کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دمیانمار مسلمانانو له حکومت څخه دښه امنیت دبرابرولو غوښتنه وکړه .

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 10 میزان 1392 ساعت 16:04


دمیانمار مسلمانانو له حکومت څخه دښه امنیت دبرابرولو غوښتنه وکړه .
زمونږ خبریال وايي دمیانمار دمسلمانانو مهمو تنظیمونو نن له حکومت څخه وغوښتل چې ددوې ساتنه وکړي .
داپه داسې حال کښې دي چې د میانمار سرزورو بودایانو پرون په راخین ولایت کښې دمسلمانانو یو(۱) جومات په اورو کښې سوزولی او څلور (۴)مسلمانان یې هم وژلي وو .
د میانمار مسلمانانو په یوې ګډې بیانیې کښې وویل چې په دغه هیواد کښې مسلمان لږکي په دوې له حملو وروسته ډیرخپګان څرګندوي او مسلمانان په ډیرې ویرې کښې ژوند کوي .
دمیانمار سرزورو بودایانو له تیرو څو میاشتو راهسې دمسلمانانو وژله پیل کړي ده او دهغوې ژوند یې بیخي تریخ کړی دی .


د مطلب کود: 75962

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/75962/دمیانمار-مسلمانانو-له-حکومت-څخه-دښه-امنیت-دبرابرولو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com