د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د هغې پروژې عملي کېدو ته جدي هڅې پيل شوي چې په وسیله یې له قزاقستان او تاجکستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته بریښنا انتقالیږي.
د دې شرکت تجارتي مشر میرویس عالمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دا پروژه د کاسا په نوم یادیږي چې له مخې یي زر میګا واټه بریښنا پاکستان او درې سوه میګا واټه افغانستان ته ورکول کېږي.
ښاغلي عالمي زیاته کړه، چې افغانستان به له دې پروژه څخه هرکال لسګونه میلیونه ډالر عواید ترلاسه کوي.