کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو پسرلني عملیات بې اهمیته وبلل

د صدای افغان خبری آژانس ( آوا) , 20 ثور 1393 ساعت 14:45


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې له څو مودې راهیسي یې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د وسله والو طالبانو د تصفیې لپاره د (عقاب) په نوم عملیات پیل کړي دي.
په همدې حال کې د پنجشنبې په ورځ وسله والو طالبانو د خیبر په نوم د پسرلنیو عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ.
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی وايي چې د طالبانو عملیات جدي نه ګڼي او دې ډلې هر کال خپلو بریدونو ته یو نوم ورکړی چې د دوی لپاره یې څه نتیجه او بریا نه ده لرلې.
جنرال ظاهر عظیمي د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د اعلان دلایل داسي بیا کړل:
«لومړی دلیل دا دی چې د انتخاباتو بریالیتوب او په هغه کې د خلکو پراخ ګډون طالبانو ته د نه ځواب و، دوی ته دا یوه لویه ماتې حسابه شوه ځکه چې دوی اعلان کړی و چې په هر قیمت چې وي انتخابات به ګډوډوي، دوهم هغه ماتې چې دوی د خپل خالد بن ولید په پلان کې وخوړه، هغه هم جبران ته اړتیا لرله، درېمه مسله که مو پام کړی وي دوی هر کال یوه اعلامیه خپروي خو د کال په پای کې داسي کومه بریا نه لري چې د دوی د هغې ادعا یوه فیصدي پکې ترلاسه شي چې د کال په پیل کې یې کړي وي.نو موږ د طالبانو د عملیاتو اعلان د د خپلو ماتو د جبرانولو لپاره د طالبانو تبلیغاني پروسه بولو.»
د دفاع وزارت ویندوی جنرال عظیمي همداراز وویل چې د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس نه یوازې د خپلو دښمنانو د هر ډول حرکاتو د ناکامولو توان لري بلکې دا وړتیا هم لري چې دښمن وځپي او د خپلو پلانونو اجرا کولو ته یې پرېنږدي.
طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي چې د خیبر په نوم په پسرلنیو عملیاتو کې به، چې له راتلونکې اوونۍ څخه به پیل شي، د افغانستان د حکومت پر ملکي او پوځي هدفونو به ځانوژونکي او همداراز نفوذي بریدونه وکړي.
طالبانو په خپله اعلامیه کې د سړک د غاړې بمي بریدونو ته اشاره نه ده کړې چې د ملګروملتو د راپورونو پر اساس په افغانستان کې تر ټولو د زیاتو ملکیانو ژوند اخلي.
د ملګروملتو له وروستي راپور سره سم څه باندې ۸۵ فیصده افغان ملکیان د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د ماینونو او بمي بریدونو په نتیجه کې وژل کېږي.
د دفاع وزارت وايي، په داسي حال کې چې له انتخاباتو وړاندې د عقاب په نوم عملیات دوام لري، ټاکل شوې ده چې د سرطان له میاشتې څخه د فتح په نوم د دولت د وسله والو مخالفانو د تصیفیه کولو لپاره نور عملیات پیل شي.
د دفاع وزارت په وینا دا عملیات به د مني تر پایه دوام وکړي.


د مطلب کود: 91261

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/91261/د-افغانستان-دفاع-وزارت-طالبانو-پسرلني-عملیات-بې-اهمیته-وبلل

آوا
  https://www.avapress.com