کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نور: تراوسه د رایو ورکولو د ۳۹ فیصده صندقونو په اړه پریکړه شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 سنبله 1393 ساعت 17:37


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې د رایو د ابطال د روان بهیرپه ترڅ کې به نن د ورځې په پای کې د رایه ورکونې د پنځو زرو محلونو په اړه پریکړه وکړي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور په کابل کې خبریالانو ته وویل، تراوسه د رایو ورکولو د ۳۹ فیصده صندقونو په اړه پریکړه شوې ده.

معلومه نه ده، چې د انتخاباتو خپلوک کمیسیون تر اوسه د څومره محلونو رایې باطلې کړي، خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په دوو علني غونډو کې د ۱۳۰ محلونو د ابطال پریکړه تایید کړې ده.

د جمهوري ریاست دویم دورانتخاباتو د ناپاکو رایو د باطلولو بهیر تیره اوونۍ رسما پیل شو.


د مطلب کود: 97877

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97877/نور-تراوسه-د-رایو-ورکولو-۳۹-فیصده-صندقونو-په-اړه-پریکړه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com