کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"د انتخاباتو کمیسیون ته له امنیتي پلوه د رای ورکونې د مرکزونو د لست سپارل وځنډول شو"

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 14 جدی 1392 ساعت 20:01


د کورنیو چارو وزارت وایي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته یې له امنیتي پلوه د رای ورکونې د مرکزونو د لست سپارل ځنډولي دي.
د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش نن آزادي راډیو ته وویل؛ چې د دې مرکزونو د امنیت د ارزونې پلاوي تر اوسه په ټولو ولایتونو کې خپلې څیړنې نه دي بشپړي کړي:
"له دې امله چې په ځینو ولایتونو کې ارزونه نه ده شوې، نو ټاکل شوې یاد پلاوی روانه اونۍ خپل سفر پيل کړي او د سفر تر بشپړېدو وروسته به دا راپور د ملي امنیت شورا او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته و سپارل شي."
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ د انتخاباتو په ورځ په ټول هېواد کې د رایې ورکولو څه باندې شپږ زرو اته سوه مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پخوا ویلي وو؛ چې د کورنیو چارو وزارت باید د دې مرکزونو امنیتي پلان له دوی سره شریک کړي.
د کورنیو چارو وزارت مخکې تر دې د مرغومي په پنځلسمه د رای ورکولو د ټولو مرکزونو د امنیتي لست د سپارلو ژمنه کړې وه.


د مطلب کود: 82832

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/82832/د-انتخاباتو-کمیسیون-ته-له-امنیتي-پلوه-رای-ورکونې-مرکزونو-لست-سپارل-وځنډول-شو

آوا
  https://www.avapress.com