کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوست: په باک ولسوالۍ د یوه توغندي په لګیدو سره د یوې کورنۍ ۴ تنه وژل شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 31 سنبله 1393 ساعت 14:23


د خوست ولایت د باک ولسوالۍ چارواکي وايي، چې (دوشنبې شپه) تېره شپه دولس نیمې بجې د یادې ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې په یو کور توغندی لګیدلی، چې له کبله يې د همدې کورنۍ څلور تنه وژل شوي او دیارلس نور ټپیان شوي دي.
د باک ولسوال عبدالحی ځاځي مشال راډيو ته وویل، چې بیګاه شپه د وسلوالو له لوري د یادې ولسوالۍ پر لور دوه توغندي ویشتل شوي، چې یو توغندی ولسوالۍ ته نږدې په یو کور لګیدلی، چې په کې دوه تنه نارینه او دوې ښځې وژل شوي او دیارلس نور ټپیان شوي دي.
عبدالحی ځاځي وویل، چې ټپیان د امنیتي موظفینو له خوا د درملنې له پاره روغتون ته لیږدول شوي دي:
"بیګاه خواوشا دوولس نیمې بجې د د ښمن له لوري د باک پر ولسوالۍ د هاوان فیرونه شوي، چې یو فیر يې په یو کور چې اصلاً په قوم منګل دي، پرې اصابت يې کړی، چې په نتیجه کې څلور نفره شهیدان چې دوې ښځې دي او دوه سړي دي په شهادت رسیدلي او دیارلس نور نفر زخمیان شوي دي، چې په دې کې د کور واړه او ماشومان شامل دي، موږ ټپیان د درملنې له پاره روغتون ته لیږدولي دي."
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.


د مطلب کود: 99248

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99248/خوست-په-باک-ولسوالۍ-د-یوه-توغندي-لګیدو-سره-یوې-کورنۍ-۴-تنه-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com