کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نرخ ولسوالۍ له ۵۲ سیلاب ځپلو کورنیو سره د بېلابېلو توکو مرسته وشوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 سنبله 1393 ساعت 19:42


د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی له لورې د نرخ ولسوالۍ د ۵۲ سیلاب ځپلو کورنیو سره نن ( شنبه ) د ۷ قلمه بېلابېلو توکو مرسته وشوه.
دغه مرسته،چې د ولایت په مقام کې د یادو کورنیو مسؤلینو ته ورکړل شوه په کې غوړی،وریجې،بوره،نخود،اوړه،اوبه او د والیبال توپونه شامل وو.
تر دې وړاندې هم د میدان وردګو والې ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي له یادو سیلاب ځپلو کورنیو سره د خیمو او پځلانځي بشپړ توکو مرسته کړې وه.
همدا راز له یادو کورنیو سره د مرستندویه ادارو له لورې ۸ زره نغدي او یو شمېر نورو توکو مرسته هم شوې ده.


د مطلب کود: 97820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97820/د-نرخ-ولسوالۍ-له-۵۲-سیلاب-ځپلو-کورنیو-سره-بېلابېلو-توکو-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com