کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له لومړي لست څخه توږل شوي کاندیدان د انتخاباتو کمیسیون پرېکړه عادلانه نه بولي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 1 عقرب 1392 ساعت 18:07


د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو له لومړني لست نه یو شمیر ایستل شوی کاندیدان وایي چې؛ د دوی په هکله د انتخاباتو د خپلواک کمیسون پریکړه عادلانه، نه ده.
د سوداګری پخواني وزیر او جمهوري ریاست ته کاندید ډاکټر انوارالحق احدي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې؛ د ځان په اړه شوې پریکړه غندي.
هغه وایي چې، د انتخاباتو خپلواک کمیسون د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندیداتورۍ په هکله پوره معلومات نه دي ورکړي او له لومړني لست څخه د ده د لیرې کېدو دلیل یې هم نه دې څرګند کړی.
د کاندیدانو له لومړنی لست څخه یوشمېر نور لري شوي کاندیدان هم د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د دوی په اړه شوې پرېکړه نا سمه بولي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسون تیره ورځ د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو لومړنی لست اعلان کړ او شپاړس تنه کاندیدان یې له دې لست نه وویستل


د مطلب کود: 77370

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/77370/له-لومړي-لست-څخه-توږل-شوي-کاندیدان-د-انتخاباتو-کمیسیون-پرېکړه-عادلانه-نه-بولي

آوا
  https://www.avapress.com