کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسي جرګې افغان کرکټ لوبډلې ته ستاینلیکونه او جایزې ورکړې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 عقرب 1392 ساعت 19:24


ولسي جرګې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د وروستیو بریاوو له امله ستاینلیکونه ورکړل او په نغدي جایزو یې هم ونازول.
د کرکټ ملي لوبډلې شااوخوا یوه میاشت وړاندې له کینیا سره پنځه لوبې وکړې چې؛ د څلورو په ګټلو سره یې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر شهزاده مسعود د ولسي جرګې په غونډه کې هیله وښوده چې؛ د کرکټ لوبډله به په نړیوالو سیالیو کې هم هېواد ته بریا راوړي.
د کرکټ پنځوس اوریزې نړیوالې سیالۍ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په استرالیا او نیو زیلاند کې کیږي.


د مطلب کود: 77925

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/77925/ولسي-جرګې-افغان-کرکټ-لوبډلې-ته-ستاینلیکونه-او-جایزې-ورکړې

آوا
  https://www.avapress.com