کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزنی، میدان وردک او لوګر ولایتونو کې د ګن شمیر وسلوالو طالبانو او بهرنیو تروریستانو وژنه او ټپی کیدل!

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 سرطان 1393 ساعت 13:59


 په تیرو (۷۲) ساعتونو کې د امنیتی ځواګونو د ګډو عملیاتو په پایله کې د غزنی، میدان وردکو او لوګر ولایتونو کې (۳۵) تنه وسلوال طالبان د یو شمیر بهرنیو جګړه مارانو په ګدون وژل شوی او (۴۱) تنه نور یې ټپیان شوي دي. همدا رنګه د حقانی ډلي (۵) تنه او (۲) تنه پاکستانی تروریستان چې غوښتل یې د میدان وردکو ولایت د سیدآباد ولسوالی په اړوندو سیمو کې تر یو پله لاندې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی، چې د یاد ماین د چاودنې له امله ووژل شول.


د مطلب کود: 95309

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/95309/په-غزنی-میدان-وردک-او-لوګر-ولایتونو-کې-د-ګن-شمیر-وسلوالو-طالبانو-بهرنیو-تروریستانو-وژنه-ټپی-کیدل

آوا
  https://www.avapress.com