کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اشرف غني احمدزئ دافغانستان ولسمشر او عبدا... عبدا... هم اجراوي مشر شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 31 سنبله 1393 ساعت 14:28


 د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیشن مشر یوسف نورستان نن په یولړڅرګندونو کې  او وې ویل، دافغانستان د انتخاباتو کمیشن ډاکټر محمد اشرف غني  احمدزئ د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه اعلانوي.
احمد یوسف نورستاني داهم وویل چې ډاکټر عبدا... عبدا... ته د اجرایوي مشر په توګه مبارکي وايي.
هغه په دې خبري غونډه کې دا ونه ویل چې کوم کاندید څو فیصده رایې خپلې کړي دي. همدارنګه د هیڅ خبریال پوښتنې ته هم په خبري غونډه کې ځواب ونه ویل شو.
تر دې وړاندې د اتوار په ورځ په ارګ ګابل کې د ولسمشر حامد کرزي او د نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو او مشرانو په وړاندې د ملي وحدت د حکومت په اړه یوه لوظنامه هم  لاس لیک شوې وه.
افغان ولسمشر حامد کرزي ددې اقدام ستاینه وکړه او او دمبارکۍ  په ویلو سره ئط  زیاته کړې چې هغه او د هغه مرستیالان به د نوي جوړیدونکي حکومت سره د غوښتنې په صورت کې ملاتړ کوي.
دتهران ریډیو دپښتو خپرونې ټول کارکونکي درستو افغانانو په تیره بیا نوي ولسمشر اشرف غني احمدزئ ته ددغې   سترې بریا او خوشالۍ په مناسبت مبارکي وائي او درست افغانستان ته نیکمرغه کال او ژوند غواړي.


د مطلب کود: 99249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99249/اشرف-غني-احمدزئ-دافغانستان-ولسمشر-او-عبدا-هم-اجراوي-مشر-شو

آوا
  https://www.avapress.com