کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار ولایت کې وسله والو پر دوو قومي مشرانو برید کړی دی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 10 قوس 1392 ساعت 20:24


د کندهار امنیتي مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې نن پر دوو تنو قومي مشرانو نامعلومو وسله والو حمله کړې. د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل؛ پر قومي مشرانو احمد جان او احمدزي د دې ښار په نهمه ناحیه کې تر غرمې وروسته حمله وشوه؛ چې احمد جان په کې وژل شوی او بل ملګری یې ټپي دی. وسله وال کسان له سیمي تښتېدلي او د حملې مسوولیت هم چا نه دی منلی. د راپورونو له مخې په کندهار ولایت کې په تېرو ۷ کلونو کې په سلګونو قومي مشران په دغه ډول حملو کې وژل شوي.


د مطلب کود: 80232

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/80232/په-کندهار-ولایت-کې-وسله-والو-پر-دوو-قومي-مشرانو-برید-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com