کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مساجدو او تکایاوو امنیت باید جدی ونیسو

15 اسد 1396 ساعت 12:58


 

 

د جوادیه مسجد لمونځ کوونکو باندی د انتحاری برید وروسته، آخری آمار ښیی چی ۴۰ تنه شهید او ۶۴ تنه هم ټپیان سوی دی. دا برید د خلګو سخت غبرګون بالخصوص د هرات ښار خلګو سخت غبرګون سره مخ سوی دی.

دهرات خلګ بالخصوص د بکر آباد سیمی خلګ د امنیتی ځواکونو چلند څخه

ی د دوه انتحاری کوونکو تیښتی په وړاندی ترسره کړ، نیوکی کوی. د افغان غږ خبرګزاری سره یو عینی شاهد په مصاحبه کی ویلی دی چی دوه تنه انتحاری کوونکی د مسجد څخه ووتل او وتښتیدل او ملکی خلګ هر څه امنیتی ځواکونو ته وویل چی دا دوه کسان برید کوونکو څخه وو او پر هغوی باندی ډزی وکړی، امنیتی ځواکونه ډزی ونه کړی او وویل چی اجازه نه لرو.

له بل لوری یو عینی شاهد هم وویل چی امنیتی ځواکونه ددی پرځای چی پر برید کوونکو باندی ډزی وکړی، ملکی کسانو باندی ډزی کولی. ددی کار وروسته د بکرآباد سیمی خلګ د مسجد نږدی پوستی باندی یورش کړی او اور وراچولی دی.

خلګ هم پر حکومت دارانو او امنیتی ځواکونو باندی د مرګ په غږ په سړکونو او سیمو کی حضور پیدا کړ، د همدی لپاره د بکر آپاد چوک ته نږدی یو کوڅه کی اته تنه امنیتی ځواکونه هوایی ډزی کړی چی له امله یی یو ملکی کس ټپی سوی دی.

لکه څنګه چی وینو، د ملی وحدت حکومت په دا دری کلنه حکومت کی، انتحاری او چاودیدونکی بریدونه خپل اوج ته رسیدلی.

د ملی وحدت حکومت حیات شروع څخه راهیسی زموږ خلګ د بدو شپو او ورځو سره مخ سوی دی؛ داسی چی خلګ ډیر مالی او ځانی تلفات لیدلی او په سلهاوو تنه هیوادوال مو شهید یا ټپیان سوی دی چی د هیواد وضعیت د خرابوالی شکاره کوونکی دی.

د هیواد جاری وضعیت په اړه څو فوق العاده نکتو ته اشاره کولای سو:

لمړۍ نکته په افغانستان کی د بیګانګانو شتون له لحاظه او هغه حساسیتونه چی له دی محضر څخه رامنځته سوی دی، امنیتی وضعیت ورځ په ورځ خرابیږی؛ داسی چی د دوو کلونو په ترڅ کی زموږ هیواد وال ډیز مالی او ځانی زیانونو سره مخ سوی دی او په دی مده کی خپل ډیر نږدی کسان له لاسه ورکړل او یا نږدی کسان یی ټپیان سوی دی؛ په داسی توګه چی نور طاقت او توان نه لری او غواړی ددی هیواد څخه ووځی او ځینی هم د ناچاری له امله په هیواد کی پاته دی، او ورځی او شپی په ډیر بیری سره تیروی.

بنا پردی، خلګ باید نور خپل صبر امتحان نه کړی او خپل حق پسی ولاړ سی او نور د هغه دولتمردانو غاړه ونیسی چی د امریکایی بیګانه ګانو سره امنیتی ننګین پیمان تړلی دی او د هغوی څخه پوښتنه وکړی چی ددی پیمان ګټه تراوسه کومی دی او ددی وروسته به څه وی؟!

دوهم نکته د تکایاوو او مساجدو چاودنو ترشا مرموز لاسونو شتون دی.

د افغانستان قسم خوړلی دشمنان په افغانستان کی د یو واقعیت شتون څخه ډیر ناراضه دی چی هغه په افغانستان کی د بیلابیلو مذاهبو پیروانو مسالمت آمیزه ژوند دی او دا همغه برکت او رحمت دی چی د افغانستان ملت دشمنان ورڅخه ناراضه دی؛ نو د همدی لپاره هڅه کوی چی ځان پوری تړلی عناصرو څخه په ګټه اخیستنی سره، د شیعه او سنی یو پارچه ګی په افغانستان کی تر هدف لاندی ونیسی او ددی لویو مذاهبو پیروان د یو بل په وړاندی تحریک او تسلیح کړی؛ هغه شیطانی کار چی په نورو اسلامی هیوادونو کی هم ورته بریالی سوی دی.

نو زموږ پوه خلګو دسنی او شیعه وړونو څخه دا هیله دی ترڅو خپل هوشیاری وساتی او بالخصوص د دواړو مذهبونو نوی علما ددی خطرناک توطئی په وړاندی وسپنیزه مانع او خنډ وی او د هیواد دشمنان باید دا ارمان او هیله ګور ته یوسی.

 

او په آخر کی خلګ دی نتیجی ته رسیدلی چی ملی وحدت حکومت دا توان نه لری چی خپل ریاست جمهوری ماڼۍ امنیت ونیسی نو څه د ټولو ۳۴ ولایتونو او ۳۰ میلیون افغانانو امنیت به ټینګ کړی!.

نو باید خلګ خپل ځان او خپل زامنو باندی زړه وسوځوی او پرځان واجب وبولی چی د مساجدو او تکایاوو امنیت د خپلو رشید او برومند ځوانانو څخه په ګټه اخیستنه په غاړه واخلی او په دی برخه کی دولت ته ضروری دی ترڅو د اړتیا وړ اسلحی د مساجدو او تکایاوو ساتنی لپاره د هیواد تکایاوو او مساجدو لپاره ورکړی.

 


د مطلب کود: 147728

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/147728/د-مساجدو-او-تکایاوو-امنیت-باید-جدی-ونیسو

آوا
  https://www.avapress.com