کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سوریه کې د جګړو له کبله تر اوسه ۳ ملیونه خلک کډوال شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 سنبله 1393 ساعت 13:52


د ملګروملتو د کډوالو د چارو لویه کمیشنري وايي چې د سوریې د کړکېچ له کبله لږترلږه ۳ ملیون خلک کډوال شوي دي.
د دې کمیشنرۍ په وینا دا هغه کسان دي چې دوي ثبت او رجسټر کړي دي. د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په وینا د سوریې د بحران په وجه د دغه هېواد د ټول نفوس کابو نیمايي خلک د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
د سوریې زیاتره کډوال ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوي چې د هغو په منځ کې یو ملیون او یولک کسان یوازې لبنان ته تللي دي.


د مطلب کود: 97789

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/97789/په-سوریه-کې-د-جګړو-له-کبله-تر-اوسه-۳-ملیونه-خلک-کډوال-شوي

آوا
  https://www.avapress.com