کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ظاهر طنین: کابل به ژر له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 27 حوت 1392 ساعت 14:05


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ظاهر طنین وايي؛ ډاډمن دی چې کابل به ژر له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.
ظاهر طنین دا څرګندونې پرون (دوشنبه) د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په غونډه کې وکړې؛ چېرې چې د یو بل کال لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت د تمدید پرېکړه وشوه.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازٍي ښاغلی طنین د مشورتي لویې جرګې پریکړې ته په اشارې وویل؛ د افغانستان خلک د امریکا له متحدو ایالتونو، ناټو او نړېوالې ټولنې سره د اړیکو په ارزښت پوهیږي.
نوموړې په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې؛ ولسمشر حامد کرزي په خپلو وروستۍ څرګندونو کې ویلي؛ د امریکا له متحدو ایالتونو سره امنیتي تړون نه لاسلیک کوي.
په همدې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي یان کوبیش له افغانانو وغوښتل چې؛ په انتخاباتو کې ګډون وکړي.
یان کوبیش وویل چې، سږ کال په افغانستان کې په انتخاباتو پورې اړوند تاوتریخوالی د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ م کلونو په مقایسه کم شوی دی.


د مطلب کود: 88006

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/88006/ظاهر-طنین-کابل-ژر-له-واشنګټن-سره-امنیتي-تړون-لاسلیک-کړي

آوا
  https://www.avapress.com