کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی والي ووژل شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 31 حمل 1393 ساعت 14:39


د کندهار چارواکي وايي، د دغه ولایت لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی والي وژل شوی دی.
د کندهار د ولایت د رسنیو مسوول دوا خان مینه پال آزادې راډیو ته ویلي چې؛ واسع نومی له خپلو درېیو تنو ملګرو سره د پولیسو په یوه کمین کې وژل شوی.
د طالبانو دغه چارواکی داسې مهال وژل شوی چې؛ دغې ډلې د افغانستان د انتخاباتو د بهیر د ګډوډولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.
خو له امنیتي ګواښونو سره سره میلیونونه افغانان په ټول افغانستان کې د رایو مرکزونو ته ولاړل او خپلې رایې یې وکارولې.


د مطلب کود: 89897

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89897/د-کندهار-لپاره-طالبانو-له-خوا-نومول-شوی-والي-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com