دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 144898
استراتژیک ګواښ د افغانستان پر شیعیانو باندی د بریدونو ادامه
کابل تیره شپه یو ځل بیا په ماتم کی وو؛ هغه هم د قدر او حضرت علی(ع) د شهادت په شپه. دوه ترهګر انتحاری کوونکی د رمضان مبارکی میاشتی په ۲۱ شپه، د کابل په یو شیعه اوسیدونکی سیمه کی، د الزهرا(س) پر جامع مسجد باندی برید وکړ. که څه هم د پولیسو مناسب چلند د تلفاتو د کمیدو سبب سو، خو بیا هم دا پیښه ۸ شهید د حاجی رمضان حسین زاده په شتون او ۱۲ تنه ټپی کړل.
تیر داسی مشابه پیښو ته په کتو سره په کابل کی د شیعیانو پر عزاداری مراسمو باندی مخکی تر مخکی هم دداسی بریدونو احتمال شتون درلود.
د ۱۴۳۸ هجری قمری کال په جریان کی، د افغانستان خون خواره دشمنان، دوه بریدونه دد امام حسین ع پر عزادارانو باندی د محرم او اربعین په میاشت کی ترسره کړړل چی نږدی سل کسان ووژل سو او لسګونه کسان ټپی سو. مخکی د هغه څخه هم یو انتحاری برید د جنبش روشنایی پر لاریون کوونکو باندی چی د افغانستان شیعیانو څخه وو، ترسره سوی وو.
د بشرحقوقو مستقل کمیسیون یو ګزارش شکاره کوه چی شیعیان په افغانستان کی د ۱۳۹۳ کال راهیسی، په ډیر هدفمند ډول سره د مسلحانه او تروریستی بریدونو لاندی قرار نیولی دی چی په نتیجه کی یی د ۹۳ څخه تر ۹۵ لمریز کال پوری، په مجموع کی ۱۹۴ غیری نظامی شیعه شهید، ۴۷۹ تنه ټپی او ۶۲ تنه نور ګروګان نیول سوی دی چی د هغوی څخه ځینی یی په ډیر وحشیانه توګه په قتل رسیدلی دی.
په دی اساس لیدل کیږی چی په افغانستان کی د شیعیانو پر عزاداری مراسمو باندی برید، بالخصوص په کابل کی، یو پایدار او همیشنۍ هدف باندی تروریستانو لپاره بدل سوی دی. د بدلونونو روند په ۱۳۹۶ کال کی شکاره کوی چی هدفمند مسلحانه او تروریستی بریدونه همداسی د افغانستان د شیعیانو په وړاندی همداسی ادامه لری او دا مساله به په افغانستان کی د شیعیانو مذهبی-ټولنیز حیات ادامه لپاره به ډیر خطرناک وی.
که څه هم د افغانستان شیعیانو د تیرو کلونو په لړ کی، په لوړ سیاسی پوهی او خویشتن داری شکاره کولو سره د هر برید وروسته شکاره کړی دی چی په داسی مذبوحانه هڅو سره، د ملی وحدت او مسالمت آمیزه ژوند یی د ځمکی د نورو اقشارو سره کوم خدشه نه وینی، خو داسی بریدونه، ددی خلګو مذهبی-دینی او سیاسی- ټولنیز آزادیو د اخیستلو په حال کی ددی چی د جهاد او مقاومت کلونو په لړ کی د ۱۶ کالو راهیسی، په ډیر ذحمتونو سره لاس ته راغلی دی او په اساسی قانون کی صراحتآ هغه ته اشاره سوی دی.
خو په حقیقت کی، کوم کسان یا ډلی د افغانستان شیعیانو قومی-مذهبی او دینی-مذهبی او سیاسی- ټولنیز آزادیو سلب او بریدونو ترشا قرار لری؟ د افغانستان حکومت او تشیع جامع مشران تراوسه دی پوښتنی ته کوم ځواب نه دی ورکړی اود پردی ترشا تیر پیښی نه دی افشا کړی! یا هم په واضح توګه ویلای سو چی د نورو لوی او کوچنی تروریستی بریدونو په نسبت، د افغانستان حکومت بالخصوص کشفی او استخباراتی نهادونه ددی ډولو بریدونو د څیړلو پسی نه دی ګرځیدلی.
هغه څه چی مشخص دی، د داعش تروریستی ډله ددی بریدونو ټول مسئولیت په غاړه اخیستی دی، خو د داعش فعالیتونو څرنګوالی او د بریدونو څنګه ترسره کیدو په اړه ډیری پوښتنی شتون لری.
