کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ماین چاودنې درې ملکیان ووژل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 1 دلو 1392 ساعت 18:45


د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر یو سراچه موټر د ماين چاودنې درې ولسي وګړي ووژل او يو بل يې تپي کړ.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل آزادي راډيو ته وویل چې؛ دغه پيښه نن يوولس بجې د سړک غاړې د ماین چاودنې له امله شوې ده.
جاويد فيصل وایي، په دې پيښه کې يوه ښځه او دوه نارينه وژل شوي او يو بل نارينه ټپي شوی دی.


د مطلب کود: 83980

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/83980/د-کندهار-په-میوند-ولسوالۍ-کې-ماین-چاودنې-درې-ملکیان-ووژل

آوا
  https://www.avapress.com