د افغانستان یو جهادي مشر، داعش تکفیري ډله د امریکې، اسرائیلو او سعودي عربستان ګډه پروژه وبلله.
د افغانستان له جهادي مشرانو څخه حاجي محمد امین فروتن پرون تهران راډیو ته په مرکه کښې وویل: داعش د امریکې د استخباراتي ادارې CIA ، د اسرائیلو د جاسوسي ادارې (موساد) او سعودي عربستان یوه ګډه پروژه ده چې موخه یې د لویدیځ د ګټو برابرول دي او د اسلام له مبین دین سره هیڅ تړاو نه لري بلکې د مذهب له نوم څخه یوازې خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره کار اخلي.
حاجي محمد امین فروتن څرګنده کړه چې صهیونیسټي رژیم په سیمه کښې د داعش له ترهګرانه اقداماتو څخه په ګټه پورته کونې سره په غزې باندې خپلې حملې پلان کړي او اجرا کړې دي.
د افغانستان دغه جهادي مشر وویل چې ځیني اسلامي هیوادونه په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې په چپتیا سره د غزې د بې ګناه خلکو په وژله کښې د دغه رژيم د جرم شریک دي.
نور په دې برخې