د داعش تروریستی ډله د الزهرا(س) پر مسجد باندی د برید مسئولیت د نورو بریدونو په شان پرعاړه اخیستی دی. د داعش د ډلی منځته راتګ یو کلیدی او محوری اهدافو څخه، هغه افراطی او تکفیری ایدئولوژی ته په توجه سره چی لری، د نورو مقصدونو څخه بیل، د اسلام په نړۍ کی د شیعیانو هدف لاندی نیول دی.
اوس دا مقصدونه په افغانستان کی په یو ډول سره تحقق نیسی او داسی په نظر رسیږی چی داعش خپل یو مقصد ته په افغانستان کی رسیدلی دی. خو دا پوښتنه شتون لری چی څنګه د داعش اساسی غوښتنی د سوریی او عراق څخه په افغانستان کی، څنګه دا ډله او ایدئولوژی یی رخنه کړی دی او سرتیری پیدا کړی ددی او لوړ مالی او استخباراتی توان ته رسیدلی دی او توانیدلی دی چی په کابل کی داسی بیلابیل بریدونه ترسره کړی؟!
ددی بریدونو ترشا یو احتمال طالبان دی. تر هغه ځایه چی د داعش ډلی اصلی بدنه په افغانستان کی په ډیرو سیمو کی هغه طالبان تشکیلوی چی خپل سپین بیرغ کښته کړی او دداعش تور بیرغ پورته کړی دی، دا احتمال شتون لری چی دداعش نوم د طالبانو مخرب او ویرانګر بریدونو لپاره سرپوخ او مهم د هغه څخه پاکستان لپاره وی.
د زنبق په څلور لاری باندی لوی خرابوونکی برید مسئولیت یی داعش تروریستی ډله په غاړه واخیسته، خو د افغانستان ملی امنیت ریاست د حقانی شبکه او د پاکستان نظامی استخباراتی سازمان مسئول اعلان کړ.
د ملی امنیت تازه جزئیات د قندهار والی میلمستون باندی او د امارات متحده عربی دیپلماتان هدف قرار ورکولو په اړه هم شکاره کوی چی طالبان او پاکستان ددی برید ترشا قرار درلود.
که څه هم باید وویل سی چی طالبان ددی اخیرو بریدونو لکه زنبق څلور لاری او قندهار والی میلمستون او بالخصوص د افغانستان شیعیانو باندی د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی. په یو تازه صوتی پیغام کی سراج الدین حقانی، د طالبان مشرۍ معاون د اخیرو پیښو په اړه، ددی ډلی د لاس درلودل رد کړی دی او ددی پیښو قربانیانو په وړاندی غم شریکی کړی دی او د ملکی کسانو د تلفاتو مخنیوی لپاره ددی ډلی د راهکار څخه خبری کوی. د طالبانو په یو تازه رهبری بیانیه کی راغلی دی چی سراج الدین حقانی وضاحت ورکړی دی چی اسلامی امارت هیڅ وخت داسی کار نه کوی چی هغه کی ملکی کسانو ته کوم زیان ورسیږی، بلکه داسی وختونه هم راغلی دی چی لوړ پوړۍ چارواکی په مسجد او ملکی کسانو په منځ کی حضور درلودلی دی خو د امات مجاهدین د ملکی کسانو د تلفاتو د مخنیوی لپاره دداسی بریدونو څخه لاس اخیستی دی.
ددی بیانیی سربیره، طالبان په تیره کی ډیر ځلی پر مساجدو باندی د انتحاری او بوم ګذاری اقدام کړی دی او همدارنګه لوی غیری نظامی وژنی ترسره کړی دی چی د هغوی ددی ادعا برخلاف ثابتوی.
هغه څه چی د طالبانو ډلی په اړه مشخص دی، دا ډله د ملامحمد عمر رهبری دوری په شان نور یو منسجم او مستحکم ډله نه ده چی د یو واحد رهبر یا مشر څخه فرمان ترلاسه کړی. دا ډله دد ملامحمد عمر مرګ وروسته او همدارنګه د ملا اختر منصور وژنی وروسته، ډیرو بیلابیلو ډلو باندی ویشل سوی او بیلابیل مشران پیدا کړی دی.
همدارنګه هغه اختلافات چی د طالبانو مشری اصلی هستی په اړه شتون لری. دا ویشل توب، د نړی او سیمی هیوادونو لپاره د طالبانو څخه د سوء استفادی لپاره زمینه برابر کړی دی.
پاکستان او امریکا ددی هیوادونو په راس کی قرار لری. پاکستان اوس په افغانستان کی ډیر خرابوونکی بریدونو او طرحو باندی لاس وهی چی داعش په نامه ډله د هغه مسئولیت په غاړه اخلی.
له بل لوری، امریکا د اخیر مشکوک امنیتی بدلونونو تر پردی ترشا په افغانستان کی لکه په شمال کی د داعش ځای پرځای کیدنه او همدارنګه مشکوک الوتکو الوتنی د افغانستان په بیلابیلو سیمو کی قرار لری.
