کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پوهنې وزارت: د هرات د شینډنډ ولسوالۍ د نجونو تړل شوي ښونځي به بیرته پرانستل شي

د صدای افغان خبری آژانس , 31 سرطان 1393 ساعت 17:44


د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې ډيرژر به د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د نجونو تړل شوي ښونځي بیرته پرانستل شي.
د پوهنې وزارت د نشراتو مشرکبیر حقمل نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه ښوونځی د موقت وخت لپاره د زده کوونکو د کورنیو د غوښتنې سره سم د یو لړ امنیتي ګواښونو له امله تړل شوي دي.
نوموړي وویل، چې دغه ښونځې د دې لپاره تړل شوي، چې په سیمه کې وسله والو مخالفینو د شب نامو له لارې نجونو ته ګواښ کړی چې ښونځیو ته دې نه ځي.
ښاغلي حقمل زیاته کړه چې په دې برخه کې د امنیتي ارګانونو سره خپله انديښنه شریکه کړې چې هغوي هم د همکارۍ ډاډ ورکړی.


د مطلب کود: 95794

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/95794/پوهنې-وزارت-د-هرات-شینډنډ-ولسوالۍ-نجونو-تړل-شوي-ښونځي-بیرته-پرانستل-شي

آوا
  https://www.avapress.com