کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

راسموسن: ناټو به ژر له افغانستانه د خپلو ټولو پوځيانو د ايستلو پرېکړه وکړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 21 اسد 1393 ساعت 10:34


د ناټو سرمنشي د دوشنبې په ورځ وويل؛ ناټو به ژر مجبوره شي چې؛ له افغانستانه د خپلو ټولو پوځيانو د ايستلو پرېکړه وکړي؛ مګر دا چې د افغانستان د انتخاباتو پر سر جنجال پای ته ورسېږي او نوي ولسمشر موافقه لاسليک کړي چې؛ بهرني پوځيان په دې هيواد کې د پاتې کېدو اجازه ترلاسه کړي.
سرمنشي اندريس فوګ راسموسن رويټرز خبري اژانس ته وويل؛ د بريتانيا په ويلز کې د سپټمبر په څلورمه او پنځمه د ناټو سرمشريزه به د پرېکړې د کولو ضرب الاجل ته ډېره نژدې وي.
"بايد موږ ډېر ژر پرېکړه وکړو؛ ځکه چې که په افغانستان کې زموږ د حضور د دوام لپاره قانوني اساس نه وي؛ موږ بايد د سږ کال تر پايه ټول ځواکونه وباسو او د دې لپاره چې دا کار وکړو؛ بايد ډېر ژر د پلان په جوړولو پيل وکړو."


د مطلب کود: 96743

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96743/راسموسن-ناټو-ژر-له-افغانستانه-د-خپلو-ټولو-پوځيانو-ايستلو-پرېکړه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com