په تازګی سره، مشرقی ولایاتو نمایندګان هم د امریکا او افغانستان حکومت نمایشی مبارزی څخه د داعش سره په ننګرهار او نورو سیمو کی نیوکی کوی او دهغه پیامدونو په اړه هشدار ورکوی.
دی ته په توجه سره چی داعش خپل اخری سا یا نفس په عراق او سوریه کی کاږی، افغانستان ددی ډلی فراریانو لپاره ډیر مناسب ځای دی او د روسیی په استخباراتی اطلاعاتو کی هم شواهد شکاره کوی چی امریکا ددی ځای پرځای کیدنی ترشا قرار لری.
په دی سربیره، په یو دوهم احتمال کی، افغانستان یوځل بیا د یو لوی ناامنه او بی ثباته برنامه محور کی قرار لری او دطالبانو وروسته، دا ځل د داعش په نامه، امریکا او پاکستان استراتژیک او اوږدمدته ګټی په دی پروژه کی لری.
قومی-مذهبی اختلافاتو باندی لمن وهل او دافغانستان د شیعیانو تضعیف او د هغه ترڅنګ د قومی-مذهبی نزاع نښته په دی هیواد کی، ددی پروژی د محوری برخو څخه شمیرل کیږی. متاسفانه دا مقصد د حکومت دننی ځینی افراطی قومی څیرو همکاری ته په توجه سره چی صورت نیسی، تراوسه په اسانه توګه تر لاس لاندی وو؛ بی له هغه، څنګه د داعس انتحاریانی په دی پیمانه سره کولای سی دا مسلحانه او خرابوونکی بریدونو باندی لاس ووهی؟!
د هغه بریدونو په اړوند چی د افغانستان شیعیانو په وړاندی صورت نیسی، د ملی وحدت حکومت مشران، هر وخت هغه تقبیح کړی دی، خو لکه څنګه چی ورته اشاره وسوه تراوسه ددی پیښو د پردی ترشا کوم څه نه دی افشا سوی. حکومت اعلان کړ چی د زنبق څلور لاری برید ترشا د داعش ډله نه بلکه حقانی شبکه او پاکستان قرار لری، او اوس باید ووایی چی شیعه عزادارانو او لمونځ کوونکو باندی برید ترشا څوک قرار لری؟!
د روشانه ځواب نه شتون په دی اړه، پر حکومت او په داخل کی یی ځینو حلقو باندی تور احتمال ډیروی.
خو ددی مسائلو څخه بیل، یو بل استراتژیک خطر په افغانستان کی د ریشه نیولو په حال کی دی او هغه د خلګو په بیلابیلو اقشارو کی د سلفی-وهابی او تکفیری ایدئولوژی ترویج بالخصوص په علما او زده کوونکو او رحانیونو کی دی.
په دی برخه کی، سعودی عربستان په افغانستان کی خاص برخه او همت درلودلی دی.
دا هیواد قرار دی چی یو لوی دینی مدرسه د سیمی په سطحه په افغانستان کی رامنځته کړی. د هغه ترڅنګ، د زرهاوو دینی مدرسو شتون د پاکستان قبایلی سیمو کی هر وخت د فتنه مرکز دی.
دا مدرسی اوس د داعش تکفیری ایدئولوژی  لسګونو زرو زده کوونکو بالخصوص افغانانو ته زده کړی ورکوی. ددی ایدئولوژی په محور کی، د شیعیانو تکفیر او د هغوی تر هدف لاندی نیول دی.
ددی زده کوونکو او مبلغینو زده کړی دوری په پای ته رسیدو سره په عربستان او پاکستان کی، هغوی د افغانستان په بیلابیلو سیمو کی په دینی مدرسو کی، د تکفیری ایدئولوژی د خپرولو په هڅه کی د شیعیانو به وړاندی دی اود اوج نیولو په حال کی دی.
متاسفانه د افغانستان حکومت، ارشاد وزارت، حج او اوقاف وزارت او همدارنګه علماوو سرتاسری شورا چی ډیر کلونو راهیسی اسلامی اخوت په برخه کی کار کړی دی، تراوسه ددی ایدئولوژی ترویج په وړاندی چوپ پاته دی او دا وضعیت کولای سی هم ملی وحدت او اسلامی اخوت متزلزله کړی او هم د شیعیانو سیاسی-ټولنیز او مذهبی-دینی حیات ته زیان ورسوی.
باید ددی بریدونو ادامه په وړاندی، یو ګواښ او استراتژیک زیان په حیث وکتل سی او چلند ورسره وسی.
لیکونکی: د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) تحلیلګر او پژوهشګر سید عباس حسینی
https://avapress.com/vdcjhxevouqexoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته