کړو او دا کار هغه وخت کیږی چی غرور او تکبر هیڅته کړو، په مهربانی او خلاص زړه او ښه اخلاق سره د ځوانانو سره چلند وکړو. په دی لاره کی د ستړی کیدو احساس ونه کړو او مایوس نه سو، ځکه چی دشمنان په ټول توان سره ځوانان تر هدف لاندی نیسی.

https://avapress.com/vdch66nzv23nkzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته