کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ: د پاکستان له خوا په را توغول شوو توغندیو کې تیره شپه دوه میرمنې ټپیانې شوي دي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 31 سنبله 1393 ساعت 14:35


د کونړچارواکي وایي، چې په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستان له خوا په را توغول شوو توغندیو کې تیره شپه دوه میرمنې ټپیانې شوي دي.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ مرستیال عبدالقادر امید نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې د تیرې شپې په ترڅ کې د پاکستان له خوا د دانګام ولسوالۍ په اړوندو سیمو ۲۳ توغندي لګیدلي دي.
نوموړي وویل، چې د روان کال له پیله تر دې مهاله نژدې ۷ زره توغندي د افغانستان په ختیځو ولایتونو ویشتل شوي چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.


د مطلب کود: 99252

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99252/کونړ-د-پاکستان-له-خوا-په-توغول-شوو-توغندیو-کې-تیره-شپه-دوه-میرمنې-ټپیانې-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com