کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع ملي نندارتون پرانیستل شو

د صدای افغان خبری آژانس , 28 جوزا 1393 ساعت 18:35


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع ملي نندارتون نن کابل کې پرانستل شو.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال عتیق الله نصرت د یاد نندارتون هدف د خصوصي سکټور څخه ملاتړ او د کورنیو تولیداتو پراختیا وبلل.
ښاغلي نصرت وویل، چې دغه نندارتون به د درو ورځو لپاره د خلکو پرمخ پرانستی وي چې؛ په یوسل او شل غرفو کې به کورني تولیدات نمونې ایښودل شوي وي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې؛ په دغه نندارتون کې پنځوس افغاني شرکتونه خپل کورني تولیدات نندارې ته وړاندي کوي.


د مطلب کود: 93761

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/93761/په-کابل-کې-د-افغانستان-سوداګرۍ-او-صنایع-ملي-نندارتون-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com